د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې د حمله کوونکو د حملې له سیمې ۱۲ تنه نور د کاونټر پارټ کارکوونکي او عام خلک ژغورل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کاونټر پارت مؤسسې دوهم پوړ هم تصفیه شو او تصفیوي عملیات دوام لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې په کونټرپارټ موسسې د بریدکوونکو د له منځه وړلو عملیات دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې بریدګر په یوه څلور پوړیزې ودانۍ کې دي او د پولیسو ځانګړي ځواکونه یې د له منځه وړلو هڅې کوي.
ښاغلي رحیمي وویل چې تر اوسه پورې د کونټرپارټ خیریه موسسې اتیا کارکوونکي ژغورل شوي دي.
د ایمرجنسي روغتون چارواکو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې تراوسه پورې له دې بریده یوازې ۱۵ ټپیان یاد روغتون ته انتقال شوي دي.
امنیتي چارواکو ویلي چې برید په یوې چاودنې سره نن شل کمې دولس بجې پیل شو او بیا وروسته ډزې هم وشوې.
کونټرپارټ نړیوالې موسسې د کابل دفتر د افغانستان لویې څارنوالۍ ته نږدې موقعیت لري.
کونټرپارټ نړیواله موسسه د بشري حقونو، سولې او ګڼو نورو ټولنیزو برخو کې فعالیت لري.
وسلهوالو طالبانو پهدې موسسې د برید مسؤلیت په غاړه اخېستی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې ګڼو افغان پوځیانو ته یې مرګژوله اړولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي، له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر چې د کابل ښار شهرنو کې د پېښې په سیمه کې له حمله کوونکو پاتې شوی، د تخنیکي ټیم لهخوا به چاودنه ورکړل شي.