د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۷

ایراني‌­الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري راتکلیف له ۵ کلن بند وروسته خوشې شوه


نازنین زاغري راتکلیف
نازنین زاغري راتکلیف

ایراني‌­الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري راتکلیف پرون یکشنبه له زندانه خوشې شوه.

د تهران له ایوین زندانه د یوه خیریه بنسټ د کارکوونکې د خوشې کېدلو موضوع پرون یکشنبه خبر جوړوونکې شوه.

هغې د ټامسن روېټرز خیریه بنسټ ته کار کاوه چې په ۲۰۱۶م کال کې له بریتانیا ایران ته د تګ پر مهال د تهران په هوايي ډګر کې ونیول شوه.

نازنین زاغري راتکلیف پنځه کاله په زندان کې تېر کړل، خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې تر خوشې کېدو وروسته له ایرانه د وتلو اجازه لري که نه.

د ټامسن روېټرز خیریه بنسټ اجرائیه مشر انتونیو زاپولا پرون یکشنبه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، له نازنین زاغري راتکلیف سره‌یې د ټیلیفون له لارې خبرې کړي چې روحیه‌یې ښه وه.

هغه وايي: "هغه ډېره خوشحاله وه. له هغه وخته چې زنداني شوې د هغې غږ مې داسې نه‌و اورېدلی. هغې راته وویل چې احساس‌یې غیر معمولي دی. د واټس‌اپ په پیغام کې یې د زړه نښه راولېږله او له شک پرته چې ښه روحیه‌یې وه."

ایراني کې له زنداني کېدو مخکې نازنین زاغري او د هغې کورنۍ
ایراني کې له زنداني کېدو مخکې نازنین زاغري او د هغې کورنۍ

مېرمن نازنین زاغري راتکلیف چې اوس د ۴۲ کلونو ده، د بریتانیا تابعیت هم لري.

هغې چې کلونه کلونه‌یې د ټامسن روېټرز خیریه بنسټ د پروژو د مدیرې په توګه کار کړی، په ۲۰۱۶م کال کې د خپلو خپلوانو د لیدلو لپاره ایران ته لاړه چې د تهران په هوايي ډګر کې ونیول شوه.

نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا راپور ورکړی، ایراني‌­الاصله نازنین زاغري راتکلیف چې د بریتانیا تابعیت هم لري، باید راروانه شنبه یو وار بیا محکمې ته حاضره شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې مېرمن نازنین باید سم د لاسه خوشې او په بریتانیا کې خپلې کورنۍ ته ستنه شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب

ایراني چارواکو تور لګولی چې مېرمن نازنین د ایران د رژیم د نسکورولو هڅه کوله، خو مېرمن نازنین دا ادعا رد کړې ده.

د نازنین زاغري راتکلیف مېړه ریچارد راتکلیف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي که د ایران حکومت نورې پلمې ونه‌کړي مېرمن‌یې باید د مارچ پر اوومه د پنځو کلونو بند له تېرولو وروسته خوشې کېدلای.

تر دې مخکې د بریتانیا دولت خبرداری ورکړی و، که نازنین زاغري راتکلیف بیا محکومه یا زندان ته واچول شي، له ایران سره به پر خپلو اړیکو بیاکتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG