د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

تاجکستان: داعشیان د افغانستان له خاورې راوښتي


تاجکستان ویلي، د وسله‌والو ۲۰ کسیزه ډله د نومبر په درېیمه د افغانستان د کندز ولایت له قلعه زال ولسوالۍ د تاجکستان د قبادیانو ولسوالۍ ته ورتېر شوي وو.
تاجکستان ویلي، د وسله‌والو ۲۰ کسیزه ډله د نومبر په درېیمه د افغانستان د کندز ولایت له قلعه زال ولسوالۍ د تاجکستان د قبادیانو ولسوالۍ ته ورتېر شوي وو.

تاجکستاني چارواکو ادعا وکړه، د وسله‌والو یوه ډله چې له افغانستانه وراوښتې او په داعش پورې تړلې وه، د هغوی پر یوې سرحدي پوستې حمله کړې ده.

تاجکتستان دا ادعا ​پرون د نومبر په ۶مه چې د اساسي قانون ملي ورځ او عمومي رخصتي وه کړې ده.

په دغه هېواد کې ۲۵ کاله مخکې، اساسي قانون تصویب شو او امام علي رحمان د جمهور رئیس په توګه پر څوکۍ کېناست.

د حملې سیمه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ۶۰ کیلومترۍ کې د ازبکستان پولې ته ډېره نږدې ده.

د حملې هدف لا نه‌دی څرګند شوی او د تاجکستان امنیتي چارواکو هم ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي.

حملې بې له شکه چې په ازبکستان کې هم د چارواکو پام وراړولی دی. په دغه برید کې د تاجکستان دوه سرحدی ساتونکي هم وژل شوي دي.

د تاجکستان د سرحدي ګارد ځواک په مختصر بیان کې ویل شوي وو، حمله د وسله‌والو ۲۰ کسیزې ډلې کړې وه چې د نومبر په درېیمه د افغانستان د کندز ولایت له قلعه زال ولسوالۍ د تاجکستان د قبادیانو ولسوالۍ ته ورتېر شوي وو.

د راپورونو پر اساس، په دې ډله کې یوه ښځه هم وه او د حمله کوونکو له ډلې ۱۵ تنه وژل شوي دي. تاجکستاني چارواکو ویل چې پنځه تنه‌یې نیولي هم دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت پر وېب‌پاڼه د وژل شویو کسانو عکسونه هم خپاره شوي وو.

په هغو عسکونو کې لیدل کېدل چې د یوه مړي لاسونه په پلاستیکي ولچکونو تړلي وو، خو عکسونه وروسته د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت له وېب‌پاڼې حذف شول.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له هغوی سره څلور موټر هم وو او د رودکي په سیمه کې د عشق‌اباد سرحدي پوستې پورې په موټرو کې تللي وو.

د حملې سیمه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ۶۰ کیلومترۍ کې د ازبکستان پولې ته ډېره نږدې ده.
د حملې سیمه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ۶۰ کیلومترۍ کې د ازبکستان پولې ته ډېره نږدې ده.

تر اوسه داسې شواهد نه‌شته چې ثابته کړي چې وسله‌وال له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځي.

دا خبره هم مهمه ده چې د قلعه زال ولسوالي او په عمومي ډول د افغانستان شمال ختیځې سیمې چې د تاجکستان پولې ته نږدې دي، د داعش د وسله‌والو په لاس کې نه‌دي، بلکې هلته طالبان فعالیت لري.

د تاجکستان حکومت ازادو خبریالانو ته اجازه نه‌ده ورکړې چې د حملې سیمې ته ورشي او معلومات راغونډ کړي.

د افغانستان د کندز ولایت چارواکو هم په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د تاجکستان د حکومت له لوري ورکړل شوي معلومات خپلواکو سرچینو نه‌دي تأیید کړي.

زیات څارونکي شک لري چې حمله کوونکي د دې لپاره چې وسلې ترلاسه کړي، د تاجکستان پر یوې امنیتي پوستې حمله کوي، ځکه وسلې په افغانستان کې کمې نه‌دي .

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبرونو په مرکز کې د منځنۍ اسیا د چارو څېړونکی بروس پنېر لیکي، دا خبره مهمه ده چې په منځنۍ اسیا کې د یوې حملې پړه پر داعش وراچول شوې او ادعا شوې چې هغه کسان له افغانستانه ورغلي وو.

له ډېرو کلونو راهیسې په منځنۍ اسیا او له دې سیمې ورپورې د داسې وضعیت د پېښېدو اندېښنه موجوده وه.

په دې کې شک نه‌شته چې وروستۍ حملې چې د منځنۍ اسیا په جنوب کې یې د خطر زنګ وهلی، په کرملېن کې هم خلک ورته متوجې کړي دي.

په کرملېن کې چارواکو له ډېرې مودې راهیسې د داسې امکان خبرداری ورکاوه.

د روسیې چارواکو اټکل کړی چې د افغانستان په شمالي سیمو کې د داعش زرګونه وسله‌وال مېشت دي.

بروس پنېر لیکلي، که چېرې هغه معلومات چې په دې اړه د تاجکستان حکومت ورکړي، په کره شواهدو تأیید نه‌شي، دا معنی لري چې د منځنۍ اسیا، روسیې او چین حکومتونه باید د منځنۍ اسیا لپاره خپلې پالېسۍ د تشو ګواښونو له مخې نه، بلکې پر حقایقو بنا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د چارواکو غونډه وه او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه په‌کې خبرې وشوې.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي چین د تاجکستان له حکومت سره همکاري کړې چې د افغانستان پولې ته په نږدې پرتو سیمو کې چې غرنۍ هم دي، امنیتي تدابیر ټینګ کړي.

چین هم غواړي چې دا سیمه امن شي او له افغانستانه خپلې خاورې ته د وسله‌والو د ورتګ مخنیوی وکړي.

داعش د حملې مسئولیت نه‌دی اخیستی. د افغانستان حکومت تر اوسه پر دې مسئلې خبرې نه‌دي کړي.

XS
SM
MD
LG