د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

فرانسه: د اوکراینۍ الوتکې تورې بکسې په اړه څېړنه راتلونکې اوونۍ پلېږي


د ایراني ځواکونو له لوري د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې توربه بکسه
د ایراني ځواکونو له لوري د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې توربه بکسه

د فرانسې د هوايي پېښو د تحقیقاتو اداره وايي، د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې د توربکس په اړه به تخنیکي کار راتلونکې اوونۍ په فرانسه کې پیل شي.

د اوکراین د نړیوال هوايي پرواز ۷۵۲ د پيلوټ د خونې معلومات او غږونه وروسته له هغه د نړیوالو تر منځ د بحثونو موضوع شوه چې د جنورۍ میاشتې په اتمه نېټه د ایران هوايي دفاعي ځواکونو یاده اوکراینۍ الوتکه وویشتله او ټول ۱۷۶ مسافر یې ووژل.

د اوکراین پلازمینې کییف ته روانه الوتکه له تهران هوايي ډګره له پورته کېدو يو څو شيبې وروسته وویشتل شوه.

ایران ژر د دې پېښې مسئولیت ونه مانه خو څو ورځې وروسته ایران ومنله چې دا یوه تېروتنه وه.

د دې پېښې په وخت کې د ایران امنیتي او دفاعي ځواکونه د تیار سۍ په حالت کې وو.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران وسله والو ځواکونو په عراق کې د امریکا پر نظامي اډه هوايي حمله وکړه.

د ایران له لوري د ویشتل شوې الوتکې ټوټې
د ایران له لوري د ویشتل شوې الوتکې ټوټې

ایران دا حمله د هغې پېښې په غبرګون کې کړې وه چې په کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي حمله کې بغداد ښار ته نیږدې په یوه هوايي اډه کې د ایران د قدس ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني ووژل شو.

ایران د جون په دوه ویشتمه نېټه وویل چې د الوتکې تور بکسونه به په راتلونکو څو ورځو کې فرانسې ته ولېږي.

د فرانسې د هوايي پېښو د تحقیقاتو اداره د نړۍ له مخکښو ادارو ګڼل کېږي چې د پروازونو معلومات مطالعه کولای شي.

دې ادارې د جمعې په ورځ د جون په شپږویشتمه نېټه پر ټويټر پاڼه ولیکل چې ایران ورڅخه تخنیکي مرسته غوښتې ده چې د بويینګ ۷۳۷ معلومات ډاونلوډ او ترمیم کړي.

د کاناډا د ټرانسپورټ د خوندیتوب ادارې ویلي چې د توربکس د ډاونلوډ په برخه کې د ګډون لپاره به یو تحقیقاتي ټيم فرانسې ته ولېږي.

تمه کېږي په دغه تور بکس کې به د الوتکې تر لوېدو څو شیبې مخکې معلومات ثبت شوي وي.

د دې پېښې په ۱۷۶ قربانیانو کې ۸۲ ایرانيان او ۶۳ کاناډایان وو چې ډېری یې ایراني الاصله وو.

XS
SM
MD
LG