"د کاونټر پارت پر مؤسسې د انتحاري او بیا وروسته ډلهییزې حملې په اړه له لا وړاندې هېڅ ډول استخباراتي اطلاع موجوده نهوه."
که څه هم هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د روژې په میاشت کې د وسلهوالو مخالفانو په ځانګړې توګه د طالبانو حملې زیاتېږي، خو د کابل پولیس وايي چې د چهارشنبې په ورځ په یوې بهرنۍ مؤسسې د حملې په اړهیې مخکېنۍ استخباراتي اطلاع نهدرلوده.
د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۹» وايي چې استخباراتي بنسټونو پهدې اړه له پولیسو سره هېڅ استخبارتي اطلاعات نهو شریک کړي.
دی زیاتوي:
"موږ ته داسې یوه اطلاع چې په ځانګړې توګه په خیریه مؤسسو باندې حمله کېږي نهوو رسېدلي، خو په عام شکل مو داسې اطلاعات ترلاسه کړي و چې په دولتي او غیر دولتي تأسیساتو حملې کېږي، خو په ځانګړې توګه چې پهدې مؤسسې په اړه مو اطلاع نهدرلوده او نهوو."
د حملې په اړه د امنیتي بنسټونو بېخبري، د امنیتي او استخباراتي بنسټونو ناکامي بلل کېږي.
د ولسي جرګې غړی اسدالله شهباز وايي چې پهدې اړه د مخکېنیو اطلاعاتو نهدرلودل د پوښتنې وړ مسئله ده.
دی زیاتوي:
"خصوصاً د امنیتي او کشفي بنسټونو مسؤلیت تر پوښتنې لاندې دی چې څه ډول د ښار په منځ کې امنيتي پلټنې او امنیتي دروازې شته، خو بیا هم حمله کوونکي ځان هدف ته رسوي."
تېره ورځ د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پنځو انتحاري حمله کوونکو په کاونټر پارت مؤسسې حمله وکړه.
حمله کوونکي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د دغې مؤسسې په داخل کې نږدې شپږ ساعته له افغان امنیتي ځواکونو سره وجنګېدل او بالاخره د امنیتي ځواکونو له لوري لهمنځه یوړل شول.
پهدغه جګړه کې د کورنیو چارو د وزارت د ویاند نصرت رحیمي په وینا د ۵ پولیسو په ګډون نهه تنه ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.
له روژې یوه ورځ وړاندې اتو انتحاري حمله کوونکو د بغلان په امنیه قوماندانۍ حمله وکړه چې د دې ولایت د روغتیايي مسؤلینو په وینا په نتیجه کې يې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول او له ۷۰ زیات ټپيان شول.
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت ومانه، خو پوښتنه دا ده چې ولې په روژه کې د افغانستان په ښارونو کې د طالبانو له لوري حملې زیاتېږي؟
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د عقیدتي دلایلو له مخې دغه ډله هر کال د روژې په میاشت کې خپلې حملې زیاتوي.
خو د پوځي چارو پوه عتیقالله امرخېل د دغو حملو د مخنیوي په اړه استخباراتي په ځانګړي ډول پر ملي امنیت نیوکه کوي او وایي چې کشفي او امنیتي بنسټونه باید په روژې میاشت کې خپل احضارات زیات کړي.
نوموړی زیاتوي:
"کله چې د روژې میاشت پیل شي، دغه خلک ځکه چې عقیدتي دي، نو په هر قیمت هر ځای ته ځانونه رسوي، دولت او بهرني ځواکونه باید پهدغه میاشت کې په محاربوي او کشفي برخه کې خپل لومړي نمبر احضارات ولري."
ازادي راډیو هڅه وکړه چې پهدې اړه د استخباراتي بنسټونو په ځانګړي ډول د ملي امنیت له عمومي ریاست سره خبرې وکړي، خو بریالۍ نهشوه.
په ورته وخت کې د کابل د پولیسو قوماندان وایي، دا چې د دغې پېښې د مخنیوي په برخه کې د امنیتي مسؤلینو له لوري ناغېړي شوې که نه؟ په اړهیې څېړنې کېږي.
راپور: فېروزه عزیزي
ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د متحد ایالاتونو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ خبرې دوام پیدا کړي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې په کابل کې به پرونی برید د طالبانو او امریکایانو پر خبرو سیورۍ وغوړوي.
د کابل په ښار کې پر کونټرپارټ موسسې چې د امریکا متحد ایالاتونه یې تمویلوي د طالبانو پرونی برید د ماښام خواته پای ته ورسېد. خو دا حمله په داسې وخت کې شوې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.
په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفیر جان بس څرګنده کړه چې پر داسې موسسې حمله چې له عادي خلکو سره مرسته کوي او خبریالان روزي یو بې معنا خشونت دی.
جان بس د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه هم کړې ده چې ډېر ژر لاس په کار شول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې امنیتي ځواکونو ۲۰۰ ملکیان وژغورل:
"له بدهمرغه پهدې پېښه کې زموږ پنځه تنه ګران هېوادوال د ځانګړیو پولیسو د یوه غړي او یوې ښځې په ګډون شهیدان شوي دي او ۲۴ تنه نور چې ټول ملکیان دي ټپیان شوي دي د پولیسو ځانګړیو ځواکونو له ښه مرغه په مېړانې ۲۰۰ تنه چې د کونټرپارټ موسسې غړي وو، وژغورل."
په ټپیانو کې یو بهرنی دی او پنځه سره برید کوونکي پهدې حمله کې وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، یوناما په یوه بیان کې دا برید وغانده او یاغیان یې تورن کړل چې قصداً د ملکیانو پر مرستندویه موسسو بریدونه کوي.
جمهوري ریاست بیا په یوې اعلامیې کې د طالبانو دا حمله د سولې د مشورتي جرګې له غوښتنو سره په تضاد کې بللې ده او څرګنده کړې یې ده چې طالبان د افغانانو سوله غوښتونکو هڅو ته مثبت ځواب نه ورکوي، نو که دوام ورکړي د حللاره د امنیتي ځواکونو له لوري د دوی ځپل دي.
- دا ډول بریدونه به په قطر کې د سولې روانې خبرې ګډوډې کړې؟
د متحد ایالاتونو په هارتفورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد احمد ویس وردک پهدې باور دی چې د سولې پروسه اوږده ده او دا ډول بریدونه به یې اغېزمنې نهکړي.
دی وايي:
"که یې تأثیر کولی دا خبرې به یې ځنډولې وای، نو اغېز به یې نه وي ځکه چې جګړه لا له سیاسي پلوه ختمه نهده دا د سولې مذاکرات د همدې لپاره دي چې جګړه ختمه کړي. هغه ورځ زلمي خلیلزاد هم دې خبرې ته اشاره وکړه او ویې ویل که موږ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړو او دوی د یوې ترورستې ډلې په صفت وپېژنو، ایا دا به ویني کمې کړي؟ ایا دا به جګړه ختمه کړي؟"
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه د سولې خبرې له امریکایانو سره د سهار لس بجې پیلیږي او د ماسپښین تر درې بجو به دوام وکړي.
په کابل کې روان کال بریدونه کم شوي دي، خو بیا هم د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي او تر ۲۶۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې پر کاونټر پارت خیریه مؤسسې برید د وسلهوالو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې په کاونټر پارټ موسسې نن له غرمې مخکې په یوې چاودنې سره برید پیل شو او وروسته بریدګر یوې څلورپوړېزې ودانۍ ته ننوتل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:
"اوس وخت افغان پوځیان درېیم منزل تصفیه کوي، هڅه دا ده چې ژر دا بریدګر ووژل شي، موږ اول یو نیم سل کسان وژغورل او تازه مو ۱۲ تنه نور کسان هم د برید له سیمې وژغورل."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په کاونټر پارت نړیوالې موسسې د طالبانو نننی برید غندلی دی.
یوناما په ټوېټر کې لیکلي چې په کابل کې پر روژتي ملکیانو نننی برید ناهیلی کوونکی دی.
بل خوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي چې په یوې امریکايي غیر دولتي موسسې د طالبانو نننی برید شدیداً غندي.
ده دغه خبره په خپل ټوېټر کې لیکلې ده.
وسله والو طالبانو په کاونټر پارټ نړیوالې موسسې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې ګڼو افغان پوځیانو ته یې مرګ ژوله اړولې ده.