د بشري حقونو د څار ډلې له ایران څخه وغوښتل د اوکراین د مسافروړونکې الوتکې د ویشتلو له عاملانو سره حساب وکړي او د هغو کسانو له محکومولو لاس واخلي چې پر دې پېښه یې اعتراض کړی وو.
ایران د جنورۍ په میاشت کې د اوکراین یوه الوتکه وویشته.
په دې پېښه کې تر یوسلو اویا زیات کسان ووژل شول او یو شمېر ایرانیانو د هغې په اعتراض کې مظاهرې وکړې.
د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ له ایران څخه وغوښتل چې د هغو خلکو له تعقیب او نیولو لاس واخلي چې د یوې ملکي الوتکې د ویشتلو په خاطر یې د ایران پر سپاه پاسداران سوله ییز اعتراض کړی وو.
د بشري حقونو دې ډلې ویلي، د اپریل له وروستیو ایراني محکمو د څو محصلانو او زده کوونکو په شمول ۱۳ تنو ته یوازې په دې خاطر د بند سزا ورکړې چې د جنورۍ په اتمه د اوکراین د ملکي الوتکې د ویشتل کېدو په اعتراض کې په سوله ییزه مظاهره کې ګډون کړی وو.
په دې پېښه کې ۱۷۶ تنه سپرلۍ او د الوتکې عمله ووژل شوه.
د ایران سپاه پاسداران په پیل کې د دې برید مسئولیت نه مانه خو ۳ ورځې وروسته یې اعتراف وکړ.
دې پېښې، چې په عراق کې د امریکايي پوځیانو د اډې لور ته د ایران د سپاه پاسداران د توغندو له ویشتل کېدو څو ساعته وروسته وشوه، په ایران کې د خلکو غصه وپاروله.
ایراني چارواکو ویلي چې د مظاهرو په تړاو ۳۰ تنه او د الوتکې د ویشتلو په تور نامعلوم شمېر کسان نیول شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د منځني ختیځ د برخې مرستیال ريیس مایکل پېج ویلي، ایراني چارواکي د الوتکې په ویشتلو کې له ملامتو کسانو سره د حساب کتاب کولو پر ځای د معمول په شان د تېر ایستلو لوبه تکراروي.
په دې وژونکې پېښې کې د لاس لرونکو په اړه د تحقیقاتو د تفصیل له څرګندولو ډډه کوي، قضايي چارواکي یې یوازې په دې بوخت دي چې هغه کسان محکوم کړي چې پر دې پېښه یې اعتراض کړی دی.
ایران ویلي چې د دې خونړۍ پېښې په اړه به څېړنې وکړي خو تراوسه پورې یې د خپلو تحقیقاتو په اړه هیڅ نه دي ویلي.
د پېښې د ځینو قربانیانو د کورنیو غړیو په دې اندېښنه ښودلې چې د کرونا ویروس خپرېدا عدالت ته د دوی د عزیزانو د قاتلانو راکاږل ځنډوي.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې ایران باید شفاف تحقیقات وکړي او له نړیوالو ادارو سره همکاري وکوي.