د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو حکومت ټول‌شموله نه‌دی او ورته اندېښمن یو


د طالبانو د نوي اعلان شوي حکومت د رئیس‌الوزرا ملا عبدالغني برادر په شمول د دوی د کابینې ځیني غړي
د طالبانو د نوي اعلان شوي حکومت د رئیس‌الوزرا ملا عبدالغني برادر په شمول د دوی د کابینې ځیني غړي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري پر نوي رامنځته شوي سرپرست حکومت نیوکې کړي او په وینا یې دا کابینه د افغانستان استازیتوب نه‌کوي او نه هم ټول‌شموله ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یو خبري کنفرانس کې ویلي، دا په حقیقت کې هغه څه نه منعکس کوي چې نړیوالې ټولنې یې تمه لرله.

نوموړي همدارنګه د دې ډلې له‌خوا د جوړې شوې کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلی پرایس زیاتوي: "د سرپرست حکومت په اړه زموږ غبرګون تاسو اورېدلی چې موږ د شمولیت نشتوالي، د ځینو کسانو د مخینې په اړه چې دا مهال په دغه کابینه کې شامل دي اندېښمن یو. دا په حقیقت کې د متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه پوره کوي."

خو هغه زیاتوي چې امریکا به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

په ورته مهال، سعودي عربستان بیا هیله ښودلې چې د طالبانو په مشرۍ د سرپرست حکومت راتګ به له دغه جنګ ځپلي هېواد سره مرسته وکړي چې "ثبات" تأمین او تاوتریخوالی او افراطیت له‌‍منځه ولاړ شي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود پرته له دې چې د حکومتدارۍ لپاره د طالبانو د چلند په اړه جزئیات ورکړي ویلي چې سعودي عربستان به د افغانانو د انتخاب ملاتړ وکړي.

افغان طالبانو د سې شنبې پر ورځ د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې د غړو په ګډون ۳۳ تنه نوي چارواکي اعلان کړل.

خو د نوې کابینې مشر ملا محمد حسن اخوند په خپله د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دی.‌

همداراز د طالبانو له‌خوا د کورنیو چارو لپاره معرفی شوی سرپرست وزیر د حقاني شبکې مشر سراج‌الدین حقاني، اېف‌بي‌ای ته د مطلوبو کسانو په لېست کې شامل دی.‌

سراج‌الدین حقاني، اېف‌بي‌ای ته د مطلوبو کسانو په لېست کې شامل دی.
سراج‌الدین حقاني، اېف‌بي‌ای ته د مطلوبو کسانو په لېست کې شامل دی.

د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر له ګڼو نیوکو سره مخ شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د کابینې لېست‌یې لیدلی او پام‌یې دی چې ټول غړي یې طالبان او یا هم دې ډلې ته نږدې کسان دي.

د امریکا حکومت همداراز د طالبانو په کابینه کې د ښځو نشتوالي ته هم اشاره کړې ده.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس یو ځل بیا ټینګار ګړی چې د طالبانو خبرو ته نه،‌ بلکې د دوی عمل ته په کتو به‌یې په اړه قضاوت کېږي.

ښاغلی پرایس وايي: "د افغانستان راتلونکي حکومت سره زموږ اړیکې به د هغو د ځوابونو پر بنسټ وي، که چېرې د افغانستان حکومت زموږ او د نړیوالې ټولنې کلیدي او مهمو پوښتنو ته ځواب ورکړي."

طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړه.

که څه هم طالب چارواکو د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې بیا بیا ژمنه کړې وه چې یو ټول‌شموله حکومت به جوړوي، خو په هغه لېست کې چې سې شنبه د طالبانو له‌خوا اعلان شو،‌ د نوي حکومت ټول غړي یې پخواني طالب چاواکي او یا هم دې ډلې ته نږدې کسان دي.

همداراز د ښځو چارو وزارت هم د طالبانو په حکومت کې نه‌شته او کابینه کومه بله ښځینه غړې هم نه‌لري.

خو د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یو غړي بلال کریمي تر دې مخکي ازادي راډیو ته ویلي چې کابینه لا بشپړه نه‌ده جوړه شوې او ډېری وزارتونه او معینیتونه لا نه‌دي اعلان شوي.

د ده په وینا چې د بشپړې کابینې جوړېدو ته باید انتظار ووېستل شي او ټولو هغو کسانو ته به ونډه ورکړل شي چې ځان محروم حسابوي.

XS
SM
MD
LG