د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

عبدالله عبدالله د ملې روغې جوړې عالي شورا له تشکیل سره مخالفت وښود


سپیدار
سپیدار

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د دې شورا جوړښت د ښاغلي عبدالله عبدالله صلاحیت دی او نه ښيي چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې د تشکیل په اړه فرمان صادر کړي.

د ارګ له‌خوا د روغې جوړې ملي شورا د غړیو د نوملړ د خپرېدو په دویمه ورځ دې شورا له خپور شوي نوملړ سره مخالفت وښود.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه لیکلي: "د دې شورا ایجاد د د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رئیس له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشرۍ د محترم مقام د فرمان ایجاب نه کوي."

په اعلامیه کې زیاته شوې: "د ملي روغې جوړې عالي شورا ترکیب باید جامع او ټول ګډونه اوسي او په دې برخه کې د هېواد له مختلفو سیاسي، مدني مشرانو او جریانونو سره مشورې پيل شوي او د وروستي کېدو په حال کې دي."

ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ماښام د ۴۶ کسانو نوملړ خپور کړ چې د ملي روغې جوړې شورا غړي دي.

په دې نوملړ کې د یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سربېره، د حکومت ځینې لوړ پوړي دولتي چارواکي هم شته.

خو ارګ بیا وايي، دا نوملړ د ښاغلي عبدالله عبدالله سره په مشوره جوړ شوی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، په نوملړ کې نه یوازې دا چې لاسوهنه نه ده شوې، بلکې له ډېرو پراخو سلا مشورو په ځانګړي ډول له ښاغلي عبدالله سره له ډېرو بحثونو وروسته، اعلان شوی دی.

صدیقي صدیقي
صدیقي صدیقي

هغه زیاته کړه: "د لاسوهنې یا هم پټولو موضوع زموږ له انده منتفي ده، د افغانستان حکومتي چارې په مشوره مخته ځي، دا مشورې به د دې لپاره چې موږ سولې ته ورسېږو، روانې وي. "

ارګ په ورته وخت له هغو سیاسیونو چې د روغې جوړې ملي شورا کې یې له ګډون انکار کړی، په ځانګړي ډول له مخکیني ولسمشر حامد کرزي غواړي د سولې په روان بهیر کې له حکومت سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې چې حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار او صلاح الدین رباني پرون د روغې جوړې ملي شورا له غړیتوب انکار وکړ.

که څه هم د دې شورا د تشکیل په اړه یوه موضوع د شورا له غړیو سره مشوره نه کول یاد شوي، خو محمد محقق چې د دې شورا غړیتوب لري، دا خبره ردوي او وايي، حکومت په دې اړه له ټولو لوریو سره خبرې کړي دي.

خو ښاغلی محقق هم وايي، دوی د شورا په تشکیل ملاحظات لري.

محمد محقق
محمد محقق

هغه وویل: "موږ سره یې په اړه خبرې شوې وې، په اصل کې پرې کومه خبره نه لرو، خو د شورا د تشکیل په اړه ملاحظات لرو چې غواړو خبرو له لارې حل شي، ولې په مذاکراتو کې ګډون کوو."

د روغې جوړې ملي شورا په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان حکومت د طالب بندیانو د ازادۍ په اړه هم له هغو هېوادونو سره چې په دې اړه یې اندېښنه ښودلې، خبرې پیل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یو شمېر هېوادونو اندېښنو ته ځواب ورکړل شوی، خو لا هم بحثونه روان دي.

XS
SM
MD
LG