د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي، څو تنه وسلهوال چې دقیق شمېر یې نهدی معلوم د کاونټر پارټ په نوم یوې بهرنۍ مؤسسې ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره نښته دوام لري.
د کابل په شهر نو سیمه کې نن شل کم ۱۲بجې لویې څارنوالۍ ته نږدې په یوې بهرنۍ موسسې چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د کاونټر پارټ په نوم پر یوې بهرنۍ موسسې چې د لویې څارنوالۍ شاته ده، شوې ده.
رحیمي تأیید کړه چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې د خفیفه وسلې ډزې هم روانې دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز بیا ازادي راډیو ته وویل چې ښايي ډزې هغه دوه وسله وال کوي چې دې موسسې ته ورننوتي دي.
تر اوسه پورې د برید تلفات او ډېر جزیات نه دي معلوم.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وايي چې ویل کېږي دوه تنه وسلهوال حمله کوونکي یوې خیریه مؤسسې ته دننه شوي دي.
د ښاغلي فرامرز په وینا دغه مؤسسه د افغانستان د لویې څارنوالۍ شا ته موقعیت لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۱:۴۰ دقیقې یوه چاودنه چې نوعیتیې نهدی روښانه شوی د پاملرنې مؤسسې د دروازې مخکې شوې ده.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.