د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

طالبان: د ۱۲ ټولګیو زده‌کوونکې به له کلنیو ازموینو پرته له ښوونځیو فارغې شي


ارشیف، بدخشان کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، بدخشان کې د نجونو یو ښوونځی

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، د روان کال د ۱۲ ټولګیو زده‌کوونکې به له کلنیو ازموینو پرته له ښوونځیو فارغې شي.

پر افغانستان د طالبان له واکمنېدو درې میاشتې واوښتې او د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بندې پاتې دي.

اوس چې یوه اوونۍ د ښوونځیو کلنیو ازموینو ته پاتې ده، طالبانو تازه د یو نوي پلان په اعلانولو ویلي چې له لومړي تر شپږمو ټولګیو نجونو زده‌کوونکو نه به کلنۍ ازموینې واخیستل شي، خو له اووم تر یوولسم ټولګیو زده‌کوونکې به له ازموینو پرته یو ټولګی مخې ته ولاړې شي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند او د عامه اړیکو مشر نظر محمد عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۲مو ټولګیو زده‌کوونکې به هم له کلنیو ازموینو پرته فارغې شي.

هغه د دې پرېکړې لامل له شپږم ټولګیو لوړ په درسونو کې د ښځینه زده‌کوونکو نه‌ګډون یاد کړ او ویې‌ویل، په زده‌کړو کې تر درې میاشتې ځنډ وروسته به دغو زده‌کوونکو ته د ازموینو ورکړه ستونزمنه وي.

ښاغلی عرفان زیاتوي: "کلنۍ ازموینې به له لومړي تر شپږم ټولګي له نجونو او هلکانو واخیستل شي، دغه‌شان له اووم تر ۱۲ ټولګیو هلکان به هم په فزیکي ډول ازموینو کې ګډون وکړي، خو له اووم ټولګیو لوړو نجونو زده‌کوونکو ته به له ازموینو پرته ارتقاع ورکړل شي تر څو ښوونیز کال‌یې ضایع نه‌شي."

ارشیف، فراه کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، فراه کې د نجونو یو ښوونځی

خو یو شمېر نجونې زده‌کوونکې وایي د طالبانو په دې خبرو باور نه‌لري ځکه د دوی په خبره دوی د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم ورته څرګندونې کولې، خو نجونې پنځه کاله له تعلیمه بې‌برخې پاتې شوې.

۱۷ کلنه زهره چې د کابل ښار د درېیمو مکروریانو اوسېدونکې او د الفتحې عالي لېسې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې ده ازادي راډیو ته‌یې وویل، په تېرو دوو کلونو کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ونه‌شو کړای په سمه توګه درس ووایي او اوس د طالبانو په راتګ سره له درېیو میاشتو راپدېخوا له زده‌کړو لیرې دي.

د دې په خبره د طالبانو دا پرېکړه له ښوونځیو د ښځینه زده‌کوونکو بې‌سواده فارغول دي.

زهره وايي: "زما له انده دا عاقلانه کار نه‌دی، ځکه زموږ یو کال په کور کې ضایع شو، موږ باید زده‌کړې کړې وی، چمتووالی مو نیولی وی چې په پوهنتونونو کې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالۍ شوې وو، خو چې روان کال نظام بدل شو او درې میاشتې ښوونځیو ته لانه‌ړو، که دا نجونې فارغې هم شي بې‌سواده به وي."

بل‌خوا د بشري حقونو فعاله او د یو ښوونځي ښوونکې شبنم نورزۍ د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون ازادي راډیو ته وویل، د ازموینو اخیستل د زده‌کوونکو ترمنځ یو ډول سیالي ده او له مخې یې د هر زده‌کوونکي استعداد مشخصېږي.

د دې په خبره، که نحونې زده‌کوونکې له ازموینو پرته فارغېږي دا په دې معنی ده چې په پوهنتونونو کې به هم محصلانې له ازموینو او د استعدادونو په نظر کې نیولو پرته جذب شي.

اغلې نورزۍ وویل: "زه دې ته حیرانه یم، یوه ښوونکې یو کال په ۳۰ یا ۴۰ زده‌کوونکو زحمت کاږي، خو اخر کې به له ښوونځیو داسې فارغېږي چې ښوونکي یې د سویې په اړه هېڅ نه‌پوهېږي، ښوونکي د دې لپاره له دوی ازموینې اخلي چې کومې زده‌کوونکې یې څومره زیار ایستلی او څومره استعداد لري، دا کار د ښوونکو او زده‌کوونکو د اندېښنې لامل شوی، ښوونځي د تعلیم ختم نه، بلکې د کانکور ازموینې لپاره چمتووالی دی، نو څرنګه به له چمتووالي او ازموینې پرته کانکور ته لاړې شي یا به طالبان کانکور ازموینه هم نه‌اخلي او هر بې‌استعداده کس به پوهنتون ته لار ومومي."

ارشیف، دوه خویندې چې په کور کې د ښوونځي زده‌کړې کوي
ارشیف، دوه خویندې چې په کور کې د ښوونځي زده‌کړې کوي

که څه هم د طالبانو حکومت بالاخره له درېیو میاشتو وروسته په ښوونځیو کې د نجونو زده‌کوونکو لپاره په برخه کې دا پرېکړه وکړه، خو د دولتي پوهنتونونو محصلینې لا هم له نا څرګند راتلونکي سره مخ دي.

۲۴ کلن مسعود چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو زده‌کړیال دی د طالبانو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې د محصلینو د برخلیک په اړه هم پرېکړه وکړي.

مسعود وايي: "موږ د دې شاهدان نه‌یو چې یو ځای هم پوهنتون خلاص شوی وي، دې موږ اندېښمن کړي یو او ټول په بې‌برخلیکه حالت کې دي، ځکه دا ضایع شوی وخت نه‌جبرانېدونکی وي، موږ د طالبانو له حکومته غواړو چې زموږ د راتلونکي په اړه دې هم پرېکړه وکړي."

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د چارواکو نظر هم ولرو، خو دوی زموږ اړیکو او پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ښوونیز او تحصیلي نظام شدید اغېزمن شو، داسې چې له اووم تر ۱۲مو ټولګیو زده‌کوونکې او د پوهنتونونو محصلینې له درېیو میاشتو راپدېخوا په بشپړ ډول پر کورونو کېنول شوي دي.

XS
SM
MD
LG