- ډېلي مېل
بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې او د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر روان سفر تمرکز کړی او لیکي:
په یوه کمساري اقدام کې افغانستان د دوشنبې په ورځ لویه جرګه رابولي.
د افغانستان له بېلابېلو برخو له دوو زرو زیات استازي به پهدې لویه جرګه کې چې څو ورځې دوام کوي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او له طالبانو سره د سولې یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د امریکا پر روانو هڅو بحث او خبرې وکړي.
ډېلي مېل ورځپاڼې پهدې برخه کې بیا کابل ته د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر او په ارګ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتنې ته پام اړولی او لیکي:
په کابل کې د شنبې د ورځې په کتنه کې دواړو مشرانو د سولې پر بینالافغاني خبرو ټینګار وکړ.
ډېلي مېل لیکي، د دغې کتنې په اړه د ارګ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو تأکید وکړ چې له طالبانو سره د دې خبرو مشري باید د افغانستان حکومت په غاړه وي.
خو د ډېلي مېل په لیکنه، د بینالافغاني خبرو په اړه هیلې هله مړاوې شوې چې په روانه اپرېل میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ پلان شوې غونډه په وروستیو شېبو کې لغوه شوه.
د ښاغلي خلیلزاد لهخوا د افغانستان د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو د هڅو په ترڅ کې ډېلي مېل ورځپاڼه د مسکو درې اړخیزې غونډې ته اشاره کوي او لیکي:
د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې د خپلو رقیبانو، روسیې او چین ملاتړ ترلاسه کړ.
دواړو هېوادونو د سولې د یوې طرحې پر اساسي ټکو یعنې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او د طالبانو پر ژمنې چې بهرنیانو ته به د افغانستان له خاورې د کارولو لپاره اجازه نهورکوي، سلا شول.
د ډېلي مېل په لیکنه په مسکو کې د چین او روسیې له استازو سره تر کتنې وروسته ښاغلي خلیلزاد دغه توافق مهم پرمختګ وباله.
د دې غونډې د پای په اعلامیه کې هم د افغانانو په مشرۍ د سولې پر پروسې ټینګار شوی دی.
د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي هم د سولې د مشورتي لویې جرګې یو ګډونوال دی.
خو دی وايي، نه د جرګې په موافقینو کې دی او نه هم په مخالفینو کې.
د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان ورسره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سولې لویه مشورتي جرګه پیلېږي.
د افغانستان له ټولو ولایتونو نږدې درې زره مشران، دیني عالمان او مخور خلک په دې جرګه کې د ګډون لپاره ټاکل شوي.
د دې جرګې د تنظیموونکي کمېسیون د دارالانشاء مرستیالې ناهید سرابي پرون د یکشنبې په ورځ د جرګې لپاره له چمتووالي ډاډ ورکړ.
هغې د جرګې د اجنډا په اړه وویل:
"سولې ته د رسېدو تعریف او څرنګوالی او د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو چوکاټ هغه دوه اجنډاوې دي چې د سولې په لویه مشورتي جرګه کې پرې بحث کېږي. د لویې جرګې ټول ګډونوال په کاري ګروپونو وېشل کېږي او بیا په همدې دوو موضوعګانو بحث وکړي."
د سولې لویه مشورتي جرګه په کابل کې د څلورو ورځو لپاره دوام کوي چې امنیتي چارواکي ورته د کلک امنیت له نیولو ډاډ ورکوي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۲ کاندیدانو او ځینو سیاستوالو ویلي چې پهدې جرګه کې برخه نهاخلي.
وسلهوالو طالبانو هم چې پخوا دا جرګه تحریم کړې وه پرونیې یو ځل بیا په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې خلک دې په جرګه کې برخه وانهخلي او د دوی په خبره دا جرګه د سولې د واقعي هڅو مخه ډب کوي.
د لویې مشورتي جرګې د جوړوونکي کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی وايي، په مشورتي لویه جرګه کې ۳۲۰۰ تنو د غړو په شکل ګډون کړی دی.
ښاغلي داوودزي د دې جرګې په پرانیست غونډه کې وویل، د دې جرګې یو تن غړی له ټاکل کېدو وروسته ووژل شو.
د ښاغلي داوودزي په وینا، د جرګې د ۳۲۰۰ ګډون کوونکو تر څنګ، په پرانیست غونډه کې د دولت د غړو او د بهرنیو ډیپلوماتانو په شمول ۳۰۰ مېلمنو ګډون کړی دی.
که څه هم طالبانو لویه مشورتي جرګه تحریم کړې، خو ښاغلي داوودزي له دغې ډلې مننه وکړه چې دغې جرګې تهیې د خلکو د راتلو مخه ونهنیوله.
هغه له طالبانو وغوښتل ترڅو په دغې جرګه کې د خلکو غوښتنې ومني.