د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په ټاکنو کې د ۱۲ زره تلاشي کوونکو ښځو امنیت د هغوی محارم ساتي


ارشیف، د ښځینه‌وو د رأی ورکولو یو مرکز کې یوه مېرمن د رأی اچونې پر مهال.
ارشیف، د ښځینه‌وو د رأی ورکولو یو مرکز کې یوه مېرمن د رأی اچونې پر مهال.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۲ زره ښځې له خپلو محرمو سره د تلاشۍ لپاره ګمارل کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دغه ښځې به په موقت ډول د ټول هېواد په کچه ګمارل کېږي، خو ۱۲ زره محرمان به‌یې بیا د دغو ښځو د خوندیتوب لپاره ورسره بوخت وي.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۰۴» ازادي راډيو ته وویل چې د ښځو دا شمېر د ښځو چارو وزارت له لوري ورپېژندل شوی دی.

ښاغلی سادات زیاتوي: "۱۲ زره ښځې او ۱۲ محرمان‌یې چې ټولټال ۲۴ زره کسان کېږي، دا د ښځو چارو وزارت له لوري معرفي شوي چې د ټاکنو په ورځ به د تلاشي کوونکو په توګه د ټاکنو له کمېسیون سره همکاري وکړي."

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح سادات
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح سادات

دغه کمېسیون وایي، هره هغه مېرمن چې د ټاکنو په پروسه کې د تلاشي کوونکې په توګه همکاري کوي امتیازات هم ورته په پام کې نیول شوي دي، خو دغه امتیازات د دوی د محرمانو لپاره نه‌دي.

له دې سره په دغه پروسه کې د رأی ورکولو د مرکزونو بندوالی او له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ کېدل هغه څه دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون‎یې اندېښمن کړی دی.

د دغه کمېسیون په خبره، دا مهال د امنیتي بنسټونو له لوري ورته یوازې د ۴۹۰۰ مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړل شوی دی.

تر دې وړاندې دغه کمېسیون امنیتي بنسټونو ته د ۷۳۷۳ مرکزونو وړاندیز کړی وو، خو د امنیتي بنسټونو له لوري ورته د ۵۳۷۳ مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړل شو چې دا شمېر هم بالاخره ۴۹۰۰ ته راښکته شو.

د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د ښځینه پولیسو د کموالي له امله اړ دي چې له ملکي ښځو په دې پروسه کې همکاري وغواړي.

دغه وزارت وایي، انتخاباتو ته په نږدې ورځو کې به د تلاشۍ او پلټنو لپاره ښځو ته روزنې ورکړل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تاسو پوهېږئ چې په ټول هېواد کې موږ درې نیم زره ښځینه پولیسې لرو، خو دا کفایت نه‌کوي، ځکه د دوی ترڅنک به د ولسي جرګې په انتخاباتو کې چې کومو ښځو د تلاشۍ په برخه تجربه درلوده، له هغوی به دا ځل هم ګټه اخیستل کېږي او دا کار د ښځو چارو وزارت په همغږۍ شوی دی."

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا د حکومت له دغه پرېکړې هرکلی کوي، خو وایي چې د تلاشۍ لپاره د ښځو له محرمانو دې هم د انتخاباتو په پروسه کې کار واخیستل شي، ترڅو دا پروسه خوندي او پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال د رأی ورکولو په مرکزونو کې د ښځو لپاره د تلاشۍ او اسانتیاوو له نشتوالي خلکو شکایتونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG