د ایران د پارلمان غړو یوې لایحې ته رایه ورکړه چې د نهايي تصویب په صورت کې د ایران له اټمي تأسیساتو د ملګرو ملتونو تفتیش ځنډول کېږي.
د ایران پارلمان چې تندلاري وکیلان ورباندې ولکه لري، پرون سې شنبه دغې تازه لایحې ته رایه ورکړه.
له دې سره که د ۲۰۱۵م کال اټمي تړون پاتې لاسلیکوونکو بندیزونه کم نهکړای شي، د ایران د یورانیمو پخولو (غني کولو) چارې نورې هم چټکې کېږي.
دغې نوې لایحې ته په داسې حال کې رایه ورکول کېږي چې د ایران د یوه اټمي ساینسپوه محسن فخریزاده وژل کېدو ایراني چارواکي په غوسه کړي دي.
دغه اقدام ته د ایران د اټمي ساینسپوه محسن فخریزاده د وژنې د غچ اخیستو په سترګه کتل کېږي.
فخریزاده تېره جمعه تهران ته نږدې په یوه پوځي ډوله کمین کې ووژل شو چې کوم سازمان یا هېواد د دې وژنې مسؤلیت نهدی اخیستی.
د پارلمان ۲۵۱ وکیلانو پرون نوې لایحې ته په ګډه د رایې تر ورکولو وروسته مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل شعارونه ورکول، خو دغه لایحه اوس د مشرانو جرګې یا شورای نګهبان تصویب ته هم اړتیا لري.
د ایران د پارلمان د ولسي جرګې یا د اسلامي شورا د مجلس مشر محمد باقر قالیباف لایحې ته د رایې تر ورکولو وروسته وویل: "په حقیقت کې مجلس، د اسلامي ایران دښمنانو ته دا پیغام ورکړ چې یو طرفه لوبه نوره پای ته رسېدلې ده."
تر دغه انکشاف وروسته د ایران د دولت ویاند علي ربیعي خبرداری ورکړ چې دا اقدام به د ایران اټمي پالېسي بدله نهکړي، هغه دا پالېسي د ملي امنیت عالي شورا امتیاز وباله.
د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۸م کال کې له هغه اټمي تړون څخه چې تهران د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره لاسلیک کړی وتلی او پر ایرانیې بېرته بندیزونه لګولي دي.
په بدل کې ایران له خپلو هغو مکلفیتونو سرغړونه پیل کړې چې په اټمي تړون کې ورته مشخص شوي وو او د یورانیمو پخولیې هم چټک کړي دي.
خو بیا هم د ملګرو ملتونو څارونکو د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون د یوې برخې په توګه د ایران اټمي ساحې تفتیش کولې.
د تازه لایحې له مخې، که غربي قدرتونه بریتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه چې د اټمي تړون لاسلیکوونکي هم دي، ایران ته په یوه میاشت کې دننه بېرته نړیوالې بانکدارۍ او د تېلو مارکېټونو ته د لاسرسي امکان برابر نهکړي، د ایران حکومت به د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې د څارونکو تفتیش وځنډوي.