د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

نور احمد شهیم: پکتیا او خوست کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی


په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر رئیس ښاغلي نور احمد شهیم
په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر رئیس ښاغلي نور احمد شهیم

د سوېل ختیځ زون په دوو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ثبت شویو پېښو ارقام لوړ شوي دي.

په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر رئیس ښاغلي نور احمد شهیم د غبرګولي په شپږمه ازاديو ته وویل، د دې زون په دوو ولایتونو خوست او پکتیا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضایاو اړوند، د سږکال د لومړیو پنځو میاشتو او د تېر ۱۳۹۷ کال د لومړیو پنځو میاشتو سره پرتله شوي ارقام ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي چې د ده په خبره د اندېښنې وړ دي.

دی وايي:

"په ۱۳۹۷کال کې البته په پنځو میاشتو کې قضایاوې موږ سره ۱۳۲ قضیې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ثبت شوي چې د ۱۳۹۸ کال سره پرتله شي نو سږ کال ۲۲۵ قضیې موږ سره ثبت دي په همدې پنځو میاشتو کې چې تقریباً ۴۰ فیصده زیاتوالی ښيې چې زموږ لپاره قابل د تشویش مسئله ده."

شهیم وړاندې وایي، سره له دې چې د ارقامو زیاتوالی ورته د اندېښنې وړ دي، خو د کمېسیون او همکارو ادارو له کارونو راضي په‌دې دی چې د دوی د کار او زیار له امله نن خلک او په ځانګړي ډول زیانمنې ښځې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په اهمیت او د ترلاسه کولو پر لارو چارو پوهیدلي او په‌دې سنتي ټولنه کې دې ته حاضریږي چې خپلې قضیې له موږ او عدلیې او قضایي ارګانونو سره ثبت کړي.

په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر د ښځو د حقونو د پراختیا او ملاتړ څانګې مسؤلې اغلې زرمینه شمس ازادي راډیو ته وویل، پکتیا او خوست ولایتونو کې د ثبت شویو قضایاو ډېری برخه د کورنیو تاوتریخوالي او بې سرپرستۍ قضایاوې دي چې دوی سره ثبت دي:

"زیاتره بې سرپرستۍ قضیې موږ ته راځي، مثلاً مېړه یې د ډېر وخت لپاره په خارج کې ده او دا بې سرنوشته پاتې ده او یا مثلاً له ښځې سره واده شوی او څو ورځې یې ورسره تېرې کړي بیا یې خاوند خارج ته ځي. تقریباً د پروسږ کال او سږ کال د بې سرنوشتۍ قضیې موږ ډېرې لرو."

په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر د ښځو د حقونو د پراختیا او ملاتړ څانګې مسؤله اغلې زرمینه شمس
په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر د ښځو د حقونو د پراختیا او ملاتړ څانګې مسؤله اغلې زرمینه شمس

د پکتیا ولایت د ښځو چارو رئیسه اغلې نسرین اوریاخېل وایي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د ارقامو لوړېدل په‌دې مان نه‌دي چې ګواکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، بلکې په‌دې مانا دي چې په خلکو کې د ښځو د حقوقو په تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او اړونده ارګانونو ته د زیانمنو شویو ښځو او کورنیو لاس رسی ممکن شوی:

"دا چې خویندې موږ خپلې ستونزې را رسوي موږ دې ته د تاوتریخوالي د ډیريدو لامل نه وایو، ځکه اوس دوی عدالت ته لاس رسی پیدا کړی دی."

ازادي راډیو غوښتل چې د یوې یا د دو قضیو له اړوندانو سره وغږېږي، خو د یو لړ سیمه‌ییزو دودونو د محرومیت پر بنا ونه‌توانېده چې دې هدف ته ورسېږي.

د پکتیا ولایت د استیناف محاکمو رئیس قضاوت‌یار عطاالله فکري هم په‌دې نظر دی چې د پېښو کچه په ټوله کې راټيټه شوې، د پخوا په پرتله د خلکو اذهان روښانه شوي او اړونده ارګانونو ته یې لاس رسی زیات شوی.

دی وایي؛ په‌دې دودپاله ټولنه کې د خلکو پر اسلامي او عصري علومو د پوهېدو کچې د ټیټوالي له امله تر پرون پورې یو شمېر شرعي اعمال لکه طلاق او داسې نورو پلي کېدل هم په خلکو کې له شرم ډک عمل بلل کېده، خو د سږ کال په‌دې لومړیو میاشتو کې تر لسو پورې د طلاق قضیې چې د کورني تاوتریخوالي څخه سرچینه اخلي، ور وړل شوي او د دوی له‌خوا ورباندې اجراات شوي.

د پکتیا ولایت د استېناف محاکمو رئیس څرګندونې دا یقینې کوي چې اوس د دې سنتي او د دود او دستور په ګراداب کې راګېرې سیمې اوسیدونکي په ټولنه کې د نورو اقشارو د حقونو ترڅنګ د ښځو حقونو په اړوند له پخوا زیات پوهیدلي او د هرې ورځې په تېرېدو وضعي او شریعي قوانین پر ناسم دود او دستور بریا مومي.

بل‌خوا دا هم یقیني کوي چې د ښځینه‌وو د حقوقو د اعادې او تأمین د حامي مسؤلو ارګانونو تر څنګ عدلیي او قضایي ارګانونو ته د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځینو لاس رسی زیات شوی او همدا لامل دی چې د ښځينو د تاوتریخوالي قضایاو په ثبت شویو ارقامو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

راپور: اصیل ځاځی-پکتیا

XS
SM
MD
LG