د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

له درې کلن تعقیب وروسته پخوانی امنیتي چارواکی 'زمری پیکان' ونیول شو


زمری پیکان
زمری پیکان

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو د امن او عامه نظم پخوانی قومندان زمری پیکان د ملي امنیت له لوري نیول شوی.

نوموړی درې کاله وړاندې د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عدليي او قضايي مرکز لخوا په یوه غیابي محاکمه کې له دندنې د ناوړه استفادې په جرم په اتو کلونو او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړی و، خو نوموړی تراوسه پټ و.

بلاخره له درې کلن تعقیب وروسته د پولیسو د امن او عامه نظم پخوانی قومندان زمری پیکان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شو.

د ملي امنیت یو باوري سرچینې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې زمری پیکان نن سهار په کابل کې نیول شوی او دا مهال ترې څېړنې کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم ازادي راډيو ته د هغه نیول تائید کړل، خو په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه.

طارق ارین
طارق ارین

زمری پیکان د ۱۳۹۶ لمریز کال د قوس د میاشتې په ۱۲ د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عدليي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې د هغه په غیاب کې له دندنې نه د ناوړه استفادې په جرم په اتو کلونو او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړی و.

سره له دې چې هغه مهال زمری پیکان په دې تورن و چې د کابل د یوه اوسېدونکي «سهراب نظامي» په وژنه کې یې خپل زوی ته امکانات برابر کړي، خو محکمې ښاغلی پیکان په دغه قضیه کې بې‌ ګناه وپېژنده.

محکمې هغه وخت د زمري پیکان د زوی مختار او د هغه د شریکاڼو د قانوني تعقیب حکم صادر کړی و.

د عدليي او قضايي مرکز د محکمې له پریکړې وروسته هم زمری پیکان نه و چمتو چې ځان امنیتي بنسټونو ته تسلیم کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني، شاه خوا ۹ میاشتې وړاندې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په کلنۍ ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ته سپارښتنه کړې وه چې د زمري پیکان د نیولو حکم په جدي توګه عملي کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني ویلي و، د پیکان نه‌ نیول کېدو د افغانستان سیاسي اراده او شهرت تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر د زمري پیکان نیول کېدل ښه اقدام بولي، خو نیوکه کوي، چې دا کار باید درې کاله وړاندې شوی وای.

ښاغلی فقیر وايي، پر خپل وخت د زمري پيکان نه نیول کېدل د امنیتي ادارو کمزورتیا ده.

هغه زیاته کړه: "په اداره کې فوق العاده ضعف موجود دی، د دولت هغه قوانین چې باید عملي شي تراوسه هم په بشپړ ډول نه دي عملي شوي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د زمري پیکان د کورنۍ له غړو سره هم خبرې وکړو خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

د امن او عامه نظم پولیس په ۱۳۸۸ کال کې له انتحاري حملو او سړک غاړې ماین اېښودو د مخنیوي لپاره رامنځ ته شوي او زمری پيکان یې په ۱۳۹۵ کال کې مشر و.

له دې وړاندې افغان ولسمشر په کورنیو چارو وزارت باندې نیوکې کړې وې، چې په دغه وزارت کې پراخ فساد موجود دی، خو د کورنیو چارو وزارت نوې مشرتابه وايي، چې د فساد د مخنیوي او دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې اقدامات شوي دي.

XS
SM
MD
LG