خبریالان د مشورتي لوېې جرګې د خبري پوښښ په اړه له دوی سره د امنیتي ځواکونو پر ناوړه چلند انتقاد کوي.
دوی وايي، د امنیتي ځواکونو پر ناوړه چلند سربېره، اجازه نه ورکول کیږي چې لویې جرګې ته بشپړلاسرسی ولري.
خبریالان د مشورتي لویې جرګې سیمې ته د ننوتو په نیت له پنځو ساعتونو انتظار او له څو تالاشیو له تیریدو وروسته د امنیتي ځواکونو له لظفي چلند سره مخ کېږي.
یوامنیتي کارکوونکی د بي بي سي راډیو د خبریال ټیلیفون پهدې تور اخلي چې د صحنې فلم یې اخېستی او په لوړ اواز وايي:"هېڅچاته اجازه مه ورکوئ که جلسه تحریموئ او که هرڅه کوئ وېې کړئ. ټیلیفون دې بند کړه که نه نو قیدوم یې."
بالاخره د ولسمشرۍ ماڼۍ او د سولې د عالي شورا د څو مسؤلینو په مینځګړیتوب دغه جنجال پای ته رسېږي.
دوه خبریالان احمد جواد او خالد نېکزاد چې د یادې جرګې په اړه د راپورجوړولو په هدف راغلي وو، د دغه سانسور او محدودیت په اړه د سترګو لیدلي حال داسې بیانوي:
"۱- که څه هم موږ ته يې د لوېې جرګې د پوښښ لپاره کارډ راکړی و، خو کله یې چې دننه وړو، یو کوچني ایسار ځای ته یې وړلو او نه یې پريښودو چې د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره خلاص لاس ولرو.
۲- خبریالان د جرګې د پوښښ په اړه له سانسور او محدودیتونو سره مخ دي، د لوېې جرګې د جوړولو ځینې مسؤلین هڅه کوي چې د جرګې ګډون کوونکو ته ډېر لږ لاسرسی ولرو."
له خبریالانو سره د امنیتي ځواکونو چلند ددې لامل کیږي چې دوی د لوېې جرګې د جوړېدو ځای ته یو ساعت وروسته ورسېږي.
خبریالان چې کله د کمېټو ځای ته رسېږي د کمېټو ډېرو غړیو کارونه خلاص کړي او ځای يې پرایښی وي.
تراوسه څرګنده نهده چې امنیتي ځواکونو چې له خبریالانو سره یې لفظي چلند کړی، کوم ارګان پورې اړه لري؟
که څه هم ځیني خبریالان ادعا کوي چې دغه ځواکونه د ولسمشر د ساتونکې قطعې برخه ده، خو د ولسمشرد ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیوته وویل، د ولسمشر ساتونکي د لوېې جرګې په امنیتي چارو کې لاس نهلري.
د کورنیو چارو وزارت پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې ازادي راډیوته ویلي چې دغه امنیتي ځواکونه، د ملي امنیت د رجال برجسته لسم ریاست پورې اړه لري.
په ورته وخت کې د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس عمر داوودزي له خبریالانو سره د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلنده بخښنه غواړي.
ښاغلي داوودزي د چهارشنبې په ورځ د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې پر وړاندې وویل:
"که ناوړه چلند درسره شوی وي، بخښنه غواړم، باید اصلاح شي. نن سبا او بل سبا باید همکاران هڅه وکړي چې دا وضعیت تکرار نهشي، موږ د بیان پر ازادۍ او له مطبوعاتو سره پر اړیکو عقیده لرو."
دا پهداسې حال کې ده چې د دغې جرګې له جوړېدو د جرګې تر درېیمې ورځې پورې، خبریالانو ته یوازې درې ځلي هغه هم تر ځانګړو شرایطو لاندې اجازه ورکړل شوې چې د جرګې ځای ته ورشي.
خبریالان وايي، امنیتي او د جرګې د دائرولو د کمېسیون مسؤلین پهدغو درې ځلو کې مانع شوي، د جرګې جریان دې په بشپړه توګه تر پوښښ لاندې راشي.
راپور:خان محمد سیند
د مشورتي لوېې جرګې اکثرو کمېټو د جرګې د درېیمې ورځې تر پایه خپل بحثونه پای ته ورسول.
خبریالانو د چهارشنبې په ورځ د جرګې په درېیمه ورځ، د ماسپښین درې نیمې بجې د جرګې سیمې ته د ننوتلو اجازه وموندله.
پخوا تردې د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو کمېسیون ویلي و چې د جرګې هره کمېټه د ۷۰ او ۸۰ ترمنځ غړي لري، خو دلته چې مو څو کمېټې وکتلې، پهدغو کمېټو کې ان ۲۵ غړي هم نهوو.
د دغې جرګې یو ګډونوال حبیب الله وايي، د خبریالانو له راتګه دمخه د کمېټې غړیو خپل کارونه پای ته رسولي او ډېری له دې ځایه تللی دي.
نوموړي وویل:
"نږدې ۵۰ - ۶۰ غړي وو، له غرمې مخکې ډوډۍ خوړلو لپاره لاړل، او په پام کې وه چې دوه بجې بيرته راشي او دا چې یو لړکارونه مو بشپړ شوي، دوستان مو بهر ووتل."
د ټاکل شوي مهالویش له مخې په پام کې وه د جرګې په دريیمه ورځ د کميټو کارونه پاې ته ورسېږي، خو د جرګې د اداري پلاوي په ټاکلو کې د ځنډ له له امله، ډېری کمېټو خپل کارونه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسول.
په پام کې ده چې دغه کاري کمېټې د خپلو بحثونو نتیجې سبا اداري پلاوي ته وسپاري.
د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئيس محمد عمر داوودزي ویلي چې امکان لري دا جرګه تر جمعې ورځې پورې دوام وکړي.
دغه جرګه طالبانو سره د مذاکراتو او سولې په خاطرد دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون پرانېستل شوه.
پهدغه جرګه کې د ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د کډوالو له ۳۲۰۰استازو څخه جوړه شوه.
د طالبانو د مالي منابعو بندېدل، د سولې د مذاکراتو دمخه اوربند، سولې ته د طالبانو راماتول او وروستیو ۱۸کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب د جرګې په کمېټو کې د بحثونو عمده ټکي وو.
د لویې جرګې د اتمې کمېټې یوه غړې فوزیه سلیمي ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ په کمېټه کې د ښځو په هغه لاسته راوړنو تاکید شوی چې په دوو لسیزو کې د تعلیم په برخه کې، د بیان د ازادۍ په برخه کې او د ډموکراسۍ په برخه کې یې تر لاسه کړي وو. پر اوربند مو هم تاکید وکړ چې په پیل کې باید اوربند وشي او وروسته دې د سولې خبرې پیل شي."
دا چې مېرمنو پهدغه جرګه کې ۳۰سلنه ونډه درلوده، ۱۳مه کمېټه یې هم پر غاړه وه او همدارنګه په نور ۲۸ کمېټو کې ښځې د منشي په توګه ټاکل شوې وې.
د شپږمې کمېټې رئیسې سمن نوري ازادي راډیو ته وویل، پهدې کمېټه کې مېرمنې فعاله ونډه لري.
نوموړې وویل:
"ما خپله چې د کمېټو له غړو سره کار کړی ډېره راضي وم، خپله او د ملګرو په اړه په مېړانه او ډاډ سره وایم چې موږ له دې پروسې چې ښه پرمخ ځي راضي یو."
د ملي یووالي حکومت د یوه هوکړهلیک پر اساس جوړ شوی او لویه جرګه ولسمشر غني چې د ځواک یو شریک دی جوړه کړې او بلخوا عبدالله عبدالله چې د ځواک بله برخه ده دا جرګه یې تحریم کړې ده.
پوښتنه دلته مطرح کېږي چې:
- د لویې جرګې پایلې به د ملي یووالي حکومت دې دوو شریکانو ته د منلو وړ وي؟
د دې جرګې د کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی وايي، هیله من دی چې ښاغلی عبدالله عبدالله دې ته په پام چې د جرګې پایله د خلکو له نظریاتو اخیستل شوې، ومني.
رآپور: خان محمد سیند
په کابل کې مشورتي لویه جرګه چې ټاکل شوې وه، نن پای ته ورسېږي، ښایي سبا هم ادامه پيدا کړي.
پهدې جرګه کې چې تر ۳۲۰۰ ډېرو استازیو برخه اخېستې ده، د جرګې ۵۱ کسیزو کمېټو پرون د چهارشنبې په ورځ د سولې په اړه خپل بحثونه پای ته ورسول.
خو د دې جرګې د جوړیدو د کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي پرون د چهارشنبې په ورځ اټکل کړی و که دا کمېټې خپل راپورونه د چهارشنبې تر اخره عمومي غونډې ته وړاندې نه کړي، جرګه به وځنډیږي:
"که چيرته نن ټوله ورځ کميټې خپل کارونه مخته یوسي او د پنجشنبې په ورځ راپورونه ورکړي، نو پهدې صورت کې کیدای شي چې یوه ورځ یا نیمه ورځ لویه جرګه تمدید شي."
کاري کمېټې به نن خپلې مشورې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
دا جرګه اجرائیه رئیس عبدالله عبداله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو ۱۲ نوماندانو تحریم کړې ده.
طالبانو ته هم پهدې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی دا جرګه توطئه بللې ده.
په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وایي، تر هغو چې د دې جرګې ټول غړي پرې سلا شوي نهوي د دې جرګې وروستۍ اعلامیه به خپره نهکړي.
ښاغلي سیاف دغه څرګندونې نن د دې جرګې د پیل په څلورمه ورځ د کاري کمېټو غړیو ته وکړې:
"موږ د ځان څخه کومه حنجره نهلرو، نن دا زموږ حنجره هم تاسو ته تسلیم ده. دا زموږ حنجره به ستاستو لپاره یو لوډ سپیکر وي. له ځانه موږ هېڅ شی د دې جرګې نه بیرون نه باسو."
هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې دا جرګه د هېڅچا په پلوي کمپاین نهکوي، بلکې یوازې د سولې هدف تعقیبوي.
دا جرګه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو دولس نوماندانو تحریم کړې ده.
طالبانو هم دا جرګه توطئه بللې ده.