د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

افغانستان

د طالبانو په اعلان شوې کابینه کې کوم کسان غړیتوب لري؟

کابل کې د طالبانو بیرغونه او د دغې ډلې د مشر، مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست انځورونه
کابل کې د طالبانو بیرغونه او د دغې ډلې د مشر، مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست انځورونه

طالبانو د کابل له نیولو څه باندې ۲۰ ورځې وروسته خپله کابینه اعلان کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د اوس لپاره ټول د وزارتونو او ادارو د سرپرستانو په توګه اعلان شوي دي.

ښاغلي مجاهد په ټوله کې د ۳۳ وزارتونو او ادارو لپاره د سرپرستانو نومونه اعلان کړل.

د طالبانو د کابینې مشرتابه غړي

  • ملا محمد حسن اخند - د ریاست‌الوزرا سرپرست
  • ملا عبدالغني برادر – د ریاست‌الوزرا لومړی مرستیال
  • ملا عبدالسلام حنفي – د ریاست‌الوزرا دوهم مرستیال

دفاعي او امنیتي چارې

  • ملا محمد یعقوب مجاهد – د دفاع وزارت سرپرست
  • ملا سراج‌الدین حقاني – د کورنیو چارو وزارت سرپرست
  • قاری فصیح‌الدین – لوی درستیز
  • ملا عبدالحق وثیق – د استخباراتو عمومي ریاست سرپرست
  • ملا تاج ‌میر جواد – د استخباراتو عمومي ریاست لومړی مرستیال
  • ملا رحمت‌الله نجیب – د استخباراتو عمومي ریاست اداري مرستیال
  • مولوي نور جلال – د کورنیو چارو وزارت مرستیال
  • ملا محمد فاضل اخند – د دفاع وزارت مرستیال
  • ملا عبدالحق – له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال

بهرنۍ چارې

  • مولوي امیر خان متقي – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست
  • شېر محمد عباس ستانکزی – د بهرنیو چارو وزارت مرستیال

د اقتصاد او پراختیا چارې

  • ملا هدایت‌الله بدري – د مالیې وزارت سرپرست
  • قاري دین محمد حنیف – د اقتصاد وزارت سرپرست
  • حاجي محمد ادریس – د افغانستان بانک سرپرست
  • ملا محمد یونس اخندزاده – د کلیو پراختیا وزارت سرپرست
  • ملا عبدالمنان عمري – د ټولګټو وزارت سرپرست
  • حاجي ملا محمد عیسی اخند – د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست
  • ملا حمید الله اخندزاده – د هوايي چلن او ټرانسپورت وزارت سرپرست
  • ملا عبداللطیف منصور – د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست
  • مولوی نجیب‌الله حقاني – د مخابراتو وزارت سرپرست

ټولنیزې چارې

  • مولوي نورالله منیر – د پوهنې وزارت سرپرست
  • ملا خیرالله خیرخواه – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست
  • مولوي نور محمد ثاقب – د حج او اوقافو وزارت سرپرست
  • ملا نورالله نوري – د سرحدونو او قبایلو وزارت سرپرست
  • شېخ محمد خالد – د دعوت او ارشاد، امربالمعروف او نهی له منکر وزارت سرپرست
  • مولوي عبدالباقي حقاني – د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست
  • ذبیح‌الله مجاهد – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال
  • مولوي عبدالحکیم شرعي – د عدلیې وزارت سرپرست
  • حاجي خلیل‌الرحمان حقاني – د کډوالو وزارت سرپرست

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بلوچستان اعلی وزیر په تېرو دوو ورځو کې د لسګونه وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي

یکشنبې د فبروري لومړۍ نېټه- د بلوچستان په مرکز کوټه کې امنیتي ځواکونو د تیارسئ په حال کې
یکشنبې د فبروري لومړۍ نېټه- د بلوچستان په مرکز کوټه کې امنیتي ځواکونو د تیارسئ په حال کې

د بلوچستان اعلی وزير میر سرفراز بګټي ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو په تېرو نژدې دوو ورځو کې د دې ایالت په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو او جګړو پر مهال ۱۴۵مشکوک وسله وال وژلي دي.

ښاغلي بګټي نن په کوټه کې خبریالانو ته وويل، په تېرو ۴۰ ساعتونو کې له وسله والو سره په نښتو کې ۱۷ امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.

د هغه په وینا پرون شنبې په وسله والو حملو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی. بګټي زیاته کړه چې په ګوادر کې د یوې کورنۍ پنځه مېرمنې او درې ماشومان چې ټول د خضدار سیمې اوسېدونکي بلوڅان وو، وژل شوي دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تمپ او ګوادر سیمو کې له وسله والو حملو وروسته چې پړه یې بلوڅ بېلتونپالو ومنله، د پاکستان پوځ پرون وویل چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۹۲ تنه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګې وویل چې د وسله والو په حملو کې ۱۸ ولسي وګړي او ۱۵ پوځیان وژل شوي دي.

طالبان: د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره په ګده د قاچاقبرانو مخنیوی کوو

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ یوه سرحدي سیمه چې د مخدروموادو قاچاقبران کار ترې اخلي.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ یوه سرحدي سیمه چې د مخدروموادو قاچاقبران کار ترې اخلي.

د طالبانو حکومت، د ګډو ګټو د امنیتي تړون له هغې پرېکړې وروسته چې غواړي د تاجکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي ویلي چې ځواکونه یې د تاجکستان له ځواکونو سره په ګډه د ناآرامیو مخنیوی کوي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل چې د مخدرو موادو قاچاقبران کله ناکله هڅه کوي چې له دې لارې د خپلو ګټو لپاره کار واخلي خو ښاغلي مجاهد وویل افغانستان هڅه کوي چې د تاجکستان له ځواکونو سره په ګډه د دې قاچاقبرانو مخه ونیسي.

روسي رسنیو پرون د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر طلعت بیګ مسادیکوف له قوله راپور ورکړ چې وايي تاجکستان ته د وسلو د سپارلو لست چمتو کوي خو دا موضوع تر اوسه نه ده روښانه شوې چې تاجکستان ته به دا وسلې څه وخت سپارل کیږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو په ختلان ولایت کې د مخدرو موادو له شکمنو قاچاقبرانو سره د نښتې خبر ورکړ. په دې نښته کې د تاجکستان د سرچینو په وینا ۳ وسله وال ووژل شول او ۲ نور افغانستان ته وتښتېدل.

له دې مخکې په ګډ سرحد کې د نورو ناامنیو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

افغانستان او ایران نن د اسیا جام په فوټسال کې سره مخ دي

د افغانستان د فوټسال د ملي ټيم د لوبغاړو یو انځور
د افغانستان د فوټسال د ملي ټيم د لوبغاړو یو انځور

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن مازیګر له ایران سره مخ کېږي.

دا د اندونیزیا په کوربه توب د فوټسال د اسیايي جام په ګروپي دور کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.

افغانستان دمګړۍ د ډي ګروپ په سر کې ځای لري ځکه خپلې دواړه لومړۍ لوبې یې ګټلي.

په اولنۍ لوبه کې یې درې پر صفر سعودي عربستان مات کړی او په دویمه لوبه کې یې اوه پر صفر مالیزیا له مخې لرې کړې ده.

ایران هم خپله لومړۍ لوبه ۴ پر ۱ له مالیزیا او دویمه لوبه ۲ پر صفر له سعودي عربستان ګټلې.

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مشر روزونکی مجید مرتضايي چې په خپله هم د ایران دی ویلي دا وار به د افغانستان د ملي ټیم د بریا لپاره هڅه کوي ځکه وروستی وار افغانستان او ایران د اسلامي پیوستون په لوبو کې خپله مسابقه مساوي کړې وه.

یاده دې وي چې افغانستان واردمخه د اسیايي جام د فوټسال حذفي پړاو یا اتو غوره لوبډلو ته وتلی دی او د ایران په وړاندې بریا یا ماته به په راتلونکي پړاو کوم خاص تاثیر ونه لري خو یواځې به د ګروپ د سر ټیم معلومیږي.

د لویو لارو د خلاصون هڅې؛ ګڼو ولایتونو کې لا هم د درنو واورو او بارانونو اټکل شوی

د سالنګ د خلاصون یو انځور
د سالنګ د خلاصون یو انځور

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو کې یې یو شمېر لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستي دي.

د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس شنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه ویلي چې دغو ولایتونو کې یو شمېر لارې د واورې د ورېدو او د توپان له امله موقتاً تړل شوې وې.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د فبروري تر څلورمې پورې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل شوی. واردمخه په اکثرو سیمو کې لارې بندې دي.

یوه هم د سالنګونو لویه لار ده چې پلازمینه له شمال سره نښلوي.

دا لار په وقفه يي توګه پرانیستي وي خو هره شېبه یې د بیا بندېدو امکان شته ځکه سالنګونو کې د واورې د ورېدو اټکل شوی او هوا تر منفي پنځلسو پورې سړه ده.

د ټولګټو وزارت ویاند ښاغلي حقشناس له موټر چلوونکي غوښتي چې په واروینو او صعب العبورو لارو د سفر پر مهال ګرمې جامې، خوراکي توکي، اړین روغنیات او د موټرو لپاره ځنځیر یا چېن ولري.

حج کې د افغانستان ۳۰زره ونډې؛ د حج مصارف هم ۱۵زره افغانۍ کم شوي

د حج د مراسمو یو انځور - بیت الله شریف
د حج د مراسمو یو انځور - بیت الله شریف

د راتلونکي ۱۴۰۵ کال د حج لپاره افغانستان ته د دېرشو زرو کسانو ونډه ورکړل شوې ده.
دا خبره د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب د شنبې په ورځ کابل کې یوه خبري کنفرانس ته کړې ده.
د ښاغلي ثاقب په خبره سږ کال به هر افغان زیارت کوونکی ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ فیس ورکوي چې دا اندازه پیسې د تېرې دورې په مقایسه څه باندې ۱۵ نیم زره افغانۍ کمې دي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال لپاره واردمخه له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي.

تمه ده د حج مراسم په څه کم څلورو نورو میاشتو کې ترسره شي.

د ګډو ګټو امنیتي تړون له تاجکستان سره پوځي مرسته کوي

د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله
د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله

د ګډو ګټو امنیتي تړون وایي، د تاجکستان-افغانستان د پولي پر اوږدو د وسله والو نښتو د زیاتیدو له امله به د تاجکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو تجهیزاتو او وسلو سمبال کړي.

دا پریکړه وروسته تر دې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو د ختلان په ولایت کې د مخدره موادو له شکمنو قاچاق وړونکو سره نښته وکړه. د دې نښتې په ترڅ کې د تاجکستان د سرچینو په وینا درې وسله وال وژل شوي او نور د افغانستان لور ته تښتیدلي دي.

د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر تالات بیګ مسادیکوف په وینا روسي رسنیو نن راپور ورکړ چې تاجکستان ته د وسلو د ورسپارلو لست چمتو کوي، خو تر اوسه دا موضوع نه ده روښانه شوې چې کله به دا وسلې تاجکستان ته سپارل کیږي.

روسیه، بلاروس، قزاقستان، قزغزستان او تاجکستان د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړي دي.

په دوو ورځو کې د افغانستان د دوو سفارتونو د بندیدو اعلان

په جاپان کې د افغانستان سفارت
په جاپان کې د افغانستان سفارت

په توکیو کې د افغانستان سفارت سر له ننه بند شو.

په جاپان کې د جمهوري نظام د وخت سفیر شیدا محمد ابدالي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې په خواشینۍ له توکیو روان دی. بل لور ته پرون د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کانبیرا کې به د افغانستان سفارت د جنون په میاشت کې وتړل شي.

سیګار اداره سر له ننه منحل شوه

جان سوپکو، د سیګار ادارې مشر
جان سوپکو، د سیګار ادارې مشر

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د سرمفتش اداره( سیګار) سر له ننه د یوې خپلواکې ادارې په توګه منحل شوه.

دا اداره چې په دوه زره اتم کال کې د متحد ایالتونو د کانګرس له خوا جوړه شوې وه هدف یې په افغانستان کې په پوځي، پرمختیایي او بشري پروګرامونو کې د امریکا د لګول شویو میلیارډونو ډالرو پلټنه او تفتیش و.

سیګار خپل وروستی راپور تیره میاشت خپور کړ او په هغه کې یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې له دوه زره دوهمه تر دوه زره یو ویشتم کلونو پورې د متحد ایالتونو کانګرس شاوخوا یوسل او څلروڅلویښت اعشاریه اووه میلیارډه ډالر د افغانستان بیارغونې ته ځانګړې کړي و.

دې ادارې د خپل کار په مودې کې د ضایع شویو پیسو، درغلیو او ناوړه ګټې اخیستنې مهمې پېښې مستندې کړې، او اټکل یې کړی چې لسګونه ملیارد ډالر له لاسه تللي یا په ناسم ډول مدیریت شوي دي.

د سیګار د ادارې مشر جان سوپکو په ایکسپاڼه کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې ده چې د دې ادارې د نژدې اوولس کلن فعالیت پرمهال یې له دوی سره همکاري کړې ده.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د آیرلنډ په ماتولو سره د نړیوال جام نیم پایلوبې ته ووته

فیصل شینوزاده له ایرلنډ سره د لوبې پرمهال
فیصل شینوزاده له ایرلنډ سره د لوبې پرمهال

له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کې افغان لوبډلې د آیرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیم پایلوبې ته ووته.

په پرونۍ لوبه کې چې د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره شوه، افغانستان په ۵۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۳۱۵ منډې وکړې.

فیصل شینوزاده په ۱۴۲ بالونو د ۱۶۳ منډو په جوړولو سره د افغان لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه، خو سیالې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۴۱ اوورونو کې له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې یوازې ۱۲۴ منډې یې جوړې کړې وې.

د انګلنډ لوبډله هم د نوي زیلانډ له ماتولو وروسته د نولس کلنو د نړیوال جام نیم پایلوبې ته ووته. د یکشنبې په ورځ د هند او پاکستان له سیالۍ وروسته به مالومه شي چې په دوی کې کوم یو نیم پایلوبې ته وتلای شي.

د نورو مخکښو لوبډلو د لوبو مهالوېش به وروسته اعلان شي.

ګوتیریش د ملګروملتونو د مالي بحران په اړه د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش (آرشیف)
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش (آرشیف)

د ملګروملتونو سرمنشي وايي چې دا سازمان په نژدې راتلونکي کې له مالي پلوه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ملګروملتونو غړو هېوادونو ته په یوه لیک کې دا خبرداری ورکړی دی.

که څه هم ښاغلي ګوتېریش له دې مخکې هم د م. م د نغدو پیسو د بحران په اړه خبرې کړي خو دا ځلې یې په بېساري شدت سره په دې اړه خبرداری ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې متحدوایالتونو چې د م. م اصلي مالي مرستندوی دی، د ملګروملتونو له ځینو ادارو سره مالي مرستې کمې کړي او د دې سازمان عادي بودیجې ته یې د خپلې ونډې له ورکولو ډډه کړې ده.

ګوتیریش په هغه لیک کې چې د جون په ۲۸مه یې استولی دی، ویلي چې د م. م مالي بحران په زیاتېدو دی، د پروګرامونو په تطبیق کې له ستونزو سره مخ دی او له مالي پلوه د له منځه تللو خطر ورسره مل دی. د هغه په وینا په نژدې راتلونکي کې ښايي وضعیت تردې نور خراب شي.

د ملګروملتونو اړوندې ادارې چې په افغانستان کې اړو خلکو ته د بشري مرستو اصلي تمویلوونکې دي، په وروستیو کلونو کې د خپلو بودیجو د کمېدو له کبله، بیا بیا اندېښنه ښودلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG