له شا او خوا څلورو ورځو تېرېدو وروسته لا هم د کندهار امنیتي چارواکو په مرموزه توګه د یوې وژل شوې ښځي وژونکي نه دي موندلي.
د یادې ښځي مړی د تېرې چهار شنبې په ورځ د کندهار ښار په عینو مېنه کې په داسې حال کې وموندل شو چې په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوې.
په عیني وخت کې د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه پېښه غندلې او په دې برخه کې یې د عدالت غوښتنه کړې.
صادق رښتینی له کندهاره راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: