د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

دنیا: د سولې زیري ته د افغانانو بې صبرانه انتظار


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په قطر کې د اووم پړاو مذاکراتو او د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي په قطر کې اووم پړاو مذاکرات د افغان سولې لپاره برخلیک ټاکونکی دي.

د همدې ورځپانې په سرمقاله کې راغلي، که امریکا پر خپلو ژمنو ودرېږی، نو په همدې پړاو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي او طالبان به تضمین ورکړي چې افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي.

د لیکوال په باور د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان سره به اوربند هم اعلان شي، خو له حکومت سره د طالبانو د خبرو شرط به ونه منل شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي طالبان به غوره وګڼي چې له سیاست‌والو او سیاسي ګوندونو سره خبرو ته دوام ورکړي او د دې شونتیا هم شته چې طالبان له یو بې طرفه لنډ مهال حکومت سره خبرې ومني او په‌دې سره دا ستونزه هم حل شي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د سولې زیري ته د افغانانو بې صبرانه انتظار.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغانانو د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او له ټولو لوریو غواړي چې د افغانستان وضعیت په درک کولو سره د داسې روغې جوړې په لټه کې شي چې د دایمي ثبات عامل شي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې تمه ښودلې چې د قطر اووم پړاو مذاکرات به بین الافغاني خبرو ته مستقیمه زمینه برابره کړي.

  • هېواد

د بلې دولتي ورځپاڼې هېواد په سرمقاله کې راغلي، امریکا باید په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو ژمنې ترسره کړي، داسې هڅې چې وروستۍ لاسته راوړنې پر اوبو لاهو نه‌کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، باید په افغانستان معامله ونه شي، هرو مرو به بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي دا د ټولو افغانانو ستر ارمان دی.

کابل چاپ نورو ورځپاڼو بیا د ولسي جرګې د رئیس د ټاکل کېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، اوس چې د ولسي جرګې د رئیس ستونزه حل شوه نو لازمه ده چې د اداري پلاوي او کمېسیونونو لپاره انتخابات ترسره شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه کوي چې باید د ولسي جرګې غړي د اداري پلاوي په ټاکلو کې قومي او سمتي مسایل مطرح نه کړي که‌نه، نو له دې به هم زیات خلک د ولس په استازو بې باوره شي.

XS
SM
MD
LG