د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

روغتیا وزارت: ۶ میاشتو کې ۳۸۴۶ ټرافیکي پېښې شوي چې ۳۲۲ کسان‌یې وژلي


ارشیف، د کابل-لوګر پر لویې لارې شوې ټرافیکي پېښه. 13 May 2018
ارشیف، د کابل-لوګر پر لویې لارې شوې ټرافیکي پېښه. 13 May 2018

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي.

د دې وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکتر ماموسي زېور د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۰۵» د واټونو د خوندیتوب د نړیوالې ورځ لمانځ‌غونډې پر مهال وویل، د ټرافیکي پېښو له امله د تلفاتو شمېر د انتحاري حملو د تلفاتو په پرتله زیات دي.

نوموړې زیاته کړه، د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې په افغانستان کې ۳۸۴۶ ټرافیکي پېښې شوي چې ۳۲۲ کسان په‌کې مړه او ۱۹۴۱۹ نور ټپیان شوي دي: "د عامې روغتیا وزارت په یوازې توګه نه‌شي کولای په‌دې برخه کې کار وکړي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، کابل ښاروالۍ، ټرافیک او ټرانسپورت هم باید په‌دغه برخه کې همکاري وکړي، څو موږ ټول وکړای شو د خلکو د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د ټرافیکي پېښو د کمولو په برخه کې کار وکړو."

د ټرافیکي پېښو له امله د تلفاتو شمېر د انتحاري حملو د تلفاتو په پرتله زیات دی.

مېرمن زېور وایي، دغه وزارت د نورو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي چې د ټرافیکي قوانینو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو په جوړولو د ټرافیکي پېښو تلفات راکم کړي.

له دې سره د ټرافیکو ریاست وایي، له ټرافیکو د نه‌څارنې او کنټرول او د ټرافیکي قوانینو د نه‌پلي کېدو له امله په هېواد کې دغه‌شان پېښې زیاتې شوې دي.

د کابل د ټرافیکو ریاست د پېښو برخې امر عبدالطیف خیرخواه وویل، د ټرافیکو ریاست له لوري پروګرامونه او تګ‌لارې برابرېږي، خو نه پلي کېږي: "په ښارونو په ځانګړې توګه په کابل ښار کې او د لویو لارو په ټرافیکي جریان د څارنې او کنټرول نه‌لرل تر ټولو ستره نیمګړتیا ده."

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکتر محمد داوود الطاف چې په‌دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، د ټرافیکي قوانینو د پلي کېدو په برخه کې پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ.

عام خلک وایي، تر هغه چې قانون په ټولو یو شان پلی نه‌شي او متخلفینو ته سزا ورنه‌کړل شي د ټرافیکي پېښو شمېر نه‌یوازې کمېږي نه، بلکې زیاتېږي.

ارشیف، د کابل-کندهار پر لویې لارې شوې ټرافیکي پېښه. July 31 2018
ارشیف، د کابل-کندهار پر لویې لارې شوې ټرافیکي پېښه. July 31 2018

​نادیه چې په کابل ښار کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوې او اوس د دغه ښار په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې بستري ده، وایي، نن سهار هغه موټر چې دا او کورنۍ یې په‌کې وو له یو بل موټر سره ټکر وکړ چې له امله‌یې نوموړې ټپي شوه: "موږ په موټر کې وو چې د موټر ټولې ښیښې ماتې شوې، موټر نیم شو، بل موټر راغی له ده سره‌یې ټکر وکړ، ورور، مور او د ورور مېرمن مې په موټر کې وو چې ټول ټپیان شوو، لاس مې مات شو او ورور مې لا هم لیدلی نه‌دی چې په څه حال کې به وي."

د نادیې مور چې پر یو بل بستر تر درملنې لاندې وه وایي، د موټر چلوونکي د بې‌غورۍ له امله دغه پېښه رامنځته شوه.

تر دې وړاندې په راپورونو کې راغلي چې ټرافیکي پېښې د دغه هېواد د ښارونو په واټونو کې زیاتې شوي او دې مسئلې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د موټر چلولو پر مهال د موبایل کارول، د سړکونو خرابوالی، د محافظتي کمربند نه‌تړل، زیاد تېزوالی او د سړکونو تنګوالی د ټرافیکي پېښو عمده لاملونه دي.

همداراز د موټر چلولو د جواز غیر قانوني اخیستل، د موټر چلوونکو بې‌غوري او د موټر چلولو پر مهال د نشه‌یي توکو او الکولي مشروباتو کارول د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي نور لاملونه دي.

XS
SM
MD
LG