افغاني غالۍ د افغانستان له نوم وتو لاسي صنایعو څخه دي چې تل یې د ښه کیفیت لرلو په خاطر نړېوال شهرت موندلی.
افغاني غالیو چې پخوا یي نړېوالو بازارونو کې ښه پلور درلود، اوس د هېواد شمال کې یې اوبدونکي وايي چې دغه صنعت له ماتې سره مخ دی.
په بلخ ولایت کې سلګونه ښځې په انفرادي او ټولیز ډول په بېلابېلو کارخونو کې افغاني غالۍ اوبدي.
دغه ښځې هره میاشت د خپل کار په بدل کې یوازې تر ۱۲۰۰ افغانیو تنخوا ترلاسه کوي.
د ۴۳ کلنې ګلمان د غالۍ اوبدنې یوه کارخونه د مزارشریف ختیځ لورته په ۳۵ کیلومترۍ کې د کمپ سخي په سیمه کې پرته ده.
دا کارخونه نه دروازې لري او نه کړکۍ خو پکې کابو ۵۰ مېرمنې په غالۍ اوبدلو بوختې دي.
د ډېر ستونزمن کار له امله د ګلمان دواړو لاسونو تڼاکې دي وايي، د نورو کارګرو په څېر یې خپل درې ماشومان کور پرېښي او د بې وزلۍ له امله هره ورځ سهار له اتو تر ماښام ۴ بجو پورې دلته کار کوي.
ګلمان وويل: "غالۍ اوبدم او کور کې له وزګاریه دا ښه کار دی. کار ستونزمن دی، خو زه پیسې نه لرم، مجبوره یم څو دلته په کمو پیسو کار وکړم."
هغه وايي، دغه کارخونه کې هره ښځه د میاشتې تر درېیو مترو غالۍ اوبدي او د هر متر په بدل کې یوازې ۴۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
۲۱ کلنه ثریا د دغې کارخونې یوه بله غالۍ اوبدونکې ده، وايي چې د کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې یې له پلار سره د مرستې په خاطر ښوونځی پرېښی:
اغلې ثریا ازادي راډیو ته وویل: "دغه ځای کې کارکولو زه ناروغه کړم. ښوونځي ته هم نه ځم او د خپل کار په بدل کې سمه تنخوا هم نه ترلاسه کوم."
سره له دې چې بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې سلګونه ښځې د ګلمان او ثریا په څېر د سختیو په ګاللو سره هڅه کوي چې افغاني غالۍ تولید کړي، خو افغان سوداګر وايي چې د کرونا ویروس پراختیا یې کاراوبار زیانمن کړی.
عبدالصبور حضرتي، بلخ کې د افغان بازار د غالۍ اوبدنې د شرکت اجرائیه مدیر دی، ازادي راډیو ته وايي چې پخوا یې د کال ۲۵۰ زره متره مربع غالۍ تولیدوله، خو اوس دا کچه ۵۰ سلنې ته راکمه شوې چې په وینا یې لامل همدا کرونا ویروس دی.
حضرتي زیاته کړه: "حکومت باید د غالۍ د اومه توکو په وارداتو ګمرکي تعرفه معاف کړي، څو تولید او بازار ته یې عرضه زیاته شي."
په بلخ کې د غالۍ اوبدنې ټولنه وايي چې هرکال ټول افغانستان کې په ټولیز ډول ۲ میلیونه متره مربع غالۍ اوبدله کېږي چې پنځوس سلنه یې بلخ او جوزجان ته مربوط کېږي.
د دغې ټولنې مشر، ستار بېکزاد ویلي چې هر کال لسګونه زره متره مربع افغاني غالۍ پاکستان ته قاچاقېږي او بیا د هغه هېواد په نښه نړېوالو بازارونو ته عرضه کېږي.
په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ادارې مشر، شېر احمد سپاهي زاده ویلي چې دا اداره په هڅه کې ده، څو د بلخ – اروپا هوايي دهلېز بیا فعاله کړي.
هغه وویل: "موږ پانګه والو ته د تولید او لېږد په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو په هڅه کې یو، څو بهر ته د غالۍ لېږد زیات شي. په تېرو څو میاشتو کې د کوویډ – ۱۹ له امله بهر ته د افغانستان سوداګریزو اړیکو ته زیان رسولی."
د سپاهي زاده په خبره چې غالۍ د افغانستان له مهمو لاسي صنایعو څخه دي چې پخوا یې هرکال ۲۰۰ میلیونه ډالر دغه هېواد ته عواید درلودل.
په همدې حال کې غالۍ اوبدونکې ثریا بیا وايي چې لکه دا، زرګونه نورې افغان ښځې د بې وزلۍ او مشقت په ګاللو سره هڅه کوي دا لرغونی صنعت ژوندی وساتي، خو اندېښمنه ده چې د دغو ښځو د لاسونو د تڼاکو له وچېدو مخکې د غالۍ صنعت له منځه ولاړ نهشي.