د مشورتي لوېې جرګې کمېټو د خپلو غړیو د نظریاتو راپور، د جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړ.
په پام کې ده چې اداري پلاوی د جرګې نتیجه د دغو راپورونو په اساس سبا اعلان کړي.
د سولې د مشورتي لوېې جرګې غړیو چې په ۵۱ کمېټو کې په دوو ورځو کې کوم بحثونه کړي د جرګې اداري پلاوي ته به يې وړاندې کړي.
- د حکومت او طالبانو ترمنځ تر روژې پورې اوربند.
- د حکومتي مشرانو او سیاسیونو یووالی.
- د طالبانو پر وړاندې د یو صف جوړول.
- په افغانستان کې دننه طالبانو ته د سیاسي دفتر ورکول.
- او د سولې پر پروسې د ملګرو ملتونو د سازمان نظارت د یادې جرګې د کمېټو وړاندیزونه وو.
د یوې کمیټې غړي فیضالله جلال د کمېټې د راپور ورکولو پر مهال وویل:
"دغې ملي جرګې ته وړاندیز کوم چي د سولې مشري دې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان پورې اړه ولري. د افغانستان د څلورو لسیزو جنګ د دې شاهد دی چې هيڅ هيواد په افغانستان کې په یوازې ځان، سوله نهشي راوستلی، د افغانستان سوله د ملي ځواکونو، د سیمې او نړۍ د هېوادونو رښتینې او مؤثرې همکارۍ پورې اړه لري."
همدا شان د ځینو کمېټو په وړاندیزونه کې راغلي:
- طالبان مجبور دي چې اساسي قانون ته درناوی وکړي.
- د ښځو حقونه او د ډموکراسۍ او د بیان ازادي دې د تل لپاره خوندي شي.
- له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی باید یو واحد نظر ولري چې دغه مذاکرات په ښه توګه پر مخ بوځي.
- ګاونډي هېوادونه باید سولې ته د طالبانو په هڅولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
- امریکا، د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان په سوله کې ښکېل هېوادونه باید د دغو خبرو څارنه وکړي.
- پر طالبانو او د دوی پر تمویلوونکو ډلو او هېوادونو باید ملي او نړیوال فشارونه راوړل شي.
- کوم طالبان چې له سولې سره یوځای کېږي باید کارموندنې ته یې پام وشي.
- د خالد او الفتح عملیات دې ودرول شي او جنګ دې بند شي.
- غیر مسؤلې وسلهوالې ډلې باید منحل شي.
- د افغان امنیتي ځواکونو د انحلال څرګندونې مردودې دي او له بیا مطرح کېدو یې باید ډډه وشي.
- انتخابات باید په ټاکلي وخت ترسره شي او هېڅ بله موضوع دې یې ځای نهنیسي.
- د اسلامي جمهوریت نوم دې د تل لپاره وساتل شي.
د سولې د مشورتي لوېې جرګې غړي وايي، حکومت باید له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د دوی نظریات په پام کې ونیسي.
د جرګې ځیني غړي پهدې باور دي چې افغانان هېڅکله هم په شا نه ځي.
سمن نوري د شپږمې کمېټې رئیسه وايي، نامعلومې راتلونکې اندیښمنه کړې ده:
"تېر حالت ته له تګه هېڅ ویره نهلرم، زموږ ډار له دې دی چې په راتلونکي کې کوم نامعلوم او مجهول حالت ته لاړ نهشو او د پردې تر شاه د پټو سیاستونو قرباني شو او د هماغه سیاستونو قرباني شو چې زموږ اولادونه د ډاکټر کېدو، انجنیر کېدو او معلم کېدو په خوب کې پاتې شي او یو وار بیا سره کفنونه په سر کړو، باور وکړئ دا ځکه نوره د وینې د توئيدنې توانايي نهلري."
د سولې دغه لویه مشورتي جرګه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پیل شوه.
که څه هم د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسیونو دا جرګه تحریم کړې او دا يې انتخاباتي کمپاین بللی، خو ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ویلي و چې که دې جرګې د انتخاباتي کمپاین بڼه درلودای نو نوم به يې لویه جرګه نه وای.
ښاغلي غني ویلي، هیله لري چې پهدې جرګه کې به له طالبانو سره د سولې د حدودو او چوکاټ په اړه حکومت ته مشورې ورکړل شي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف د پنجشنبې په ورځ د جرګې د کاري کمېټو د راپور ورکولو پرمهال وویل چې د دې جرګې پایلې به په یو هر اړخېزه اعلامیه کې اعلان شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا ټول ګزارشونه یو کېږي او د کمېسیون له مشرانو سره شریک کېږي، کومه اعلامیه چې له دې جرګې په وروستۍ ورځ خپریږي ترهغې چې ټول مجلس پرې یووالي ته ونه رسېږي نو د اعلامیې په نوم به نه خپریږي."
ښاغلي سیاف وویل چې هېڅ ډله او شخص نهشي کولای د جرګې په غړو خپلې غوښتنې ومني او یا هم په اعلامیه کې ځای ورکړي.
ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ به د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا او د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېږي.
سولې ته د رسېدو لپاره د مؤقت حکومت جوړېدل، په ظاهر کې د مشورتي لوېې جرګې د کمېټو د بحث ټکي وو.
د سولې د مشورتي لوېې جرګې ځیني غړي وايي، که د مؤقت حکومت په جوړېدو کې طالبان سولې ته حاضریږي، ولې پهکې ځنډ رامنځته شي.
د دغې جرګې غړی او مشرانو جرګه سناتور جمعه الدین ګیانوال د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، سوله قرباني غواړي:
"د مؤقت حکومت پر جوړېدو او ایا مؤقت حکومت به د هېواد او سولې په ګټه وي، بحثونه وشول، که رښتیني سوله ټینګېږي، مؤقت حکومت دې هم جوړ شي."
د جرګې ځیني نور غړي هم تأییدوي چې د مؤقت حکومت پر جوړېدو یو لړ بحثونه پیل شول خو وايي، دغه بحث په کمېټو کې دننه هم له مخالفتونو سره مخ شو.
د جرګې د دوو ګډونوالو عظمالدین مرزايي او روزي منشي ازادي راډیو ته وویل:
"د خلکو د استازو ترمنځ په بحثونو کې د مؤقت حکومت په اړه بحثونه وشول خو ټولو په یو غږ وویل چې موږ د مؤقت حکومت غوښتونکي نه یو ځکه چې د افغانستان لپاره په شا تګ دی او له امله يې د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې زیانمنېږي.
-د مؤقت حکومت رامنځته کېدل د لويې مشورتي جرګې د غړو لهخوا د رأیو په اکثریت رد شو او قبول يې نهکړ."
د پاکستان صدراعظم عمران خان نږدې ۴۰ ورځې وړاندې په یوه ناسته کې ویلي و چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت رامنځته کېدل پهدې هېواد کې د اوږدې جګړې حل لاره ده.
د عمران خان دې څرګندونو په وړاندې افغان حکومت سخت غبرګون وښود او ان له اسلاماباده يې د مشورې لپاره افغان سفیر عاطف مشعل کابل ته را وغوښت او په کابل کې يې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
افغان چارواکو همدا شان ټینګار کړی دی چې سوله د افغانانو یوه جدي اړتیا ده، خو پهدې پروسه کې به د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.
راپور: خان محمد سیند
په پام کې ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه له څلورو ورځو بحثونو وروسته له طالبانو سره د خبرو په اړه خپلې سپارښتنې نن د افغانستان حکومت ته وړاندې کړي.
د دې جرګې له ۳۲۰۰ زیاتو ګډونوالو چې په ۵۱ کاري کمېټو کې ویشل شوي وو، پهدې اړه بحثونه وکړل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې وړاندیزونه، حدود او سرې کرښې کومې دي؟
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۱۲ کاندیدانو په ګډون یو شمېر سیاستوالو دا لویه جرګه تحریم کړه.
طالبانو هم دا جرګه نمایشي بللې او رد کړې یې ده.
دا جرګه نن- جمعه پای ته رسېږي. تمه ده چې د دې لویې جرګې د ګډونوالو مشورې نن د جرګې په پای کې په یو پریکړهلیک کې ولسمشر اشرف غني ته وړاندې شي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک مهم ټکي:
حکومت باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه هڅه وکړي.
طالبان دې له جنګه لاس واخلي او ابادۍ کې دې ونډه واخلي
له اسلام څخه دې یو واحد لیدلوری رامنځته شي
طالبان دې د خلکو په غوښتنه یو دایمي اوربند عملي کړي.
د افغانستان اسلامي نظام باید وساتل شي اساسي قانون یو ارزښتمن څیز دی چې باید وساتل شي خو ځنډول یې ممکن دي.
د افغانستان د خلکو اساسي حقوق په اساسي قانونو کې ذکر شوي چې د سولې په جریان کې وساتل شي.
افغان ځواکونه د هېواد ویاړ دی.