د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

نورستان کې کسبګر 'باریان': پخوا توپیري چلند راسره کېده، اوس ښه یو


ارشیف، یو تن ترکاڼ، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، یو تن ترکاڼ، عکس تزئیني بڼه لري

نورستان کې کسبګرو ته باریان ویل کېږي او د نورستانیانو په طبقاتي ژوند کې پخوا باریان له ټولو د ټيټ مقام خاوندان وو.

په خیر خیرات او واده کې د باریانو خپل ځای او خوراک معلوم و او خلکو به ورسره سم چلند نه کولو، خو اوس دغه توپیري چلند تر ډېره راکم شوی دی .

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د نجارانو کلي اوسیدونکی ۴۰ کلن محمد ظاهر چې دروازې جوړوي وايي، لاسونه به د دوی تڼاکې و، شپه او ورځ به دوی کارونه کول، خو په خپلو لاسونو د جوړو شوېو شیانو په بدل کې مزد او ګټه يې له چا نه شوه اخېستلی.

د ده په خبره د دوی تولیدات به پخوا د کلي مشر یا د شریفې کورنۍ مشرانو خپل حق ګڼلو.د هغه په خبره چې تل به له دې لامله رټل کېدل چې کسبګر دي .

ارشیف، یو تن افغان ترکاڼ
ارشیف، یو تن افغان ترکاڼ

ژوند يې سخت او له کړاونو ډک و، خو اوس د توپیري چلند کمېدو سره يې یو څه د ارامۍ ساه اخېستې ده: "افغانستان ته چې ایتلافي ځواکونه راغلل، عصري ژوند خلکو ولیدو، کابل او نورو لویو ښارونو ته لاړل، له هغې وروسته خلک کسبګرو ته په درنه سترګه ګوري او د پخوا په شان ډېر توپیري چلند نه کوي."

په نورستان کې دغه چلند ترکاڼانو، نایانو، پښانو، جامو اوبدونکو یا جولاګانو او نورو کسبګرو سره کېدل.

د دوی په خبره هغه مهال ډېرو کسانو چې د کلي او د سېمې پرېښودو وس یي کېده له خپلو ځایونو راوتلي او په لویو ښارونو کې مېشت شوي او څوک چې بې وسه و، هغوی هم د همداسې چلند ښکار وو.

کسبګرو سره د نورستانیانو د توپیري چلند کېسې یوازې په شفاهي ډول نه دي راپاتې بلکې په کتابونو کې هم ثبت شوي دي .

نورستانی لیکوال سمیع الله تازه په خپل کتاب 'ریشه هاي تاریخي نورستان' کې لیکلي چې کله نورستانیانو اسلام نه و منلی، نو هغه مهال د کسبګرو ژوند ډېر تریخ او له ستونزو ډک وو.

د هغه په خبره باریانو به چې څه جوړول، نو په بدل کې يې له چا څه نه شوی اخېستلی او هغه ټول د مالک مال وو.

په یاد کتاب کې دا هم راغلي چې باریان به د غلامانو په څېر پلورل کېدل، د پلور او پېر مېلې به يې جوړېدې، خو کله چې نورستانیانو اسلام قبول کړ، نو په دغه طبقه یو ډول اسانۍ راغله، خو لاهم ورسره توپيري چلند نه دی ختم شوی.

یو شمېر کسان وايي، داسې کسان شته چې بې کسبه او بې روزګاره ګرځي کسبګر او غیر کسبګر ته يې د سوال لاسونه نیولي وي، خو بیا هم نورو پسې خندا او ټوکې کوي.

د نورستان قومي مشر او د یاد ولایت له هر دود او دستور خبر انجینر محمد عیسی وحدت ازادي راډیو ته وویل: "په نورستان کې خلک په دوه برخو ویشل شوي وو، ساهو یا اشراف و او بله يې کسبګر یا باریان و چې اشراف به د کلیو لوړو برخو او کسبګر به د کليو لاندینو برخو کې اوسېدل. کسبګرو سره شریفو خلکو خپلوي نه کوله او باریانو سره خپلوي کول ورته عار ښکارېده. همدا راز ورته د څارویو د ساتلو اجازه نه ورکوله، شریفو کورنیو به د باریانو ځوانان د خپلو کارونو ترسره کولو لپاره استخدامول حتی عسکري ته يې هم دوي لېږل."

د نورستان د مرکز پارون یوه څنډه
د نورستان د مرکز پارون یوه څنډه

ښاغلي وحدت وویل، د نورستان لاسي صنعت د همدې کسبګرو په مټو ژوندی ساتل شوی، خو بیا هم خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري: "په نورستان کې حجاري، نجاري، کورونو جوړول، اهنګرۍ، له وړیو او وځغنو نه د څادرونو، ټوکرانو او ګېلمانو جوړول او اوبدل د دوی کار دی، خو خلک لا اوس هم ورته په سپکه سترګه ګوري."

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولین وايي، کسبګر دي چې د نورستان دودونه او لرغوني شیان يې لا هم ژوندي ساتلي دي، دوی هڅې پیل کړي چې باریانو یا کسبګرو سره توپېرېز چلند په بشپړ ډول له منځه یوسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالحق خالقیار ازادي راډیو ته وویل: "په نورستان کې کسبګرو ته لکه نجاران، نایان او اهنګران دي چې ورته باریان وايي، ولسونه ورته د حقارت په سترګه ګوري. پخوا دا کچه بېخې ډېره وه، خو له نېکه مرغه اوس یو څه راکمه شوې ده، خو لا هم شته دی. د نورستان اطلاعاتو او کلتور ریاست یو مشورتي بورډ هم جوړ کړی دی. په دې برخه کې کمپاینونه کوي، څو کسبګرو ته د حقارت او توپيري چلند روحیه له منځه یوسو."

پر نورستان سربېره د هېواد په نورو سیمو کې هم د کسبګرو کار روزګار او ورسره د خلکو چلند تر ډېره ښه نه دی.

خو ښکاره خبره دا ده چې له دغو کسبګرو پرته د ټولنې جوړښت نیمګړی دی او د خلکو د ژوند ریښې هم پر همدې کسبونو پورې تړلی.

XS
SM
MD
LG