د نومبر ۱۷مه د محصلانو نړیواله ورځ ده، خو د دې ورځې له رارسېدو سره سم، د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زدهکړیالان له بل هر وخت ډېر د خپلو زدهکړو او راتلونکې په اړه نهیلي شوي.
په ډېری ولایتونو کې د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې تړل شوي، د دولتي پوهنتونونو له پرانیستل کېدو هېڅ خبر نهشته او او بېوزلي تر دې کچې رسېدلې چې ډېر شمېر زدهکوونکي د کتاب او قلم د اخیستو توان هم نهلري.
هغوی چې د بشري پېړۍ تر ټولو په دې پرمختللي زمان کې ژوند کوي، خو لا یې هم د ځینو پر مخ ښوونځي او پوهنتون تړلي او ډېر شمېر یې لا کتاب او قلم هم نهلري.
مسکا د ننګرهار اوسېدونکې ده. سږ کال اووم ټولګي ته بریالۍ شوه. وايي، د امېدونو په نوي پړاو یې پل کېښود، خو ناخبره له دې چې د علم دروازه بهیې پر مخ تړل کېږي.
مسکا زیاتوي: "حیرانه یم چې ښوونځي ته د تلو اجازه به را کړي او که نه، خو چپ به پاتې نهشوو، څومره مو چې وس کېږي، خپل غږ به پورته کوو. نړیوال دې زموږ غږ واوري، له هغوی مرسته غواړو. پر موږ دې دا ظلم نهکېږي چې ښوونځی مو تړلی پاتې شي."
یسرا په نا امنه لوګر کې تر دوه میاشتو وړاندې هم ښوونځي ته تله او په یوولسم ټولګي کې یې زدهکړه کوله، خو اوس په کور ده. دا وايي، پر ذهنیې د ښوونځي بندېدو ډېره بده اغېزه کړې.
دا وايي: "له کله چې ښوونځی تړل شوی، فکر کوم زندان کې یم. نه درس شته، نه ملګرې چې زهیې ووینم. موږ له ښوونځي پرته چې هلته ټولې ښځې او نجونې وي او زدهکړه وکړو، نهشو لیدلای چې هلته د زدهکړې لپاره ولاړې شوو."
واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول، خو موده وروسته د دوی حکومت تر شپږم ټولګي نجونو او هلکانو ته د زدهکړو اجازه ورکړه. په دوهم ګام کې يې د هلکانو منځني ښوونځي پرانیستل، خو لا هم په اکثریت ولایتونو کې د نجونو پر مخ متوسطه ښوونځي او لېسې بندې دي.
د طالبانو حکومت وايي، د نجونو له زدهکړو سره ستونزه نهلري، خو د ښوونځیو د بندېدو په اړهیې منطقي دلیل، د زدهکړو لپاره د اسلامي او افغاني چوکاټ برابرول دي، داسې مهال چې په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو ښوونځي سره جلا دي او تر خوا یې نجونې په یوه ځانګړي یونیفورم کې چې حجاب ته ورته دی، ښوونځیو ته ځي.
که څه هم د افغان زدهکوونکو لپاره د ښوونځیو بندېدل یو لوی خنډ دی، خو ډېرې نورې ستونزې هم شته چې د دوی د زدهکړو پر بهیر یې منفي اغېز کړی.
فرید د غزني د ګیلان ولسوالۍ د پیر محمد خان لېسې د یوولسم ټولګي زدهکوونکی دی. هغه سیمه چې له وړاندې یې جګړو په پوهنیز بهیر ډېر بد اغېز کړی.
دی وايي، له مخکې یې لا کتاب، لابراتور او د زدهکړو لپاره ډېر وسایل نهلرل، خو اوس دا ستونزې یو په دوه شوي.
فرید وویل: "هېڅوک هم باوري نهدي چې سبا به بیا په دې ښوونځي کې راټولېږو که نه، سبا به بیا موږ استاد ولرو او که نه. په استاد هم باوري نهیو چې سبا دې بیا راشي، زموږ تر مخ دې ودرېږي او درس دې راته ووايي."
فرید د دې بېباورۍ لامل د ښوونکو پر وړاندې د نوي حکومت نهپاملرنه او د هغوی د معاشاتو ځنډېدل ښيي.
که څه هم یونېسف ژمنه کړې چې د افغان ښوونکو معاشات ورکوي، خو په یو شمېر ولایتونو کې لا هم د ښوونکو د څو میاشتو معاش نهدی ورکړل شوی.
خو داسې مهال چې د پوهنې وزارت د بودجې د کمښت له ستونزې سره مخ دی او بهرنۍ مرستې هم بندې دي، د راتلونکو کلونو لپاره د کتابونو د چاپ، د ښوونکو د معاش او ښوونځیو ته د اړینو توکو د استولو لپاره د دې وزارت پلان څه دی؟
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند نظر محمد عرفان ازادي راډیو ته وویل، د ښوونکو د زمري میاشتې معاش ورکړل شوی او د پاتې دوو هغو بهیې هم ژر ورکړل شي.
دی د کتابونو د چاپ په اړه د هغو پروژو یادونه کوي چې مخکېني جمهوري نظام په کار اچولي او ژر بهیې چاپ شوي کتابونه افغانستان ته راولېږدول شي.
ښاغلی عرفان وايي: "د کتابونو د چاپ په برخه کې له موږ سره د ملګرو ملتونو او ځینو نورو مرستندویه بنسټونو همکاري پخوا هم وه، لکه زموږ د ۳۷ ملیونه کتابونو د چاپ مسؤلیت یواېسایډي په غاړه اخیستی."
که څه هم اوسمهال یو ډېر شمېر د نجونو لېسې او متوسطه ښوونځي بند دي، خو د جمهوري نظام له ړنګېدو وړاندې، یعنې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو کې د پوهنې وزارت د مسؤلو چارواکو لهخوا ازادي راډیو ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې ۷ ملیونه ماشومان ښوونځي ته تلل چې له دې شمېر یې څه د پاسه ۳ ملیونه نجونې وې.
همدا ډول ۱۶،۵۰۰ ښوونځي پرانیستي و چې پهکې ۱۷۰ زره ښوونکي زدهکوونکو ته زدهکړه ورکوله چې په دوی کې ۳۶ سلنه ښوونکې ښځینه وې.
خو د ۷ ملیونه ماشومانو له ډلې ۴۶ سلنهیې د زدهکړو لپاره یا ښوونځی نهدرلود یا هم ټولګی.
واک ته د طالبانو له رسېدو سره یوه هیله دا وه چې کېدای شي په هغو سیمو کې هم بېرته ښوونځي پرانیستل شي چې کلونه کلونه د جګړو له امله تړلي و، خو لا په دې برخه کې کوم ښه خبر نهشته.
دا برخلیک یوازې د ښوونځي د زدهکوونکو نهدی، بلکې له ۳ میاشتو راهیسې ټول دولتي پوهنتونونه هم تړلي دي.
کمالالدین څپاند د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل دی. د زدهکړو د پای لپاره پاتې شوې یوه میاشت یوه کال ته په غځېدو ده، خو لا یې د پوهنتون د پرانیستو هېڅ خبر نهشته.
ده وویل: "د لوړو زدهکړو وزیر څو ځله وویل چې ډېر ژر به پوهنتونونه پیل شي، خو لا هم پرته له هېڅ دلیل او د ستونزو له ښکاره کېدو پوهنتونونه بند دي او دا حالت همداسې نا معلوم روان دی."
په افغانستان کې ۳۹ دولتي پوهنتونونه شته چې اوسیې دروازې تړلي. تر خوا یې ۱۲۹ د لوړو زدهکړو خصوصي مؤسسې یا پوهنتونونه فعال دي، خو دوی د فعالیت اجازه لري.
د لوړو زدهکړو وزارت د پوهنتونونو د تړل کېدو دلیل، د زدهکړو لپاره د شرعي چاپېریال برابرول ښودلي، خو دا چې د دې چاپېریال د برابرېدو لپاره څومره نور وخت ته اړتیا ده او کله به پوهنتونونه پیل شي، د دې وزارت ویاند احمد تقي دې پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره له ژمنو سره سره خبرو ته حاضر نهشو.
خو د نهیلۍ په دې ګردجن حالت کې د قلم لار ټولنې مشر مطیعالله ویسا د افغان زدهکوونکو د زدهکړو د پیل نعره لا هم پورته ساتلې او له دوی سره د مرستو لپاره ولایت په ولایت ګرځي.
هغه له طالبانو غواړي چې زدهکړې او زدهکوونکي لومړیتوب وګڼي.
ښاغلی ویسا زیاتوي: "د پوهنې بهیر د پرمختګ لپاره باید ښوونکو ته معاش ورکړل شي. هغو سیمو کې چې د تېرو ۲۰ کلنو جګړو له امله ښوونځي بند و یا یې تشکیل نهو، هغه پرانیستل شي. د افغانستان ټولو سیمو ته باید د ښوونځیو لپاره کتابونه واستول شي او هره سیمه کې چې ښوونځی شته باید د اړتیا وړ تشکیل ورکړل شي."
د نومبر ۱۷مه له تېرو ۸۰ کلونو راهیسې د زدهکوونکو د ورځې په نوم نمانځل کېږي. دا ورځ د اروپا په تاریخ کې د دوهمې نړیوالې جګړې له پیل وړاندې په ځان پسې یوه اوږده کیسه لري.
هغه مهال چې ادولف هتلر المان کې واک ته ورسېد او په ۱۹۳۸ کال کې یې اتریش تر سلطې لاندې راوست، نو پخوانۍ چکسلواکیا هم په چک او سلواکیا تجزیه شوه.
خو کله چې د ۱۹۳۹ کال د اکټوبر په ۲۸مه د چارلز پوهنتون محصلانو د چکسلواکي د خپلواکۍ د ۲۱مې کالیزې لپاره لاریون ډوله غونډه وکړه، نازي ځواکونو وځپل او ۱۵ محصلانیې ټپیان کړل، خو له دوی یو تن چې په مرمیو ویشتل شوی و، دوه اوونۍ وروسته مړ شو.
د نومبر په ۱۵مه یو شمېر محصلانو له هغې سره په پراګ کې د غمرازۍ ښودو لپاره د غونډې اجازه وغوښته چې د نازي ځواکونو تر کنټرول لاندې حکومت دا غوښتنه ومنله چې بالاخره ډېرو محصلانو پهکې ګډون وکړ.
تاریخ لیکونکي لیکي، واکمنو لاریون ته د اجازې له ورکړې غوښتل چې په دې کار سره سرکښ محصلان په نښه او دوی وځپي.
همداسې وشول، دوی د لاریون پر مهال ۱،۲۰۰ محصلان له نیولو وروسته په زور زاکسنهاوزن کار ځای ته تبعید کړل.
د ۱۹۳۹ کال د نومبر په ۱۷مه ۸ لاریون کوونکي محصلان او یو استاد بې له محاکمې اعدام شول او تر خوا یې د نړیوالې جګړې تر پایه په پراګ کې د المان له پوهنتون پرته، ټول پوهنتونونه تړلي پاتې شول.