د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

ایران د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس چا ته نه‌ورکوي


په ایران کې د ویشتل شوې ایرانۍ الوتکې توره ډبه.
په ایران کې د ویشتل شوې ایرانۍ الوتکې توره ډبه.

ایراني چارواکو ویلي چې هلته د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې توره ډبه تخریب شوې او دا چې د ایران حکومت به‌یې بل هېواد ته د معلوماتو د څېړنې لپاره ونه‌سپاري.

دا خبره پرون د فبرورۍ په ۲۰مه د ایران دولتي رسنیو د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر، محمد جواد ظریف او د هغه هېواد د دفاع وزیر، امیر حاتمي په حواله خپره کړې ده.

د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې یوه مسافر وړونکې الوتکه د جنورۍ په ۸مه نېټه د تهران له نړیواله هوايي ډګره تر الوتو لنډه شېبه وروسته، د ایران له‌خوا وویشتل شوه.

په ایران کې د ویشتل شوې ایرانۍ الوتکې توره ډبه.
په ایران کې د ویشتل شوې ایرانۍ الوتکې توره ډبه.

په پېښه کې ۱۷۶ کسان ووژل شوو چې ۸۲ ایرانيان او ۶۳ د کاناډا اتباع و چې ډېری یې په خټه ایرانیان وو. په الوتکه کې د افغانستان، اوکراین، بریتانیا او ځیني نورو هېوادونو وګړي هم ووژل شوو.

د ایران پوځ تر پېښې څو ورځې وروسته ومنله چې سهواً یې الوتکه ویشتې وه.

اوکراین او د هغو هېوادونو چې وګړي یې په پېښه کې ووژل شوو، غوښتنه کړې چې د پېښې په اړه هر اړخیز او خپلواک تحقیق وشي.

د کاناډا صدراعظم جستن ټروډو تېره اوونۍ ویلي و چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف‌یې ټینګ کړی چې د اوکراینۍ الوتکې د ویشتل کېدو او سقوط په اړه باید هر اړخیزې او خپلواکې څېړنې وشي.

د کاناډا صدراعظم جستن تروډو د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د لیدو پر مهال.
د کاناډا صدراعظم جستن تروډو د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د لیدو پر مهال.

د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې د مسافر وړونکې الوتکې تر ویشتلو څلور ساعته مخکې، د ایران پوځ په عراق کې د امریکا پر پوځي اډه راکټي حمله کړې وه او د ایران پوځ ته بېړنی حالت اعلان شوی و.

د ایراني رسنیو په حواله، محمد جواد ظریف ویلي چې هغوی حق لري چې په خپله د الوتکې بلک باکس یا توره ډبه وڅېړي او د تورې ډبې د څېړنې په پروسه کې حضور ولري.

ظریف زیاته کړې چې ایران به قطعاً د الوتکې توره ډبه چې د پرواز په اړه ټول معلومات په‌کې ثبتېږي، د څېړنې او تحلیل لپاره بل چا ته ونه‌سپاري. خو هغه ویلي چې ایران له نورو هېوادونو سره په خبرو لګیا دی، په ځانګړي ډول له اوکراین سره پر دې خبرې کوي چې د پېښې په اړه څه ډول څېړنه وشي.

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي

د ایران دفاع وزیر، امیر حاتمي ویلي چې د پرواز د معلوماتو د ثبت ماشین ته ډېر زیان رسېدلی دی او د دفاع وزارت له کارپوهانو غوښتنه شوې چې د ماشین په رغولو کې همکاري وکړي.

حاتمي ویلي چې لومړی به بلک باکس ورغوي او تر هغه وروسته به‌یې د معلوماتو د څېړنې کار پیل شي.

XS
SM
MD
LG