د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۶
د کابل د شهرنو د پېښې یو انځور
د کابل د شهرنو د پېښې یو انځور

رحیمي: د کابل پر کاونټر پارت مؤسسې حمله د ۵ بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې پر کاونټر پارت خیریه مؤسسې برید ...

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، پر کونټر پارت موسسه حمله کې ټول پنځه بريدګر وژل شوي دي.

نصرت رحيمي د دغه حملې تر ختمېدو وروسته يوې خبري غونډې ته په وینا کې وويل چې په ياده حمله کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۴ ټپيان شوي چې په ټپيانو کې يو بهرنى هم شامل دى.

ښاغلي رحيمي زیاته کړه چې په وژل شويو کې د ځانګړو ځواکونو يو سرتېرى او يوه ښځه هم شامل ده.

د ده په خبره تر ۲۰۰ زيات کسان ژغورل شوي دي.

د کابل په کونټر پارټ موسسه دا حمله نن غرمه مهال پیل شوه او ماښام مهال پاى ته ورسېده.

دا حمله د ولسمشر غني, يوناما دفتر او په کابل کې د امريکا د سفير له خوا غندل شوې ده.

د پېښې مسووليت طالبانو منلى دى.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د کاونټر پارټ مؤسسې لومړی پوړ تصفیه کړی او د دغې مؤسسې ۱۵۰ تنه کارکوونکي یې ژغورلي دي.

د دغه وزارت په وینا، د نورو کارکوونکو د ژغورلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي.

د اېمرجنسي روغتون د ټپیانو د راجستر کولو د برخې یوه مسؤل د ازادي راډیو خبریال ته وايي چې د کابل ښار د شهرنو سیمې له پېښې ۱۴ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وايي چې د کابل ښار د شهر نو سیمې له چاودنې ۹ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي مایار د دغو ټپيانو د هویت په اړه معلومات ورنه کړل.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل له نننۍ چاودنې تر اوسه پورې ۹ ټپیان د کابل روغتونو ته انتقال شوي دي.

دا خبره د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار په خپله ټوېټرپانه کې لیکلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG