د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

د مور نړیواله ورځ؛ دا ورځ ولې او څنګه د مور لپاره ځانګړې شوه؟


ارشیف
ارشیف

د مور د ورځې نمانځلو دود تر لرغوني یونان او روم پورې رسېږي. په شپاړسمه پېړۍ کې په انګلینډ کې یو دود رامنځته شو چې د یکشنبې په ورځ به خلکو خپلې مور ته کېک پخاوه او د هغې لیدو ته به ورتلل.

په امریکا کې د مور ورځ د مې میاشتې به دوهمه یکشنبه(د مې ۹مه) وي او دا ورځ د امریکا د فلاډیلفیا ایالت د فعالې انا جارویس په هڅو رسمي شوه.

انا جارويس په ۱۹۰۵ میلادي کال کې کله چې د دې مور مړه شوه، د ټولو میندو د هڅو او قربانیانو نمانځلو لپاره د مور د ورځې لپاره کمپاین پیل کړ.

لومړی ځل دا ورځ په ۱۹۰۸ میلادي کې ونمانځل شوه،کله چې جاروېس د خپلې مور د تلین په مناسبت یوه غونډه جوړه کړه.

جاروېس له دې وروسته هلې ځلې پیل کړې چې دا ورځ په رسمي توګه د مور د ورځې په نوم ومنل شي.

په ۱۹۱۴ میلادي کال کې د امریکا ولسمشر ووډرو وېلسن د مور ورځ په رسمیت وپېژندله او د مې میاشتې ۹مه يې ورته وټاکله.

دا ورځ د میندو زیار او فعالیت نمانځلو ته ځانګړې شوه.

د ماشوم زېږول، لویول او تربیه کول هېڅ اسانه کار نه دی، خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې چې د مې په نهمه نېټه خپور شوی، په ۲۱مه پېړۍ کې اوس هم موروالی د مرګ د سزا په مانا کېدای شي.

د مې ۲مه د مور نړیواله ورځ؛ دا ورځ ولې او څنګه د مور لپاره ځانګړې شوه؟
د مې ۲مه د مور نړیواله ورځ؛ دا ورځ ولې او څنګه د مور لپاره ځانګړې شوه؟

د راپور له مخې هره ورځ په نړۍ کې ۸۳۰ ښځې له امیندوارۍ او زېږون سره تړلو داسې لاملونو له کبله مړې کېږي چې مخه یې نیول کیدای شي.

په داسې حال کې چې له زېږون سره تړلې ۹۹فیصده مړینې په پرمختیايي هېوادونو کې کېږي، په پرمختللو هېوادونو کې هم وضعیت دومره ښه نه دی.

ملګري ملتونه په راپور کې لیکي چې د بېلګې په توګه په امریکا کې له امیندوارې سره تړلي مړینې مخ پر زیاتېدو دي او هرکال په دې هېواد کې ۷۰۰ ښځې له امیندوارې او زېږون سره تړاو لرونکو ستونزو له کبله مړې کېږي.

ملګروملتونو د مور د ورځې په مناسبت د اولادونو په پوهنه کې د مېندو رول ته اشاره کړې ده.

راپور وايي چې مېندې د بې وزلۍ له کړۍ څخه د خپلو کوچنیانو د ایستلو لپاره د هغوی د پوهنې او لیک لوست لپاره هر ډول هلې ځلې کوي.

په دې برخه کې د کامریون یوې اوسېدونکې ډوروتي بېلګه ورکړل شوې چې د خپلې لورد زده کړو لپاره د سهار له اوو بجو د ماښام تر پنځو بجو پر سړک په کراچۍ کې ټیلیفونونه، چاکلیټونه او ژاولي پلوري.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې دې خبرې ته هم اشاره کړې ده چې موروالی ډېری وختونه د ښځو لپاره په وظیفه کې د پرمختګ مخې ته هم خنډ کېږي.

راپور یادونه کوي چې په نړۍ کې د نارینه وو د هر ډالر پرتله ښځې یوازې ۷۷ سینټه ګټي. کله چې ښځې مېندې شي، د ښځو او نارینه وو د اقتصاد او فرصت واټن نور هم زیات شي.

ارقام ښيي چې ښځې د نارینه وو پرتله لږ تر لږه دوه نیم ساعته زیات پرته له مزده کار کوي
ارقام ښيي چې ښځې د نارینه وو پرتله لږ تر لږه دوه نیم ساعته زیات پرته له مزده کار کوي

ملګرو ملتونو د مور د نړیوالې ورځې په مناسبت په دې راپور کې یادونه کړې چې د ماشومانو ساتنه او روزنه، پاککاري، پخلی او د کور نور داسې کارونه ډېری وختونه د ښځو پر اوږو وي خو هغوی د دې کار په بدل کې پيسې نه ګټي.

ارقام ښيي چې ښځې د نارینه وو پرتله لږ تر لږه دوه نیم ساعته زیات پرته له مزده کار کوي، خو دا کار نه دنده ګڼل کېږي او نه هم ارزښت ورکول کېږي.

راپور وايي، په داسې حال کې چې مېندې ټول وخت د ماشومانو پر لویولو او پاملرنه تېروي، د پيسو په بدل کې د وظیفې، امتیازاتو او تقاعدي فرصتونه له لاسه ورکوي او نه هم رخصتي لري.

ملګري ملتونو د راپور په پای کې اشاره کوي چې د ښځو د حقونو په برخه کې که څه هم ښه قوانین او موافقې شته، خو د دغو لاسته راوړنو تر لاسه کولو لپاره ښځو ډېرې هڅې کړي دي. په دې برخه کې راپور د نیوزیلنډ بېلګه یاده کړې.

دا لومړی خپلواک هېواد و چې په ۱۸۹۳میلادي کال کې يې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړ او دا کار هم د یوې مور، کېټ شیپرډ د هلو ځلو نتیجه وه.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG