د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د ننګرهار هوايي ډګر د جوړېدو قرارداد د مطالعې له بشپړېدو مخکې ورکړل شوی


 ګمبیري دښته
ګمبیري دښته

په ګمبیري دښته کې د ننګرهار هوايي ډګر د جوړېدو پروژه د تخنیکي مطالعې له بشپړېدو وړاندې په قرارداد ورکړل شوې.

یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، له قرارداد وړاندې باید د امکان سنجۍ"فیزیبلیټي سټدي" پروسه تکمیل شوې وای، خو داسې و نه شول او لومړنۍ رغنیزې چارې پیل شوې.

د ننګرهار ملکي هوايي ډګر چې په ګمبیري دښته کې جوړېږي او د بنسټ ډبره یې د روان کال د چنګاښ میاشتې په شلمه کېښودل شوه، د امکان سنجۍ"فیزیبلیټي سټدي" مطالعاتو له بشپړېدو وړاندې یې د لومړۍ برخې د رغونې قرارداد ورکړل شوی دی.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "لومړی باید د امکان سنجۍ مطالعات بشپړ شوی وای او بیا رغنیزې چارې پیل شوې وای، خو مخکې له دې چې دا کار وشي، د رغونې د لومړۍ برخې قرارداد لاس‌لیک شو."

"فیزیبلیټي سټدي" هغه پروسه ده چې معلوموي، دا سیمه د هوايي ډګر لپاره مناسبه ده او که نه.

د ملکي هوايي ډګر چلند اداره مني چې په ګمبیري کې د جوړېدونکي هوايي ډګر د امکان سنجۍ ټول مطالعات نه دي بشپړ شوي، خو وايي، ټیکنیټال ایټالوي شرکت چې د امکان سنجۍ مسئولیت په غاړه لري، ډاډ ورکړی چې دا سیمه د هوايي ډګر لپاره مناسبه ده.

د دې ادارې رئیس محمد قاسم وفايي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، سیمه کې هېڅ داسې اندېښنه نه‌شته چې د هوايي ډګر جوړېدو کارونه له خنډ سره مخ کړي.

محمد قاسم وفایي زاده
محمد قاسم وفایي زاده

هغه زیاته کړه: "تر اوسه امکان سنجي له خپلو ټولو جزیاتو سره چې د ډېزاین بشپړېدو ته هم زمینه برابروي، نه ده شوې، خو د سیمې د ټاکنې لپاره ټول مطالعات شوي دي."

د ملکي هوايي چلند ادارې د رئیس له قوله، ټیکنیټال ایټالوي شرکت د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د دې پروژې د امکان سنجۍ مطالعات پیل کړي دي.

موږ هڅه وکړه چې له یاد شرکت څخه د دې مطالعاتو په اړه مرکه وکړو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه شوو.

بل‌خوا د سیمې خلک بیا وايي، د هوايي ډګر د پروژې له پرانستې وروسته څو ورځې وروسته، نه یوازې دا چې پیل شوي کارونه په ټپه ولاړ دي، بلکې د هوايي ډګر لپاره د مشخصې شوي ځمکې څخه ۴ زره جریبه وړاندې دا پروژه لېږدول شوې ده.

د ننګرهار اوسېدونکي عبدالرحمان معاون وویل: "کار په دویمه ورځ بند شو، ما پر خپل فیسبوک هم ولیکل چې کار بند دی، خو د والي مرستیال وویل چې خلک هسې اوازې کوي، ولې کار له دویمې ورځې را پدېخوا بند دی."

دغه راز د دې ولایت بل اوسېدونکی ملک عبدالرحمن وايي: "یوه اندازه کار شوی دی، خو له اختر وروسته، هیڅ کار نه دی شوی. "

د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس محمد قاسم وفايي‌زاده هم مني چې د ننګرهار د نوي جوړېدونکي هوايي ډګر رغنیز چارې ولاړې دي او هم د یو شمېر ستونزو له کبله د پروژې محل ته تغیر ورکړل شوی دی.

هغه وايي: "دلته موږ دوه ستونزې درلودې، لومړی یو شمېر خلکو مخالفت وکړ او د پروژې چارې وځنډېدې، دویم دا چې ویل کېدل د اوبه رسونې یو ملي پروګرام چې نږدې ۳۱ زره هکټاره ځمکه خړوبوي، دا میدان یې ۶۰۰ هکټاره ځمکه نیسي، له همدې کبله د اوبو ملي اداره داسې مهال چې وړاندې ورسره مشوره شوې وه، راغلل او د میدان د اوسني ځای د بدلون غوښتنه یې وکړه."

د ننګرهار د هوایي ډګر د ودانولو د تړون لومړۍ برخه، د احاطې دیوال، فینس او امنیت برجونو جوړولو په ګډون د ۷۹،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د افغان ګلوبل اپریشن شرکت ته قرار داد ورکړل شوی.

پر دې هوايي ډګر ۴۶ میلیون ډالر لګښت راځي او چارواکي وايي، د درې کلونو په موده کې به بشپړ ورغېږي.

یوه نیوکه دا هم ده چې دا هوايي ډګر په داسې سیمه کې جوړېږي چې له وړاندې ورته د اوبو لېږدونې پلان جوړ شوی، څو خړوبه شي.

XS
SM
MD
LG