ایران دا راپورونه رد کړل چې ګواکې په دې هېواد کې زنداني ایراني الاصله بشري مرستندویه کارکونکې به ژر خوشې شي.
د نازنین زاغري خاوند رات کلیف رسنیو ته ویلي وو چې د ده د مېرمنې قضیه د ژر خوشې کېدونکو زندانیانو په لېست کې شامله شوې ده.
د ایران د حکومت د قضايي قوې یوه لوړ رتبه چارواکي پرون دا راپورونه رد کړل چې د بشري مرستو زنداني کارکونکې ایراني الاصله نازنین زاغري رات کلیف به ژر له بنده خوشې شي.
ایران مېرمن زاغري د حکومت د پرزولو په دسیسه کې د لاس لرولو او پروپاګند په تورونو په پنځه کاله بند محکومه کړې ده.
۳۸ کلنه نازنین زاغري چې د ۲۰۱۶مېلادي کال په اپرېل میاشت کې له خپلې کوچنۍ لور سره یو ځای له ایران څخه د کتنې پر مهال ونیول شوه، پر ځان لګېدلې تورونه رد کړي دي.
تر دې مخکې د نازنین زاغري خاوند ریچرډ رات کلیف د هغې د مدافع وکیل په حواله ویلي وو چې د مېرمن قضیه يې د ژر خوشې کېدونکو په لېست کې شامله شوې ده.
د تهران محکمې د تېر کال په سیپټمبر میاشت کې مېرمن زاغري مجرمه وپېژندله او په پنځه کاله بند يې محکومه کړه.
د تهران د عدلي ادارې مشر غلام حسین اسماعیل پرون وویل نازنین زاغري دوې دوسیې لري چې په یوه کې په پنځه کاله بند محکومه شوې ده او بله دوسیه يې لا محکمې ته نه ده استول شوې.
نوموړي وویل مېرمن زاغري تر هغې نشي خوشې کېدای تر څو چې د پروپاګند او حکومت ضد تبلیغاتو په قضیه کې محاکمه نشي.
غلام حسین اسماعیل وویل هر کله چې محکمه د مېرمن زاغري د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا به اعلان او یا هم د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې خبر ورکړل شي.
نازنین زاغري د بې بي سې د نړیوال بشري بنسټ پخوانۍ کارکونکې ده او د تر نیول کېدو مخکې يې له تامسن رویټرز سازمان سره دنده درلوده.
دې سازمان او د زاغري کورنۍ ویلي ایران ته د نازنین زاغري سفر د خپلې مور د لیدلو لپاره و او دا کتنه د هغې له مسلک او رسمي چارو سره هیڅ تړاو نه لري.