د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

محمد محقق د ثبات او همپالنې له ټاکنیز ټيم سره یوځای شو


محمد محقق
محمد محقق

محمد محقق د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې له ټاکنیز ټيم سره یوځای شو.

ټاکنې او سوله اوس هغه دوه مهم ټکي چې ټاکنیز ټيمونه په خپلو منځونو کې سره وېشي.

په تازه اقدام کې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم کې د محمد حنیف اتمر دوهم مرستیال محمد محقق له دې ټيمه جدا او د ثبات او همپالنې له ټیم سره یوځای شو.

ښاغلي محقق په کابل کې په همدې پار جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د سولې او اعتدال له ټيمه د جدا کېدو دلیل داسې وویل: تاسو په دې پوهېږئ چې موږ له دې وړاندې له ډېر یو قوي ټیم سره وو، په نامه د سولې او اعتدال، له هغه ټیم سره مې هم زیاتې هلې ځلې وکړې، خو داسې وخت راغی چې دوی سوله د انتخاباتو په نسبت لومړۍ وګڼله، موږ هم په دې اساس چې سوله مهمه ده، خو انتخابات هم مهم دي، له دې ټیم سره یوځای شو.

ښاغلي محقق همداشان پر جمهور رئيس چې هغه هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی، تندې نیوکې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د ټاکنیز ټیم برخلیک لا تر اوسه نه دی معلوم او یاد ټیم تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس محمد کریم خلیلي چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم یو له مهمو غړو څخه دی، هغه هم د اوسني حکومت پر بدلون ټينګار وکړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس محمد کریم خلیلي
د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس محمد کریم خلیلي

ده وویل: د هېواد شرایط بدلون ایجابوي، که په بازار کې ودرېږو او واورو، نو خلک نور له فعلي وضعیته تر ستوني راغلي دي، دغه بدلون باید د الهي سنت په رڼا کې د میزان په شپږمه رښتینی کړو.

ښاغلي خلیلي د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم ټول شموله یاد کړ او په نږدې راتلونکي کې یې د سترو غونډو خبره هم وکړه.

محمد محقق د سولې او اعتدال ټاکنیز ټيم څخه په داسې حال جدا کېږي چې له دې وړاندې د ۱۷ نوماندانو څخه یوازې درېیو یې د سولې پر وړاندې انتخاباتو ته لومړيتوب ورکړی و او پاتې ۱۴ یې سوله د انتخاباتو پروړاندې لومړیتوب ګڼي.

XS
SM
MD
LG