د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ ادارې راپور وايي، ایران غواړي درې غنچه يي پر مختللي سنټریفیوژونه په نطنز کې تر ځمکې لاندې نصب کړي او له دې کار سره به دغه هېواد د نړۍ له قدرتونو سره له لاسلیک کړې اټمي موافقې سرغړونه وکړي.
دا خبره رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د محرم راپور تر لیدو وروسته خپره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د انرژۍ ادارې په راپور کې راغلي چې په نطنز کې دا تر ځمکې لاندې اټمي بټۍ د پلازمېنې تهران په درې سوه کیلومترۍ کې موقعیت لري.
له موافقې سرغړونې به ډېر ژر له منځه یوسم که واشنګټن خپلې کړنې تغییر کړي.
د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د موافقې له مخې ایران په تر ځمکې لاندې اټمي بټۍ کې یوازې د لومړي نسل 'ای.ار.یو' سنټریفیوژونه نصبولای شي.
ایران په دې وروستیو کې په نطنز کې په 'ای.ار- ۲ اېم' ماشینونو کې د یورانیمو غني کول پیل کړل او غواړي دوه نور غنچه يي ماشینونه نصب کړي. دا خبره رويټرز خبري اژانس راپور کړې ده.
له دې سرغړونې سره به دا له نړۍ سره له اټمي موافقې د ایران څویمه سرغړونه وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې اعلان وکړ چې هېواد یې له ایران سره له اټمي موافقې وځي. وروسته امریکا پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه وضع کړل.
تهران ویلي چې له موافقې سرغړونې به ډېر ژر له منځه یوسي که واشنګټن خپلې کړنې تغییر کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو د جمعې په ورځ د ډسمبر په څلورمه نېټه پرته له شواهدو وړاندې کولو وویل چې ایران په ډېره بې قرارۍ سره ښيي چې د مذاکراتو مېز ته راتګ غواړي چې بندیزونه ورباندې کم شي.