د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۰

ایراني الاصلې بریتانوۍ نازنین زاغري رادتکلف بیا غذايي اعتصاب کړی


ایراني الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري رادتکلف له خپلې لور سره
ایراني الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري رادتکلف له خپلې لور سره

ایراني الاصلې بریتانوۍ ښځې نازنین زاغري رادتکلف چې د ایران په ایون زندان کې بند تېروي، بیا غذايي اعتصاب کړی دی.

مېرمن راتکلف د خپل توقیف پر ضد دا کار کړی دی.

نازنین زاغري راتکلف څلوېښت کلنه ده.

د هغې مېړه رېچرد راتکلف پرون د جون په پنځلسمه وویل چې هغې د خپلې لور د پنځمې کلیزې په ورځ له خوړو لاس نیولی دی.

هغه به یوازې اوبه څښي.

رېچرد راتکلف ویلي چې هغې د ایران قضا ته خبر ورکړی چې بیا اعتصاب کوي، خواړه به نه کوي او په دې ډول غواړي چې د خپل غیر منصفانه توقیف پر ضد اعتراض څرګند کړي.

رېچرد ویلي چې دی به هم په لندن کې د ایران د سفارت د ودانۍ مخې ته کېني او روژه به ونیسي.

هغه په لندن کې د روېټرز خبري اژانس ته وویل: نه پوهېږو چې تر کومه به دا وار اعتصاب دوام وکړي، ما هغې ته وویل چې که ته د نه خوړلو اعتصاب کوې، دا وار زه هم دا کار کوم.

نازنین زاغري راتکلف په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ایران کې ونیول شوه.

هغه له خپلې ماشومې لور سره د کورنۍ د ليدو لپاره ایران ته تللې وه.

خو مخکې تر دې چې الوتکې ته پورته شي، ونیول شوه.

د نازنین زاغري راتکلف لور ګبرېلا په ایران کې د خپل نیکه په کور کې ده.

نازنین زاغري راتکلف په ایران کې د رژیم د سقوط لپاره په دسیسه کې د لاس درلودلو په تور نیول شوې وه ده.

هغه په پنځه کاله بند محکومه شوه.

هغې پر ځان لګېدلي تورونه ټول رد کړي دي.

نازنین زاغري راتکلف خیریه کار کاوه او د تامسن روېټرز له ادارې سره ماموره وه.

هغې په جنورۍ کې هم د نه خوراک اعتصاب کړی و.

د بریتانیې حکومت د مې په میاشت کې ټولو هغو بریتانویانو ته چې د ایران تابعیت لري، خبر ورکړ چې ایران ته له سفره ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او یو شمېر غربي دولتونو ترمنځ کړکېچ په وروستیو کې زیات شوی دی.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس اېسنا ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په تهران کې د بریتانیې سفیر ور غوښتی و.

لندن پر تهران تور پورې کړی چې د عمان په خلیج کې د تېلو د لېږدولو لپاره پر بېړیو په حمله کې لاس لري.

حمله د جون په دیارلسمه وشوه.

روېټرز خبري اژانس د اېسنا په حواله ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا تور بې اساسه بللی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ایران تورن کړی چې د عمان په خلیج کې د حملې تر شا دی.

XS
SM
MD
LG