د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۷
د کابل د شهرنو د پېښې یو انځور
د کابل د شهرنو د پېښې یو انځور

رحیمي: د کابل پر کاونټر پارت مؤسسې حمله د ۵ بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې پر کاونټر پارت خیریه مؤسسې برید ...

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، پر کونټر پارت موسسه حمله کې ټول پنځه بريدګر وژل شوي دي.

نصرت رحيمي د دغه حملې تر ختمېدو وروسته يوې خبري غونډې ته په وینا کې وويل چې په ياده حمله کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۴ ټپيان شوي چې په ټپيانو کې يو بهرنى هم شامل دى.

ښاغلي رحيمي زیاته کړه چې په وژل شويو کې د ځانګړو ځواکونو يو سرتېرى او يوه ښځه هم شامل ده.

د ده په خبره تر ۲۰۰ زيات کسان ژغورل شوي دي.

د کابل په کونټر پارټ موسسه دا حمله نن غرمه مهال پیل شوه او ماښام مهال پاى ته ورسېده.

دا حمله د ولسمشر غني, يوناما دفتر او په کابل کې د امريکا د سفير له خوا غندل شوې ده.

د پېښې مسووليت طالبانو منلى دى.

له سیمې عیني شاهدان ازادي راډیو ته وايي چې په شهرنو سیمه کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

په کابل ښار کې د یوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی د کابل امنیه قوماندانۍ پېښه تأییدوي او وايي چې دغه چاودنه د کابل ښار په شهر نو سیمه کې شوې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ د چاودنې د نوعیت په اړه معلومات نه ورکوي.

نور جزئیات وروسته

د کابل د چاودنې له سیمې عیني شاهدان ازادي راډیو ته وايي چې په شهرنو سیمه کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۱:۴۰ دقیقې یوه چاودنه چې نوعیت‌یې نه‌دی روښانه شوی د پاملرنې مؤسسې د دروازې مخکې شوې ده.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG