د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د جي-۲۰ سرمشریزه کې پر افغانستان هم خبرې کېږي، طالبان ترې څه تمې لري؟


ارشیف، د جي شل غونډه
ارشیف، د جي شل غونډه

د نړۍ ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه د جي۲۰ سرمشریزه کې نن راټولېږي. د دې غونډې د بحثونو مهمه منځ‌پانګه له کرونا وبا وروسته، د نړۍ د ځپېدلي اقتصاد بیا را ژوندي کول دي.

خو ترڅنګ یې ځینې نور موضوعات هم شته چې تمه ده پرې بحث وشي. له دې یوه موضوعاتو یوه یې، افغانستان دی.

که څه هم جي‌۲۰ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د اکټوبر په ۱۲مه نېټه بېړنۍ غونډه وکړه او له افغانستان سره په کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو بشري مرستو اعلان وشو، خو ښکاري چې د دې هېواد روان بشري او ټولنیز وضعیت د تېر پرتله لا ډېر د اندېښنې وړ دی. هغه اندېښنه چې ملګري ملتونه وايي، بحران ته یې لار پرانیستې.

د امریکا جمهور رییس جو بایډن چې د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره روم ته رسېدلی، د افغانستان د روان وضعیت په اړه به له خپلو اروپايي متحدانو سره خبرې وکړي.

د امریکا اندېښنه په افغانستان کې د ترهګرۍ له بیا را ژوندي کېدو ده، هغه وېره چې د له‌منځه وړو لپاره یې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو دلته ۲۰ کاله جګړه وکړه.

خو د دې غونډې له پیل وړاندې د ښځو د سیاسي مشرانو شبکې یوه اعلامیه کې د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان د ښځینه فعالان او سیاست‌والو امنیت خوندي کړي.

د دې شبکې له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ښځینه سیاست‌والې نه یوازې دا چې د سیاست له صحنې ایستل شوي، بلکې له ګواښ او تاوتریخوالي سره مخ دي.

افغان سیاست‌واله شکریه بارکزۍ وايي، په دې بیان کې د افغان ښځو مهمې غوښتنې مطرح شوي دي: "طالبان باید خپل بین‌المللي تعهدات پوره کړي. سربېره پردې چې نجونو او ښځو ته د زد‌ه‌کړې او کار او مساوي حقونو زمینه برابره کړي، باید له تبعیض او تاوتریخوالي لاس‌ واخلي. دوی باید خپلو هغو ژمنو ته چې په افغانستان سیاسي فعالین، مدني ټولنو، خبریالان، قاضیان او څارنوالانو او نورو ته باید لازم او مناسب امنیتي شرایط برابر کړي."

افغان سیاست‌واله شکریه بارکزۍ وايي، طالبان باید خپل بین‌المللي تعهدات پوره کړي.
افغان سیاست‌واله شکریه بارکزۍ وايي، طالبان باید خپل بین‌المللي تعهدات پوره کړي.

خو طالبان بیا ډاډ ورکوي چې د هېڅ افغان ژوند له ګواښ سره مخ نه دی او د دوی ټول حقونه خوند دي.

د جي شل له غونډې وړاندې د طالبانو د حکومت له‌خوا ملګرو ملتونو ته د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي شوي سهیل شاهین هم ویلي، د جي شل سرمشریزه کې له افغانستان سره شوې مرستې دې عملي شي.

د نوموړي اشاره د پاسه یو میلیارډ ډالرو ته ده چې د اکټوبر په ۱۲مه نېټه د جي شل بېړنۍ غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو په بشري برخه کې له افغانستان سره اعلان کړه.

خو د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت له دې غونډې ځینې نورې هیلې او غوښتنې هم لري.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "هیله دا ده چې له افغانانو سره د همکارۍ په برخه کې ګامونه پورته شي. د افغانستان د اقتصادي وضعیت او همدارنګه د افغانانو د کنګل شوېو پیسو په راخلاصېدو کې همکاري وکړي. همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو برخه "

طالبان داسې مهال د خپل حکومت لپاره رسمیت غواړي چې دا هڅې یې په سیمه کې هم روانې دي.

ترکمنستان چې د افغانستان تر ټولو ښه ګاونډی شمېرل کېږي د بهرنیو چارو وزیر یې له یوه پلاوي نن سهار کابل ته راغی.

د طالبانو سرپرست حکومت وايي، په دې دوه ورځني سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کارونو پیل، کرنې، ښوونې او روزنې او نورو موضوعاتو په اړه بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG