د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۱
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور

مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د یوه پرېکړه‌ليک په خپرولو سره پای ته ورسېده

افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د ۲۳ مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د ۲۳ مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې په خپل پریکړه‌لیک کې افغان حکومت او د طالبانو تحریک ته په ۲۳ ماده‌ییز پریکړه‌لیک کې بېلابېلې سپارښتنې درلودې.

د اساسي قانون ساتنه او له سولې وروسته یې تعدیل په یاد قانون کې د ذکر شوي مېکانېزم له مخې:

  • د سولې لپاره ګډ کوښښونه.
  • د روانې هڅې هم‌غږي کول.
  • د امنیتي ځاکونو ساتنه او پیاوړتیا.
  • له سولې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو ملاتړ.
  • د افغانانو د اساسي حقونو او د بیان ازادي خوندیتوب.
  • د زندانیانو تبادله.
  • په افغانستان کې دننه د طالبانو دفتر پرانېستل.
  • په سوله کې له مخکنیو شرطونو تېرېدل.
  • په بین‌الافغاني خبرو ټینګار.
  • د سولې عالي شورا په جوړښت له سره غور .
  • په هم‌غږي او غور سره د نړیوالو ځواکونو وتل یې مهم او اساسي ټکي جوړوي.
    د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
    د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
    د دغې جرګې د پریکړه‌لیک په څلورمه ماده کې له طالبانو او افغان حکومت غوښتل شوي چې د روژې مبارکې میاشت مناسبت بېړنی او دایمي اوربند وکړي.

رفیع‌الله حیدري د پریکړه‌لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک باید د افغانانو غوڅ اکثریت غږ ته لیبک ووايي، د روان کال د روژې مبارکې له را رسېدو سره سم، د دغې مبارکې میاشتې حرمت ته به درناوی، د جګړې د پای ته رسولو د دواړو لوو د باورو فضا د رامنځته کولو او د یو بل په وړاندې منفي تبلیغاتو ته د پای ته رسولو لپاره په ټول هېواد کې دایمي او بیړنی اعلان او پلي شي."

دغې جرګې چې ۳۲۰۰ تنه غړي یې درلودل له تېرو پنځو ورځو راهیسې په کابل کې سره په‌دې موخه جرګه شوي وو چې حکومت ته د سولې په برخه کې سلا او مشورې ورکړي.

که څه هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشرحامد کرزي، د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو او ځینې افغان سیاستولوالو دغه جرګه تحریم کړې وه او هغه یې فرمایشي او کمپایني بللې وه.

خو د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف وویل چې د جرګې ګډونوال په خپلو پریکړو کې ازاد و.

ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف, December 18, 2015
ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف, December 18, 2015

ښاغلي سیاف له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د جرګې مشورو ته په احترام دې په خپل سر کار ونه‌کړي.

ده وویل:

"په مشورې کې هېڅ‌چا هم خپل نظر نه‌دی تحمیل کړی. مطلق ازاده فضا کې ټولو نظریات ارایه شول، په خپلو کې مناقشه شوې او مسایل مو سره را ټول کړي."

ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې د پای په وینا کې د جرګې ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ چې پریکړې به یې عملي کوي او د ښه نیت لپاره یې ۱۷۵ طالبان زندانیانو د ازادېدو اعلان وکړ.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل:

"راځئ په‌دغه مبارکه میاشت کې د ملت له کوره غم لېرې کړو، په‌دغه وړاندیز بشپړ باور لرم او حاضر یم چې ستاسو په وړاندیز عملي کار وکړم، زه نن جرګې ته په درناوي او همدا شان روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي، د ښه نیت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د دوستانه حرکت په توګه، غواړم ۱۷۵تنه هغه طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي، له زندانه ازاد کړم."

نوموړي زیاته کړه چې دوه اړخېز اوربند او طالبانو ته په افغانستان کې دفتر ورکولو ته چمتو دی.

د تېرې روژې میاشتې په وړوکي اختر کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه اړخېز اوربند ټینګ شوی و.

که څه هم وسله‌والو طالبانو تراوسه د جرګې د پریکړو په اړه نظر نه‌دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې یې دغه جرګه غندلې وه.

راپور: رحمت‌الله افغان

۱۳:۵۵ ۱۱.۲.۱۳۹۸

د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي، د جرګې کاري کمېټو په خپلو کارونو پیل کړی او که نن د ورځې تر پایه يې راپورونه وړاندې نه‌شول کړای، ښايي جرګه د یوې یا نیمې ورځې لپاره وغځېږي.

د دغه کمېسیون او د افغانستان د سولې د عالي شورا د درالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:

"څو ساعته توپیر راغلی ډېر نه‌دی راغلی، خو اوس د کمېټو کار روان دی که کمېټې نن تر دوه یا درېیو بجو خپل کارونه پای ته ورسوي او راپورونه نن وړاندې کړي، نو ښه او که دا چاره سبا ترسره شي نو ښايي، یوه یا نیمه ورځ د جرګې موده وغځول شي."

غني: لویه جرګه له طالبانو سره د مذاکرې چوکاټ او حدوډ ټاکي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ پیل شوه او ټاکل شوې وه چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

د جرګې له اجنډا سره سم باید د جرګې په لومړۍ ورځ د جرګې اداري پلاوي بشپړ شوي وای، خو دا چاره په جرګه کې د بېلابېلو ستونزو له امله په یوه ورځ ځنډ سره ترسره شوه.

د سې شنبې په ورځ د جرګې لپاره ۵ مرستیالان او ۵ منشیان وټاکل شول او دغه شان د ۵۲ کاري کمېټو لپاره هم مشران وټاکل شول چې د ښاغلي داوودزي په خبره د ۱۳ کاري کمېټو مشرانې مېرمنې دي.

د جرګې رئیس د مرستیالانو او منشیانو تر ټاکلو دمخه د ولسمسر محمد اشرف غني تر وینا وروسته د هغه له‌خوا، جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف وټاکل شو.

ښاغلي داوودزي دا هم وویل چې له ژمنې سره سم په جرګه کې یوازې د سولې اړوند مسایلو باندې بحثونه کېږي او کمپایني بڼه نه‌لري.

نوموړي د یو شمېر سیاسي څېرو او د ګوندونو د مشرانو د مخالفتونو په اړه وویل، اوس به دوی پوه شوې وي چې شکونه يې بې‌ځایه وو او هیله ده د جرګې د پای په غونډه کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"کومو مشرانو چې اندېښنې درلودې او شکونه يې لرل اوس باید ورته واضح شوي وي چې شکونه يې بې ځایه وو، ځکه چې دا جرګه یوازې په سوله بحثونه کوي، نو اوس هڅې روانې دي چې دوی د پای په غونډه کې برخه واخلي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشرحامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ۱۲کاندیدانو دا جرګه غیرقانوني ګنلې او تحریم کړې یې ده.

دغو انتخاباتي ټیمونو د جرګي له جوړېدو یوه ورځ وړاندې په ګډه اعلامیه وویل چې د سولې مشورتي لویه جرګه چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه جوړېږي، هدف یې انتخاباتي کمپاین دی.

دغه تحریمونکې ډله باور لري چې په اوسنیو شرایطو کې د دا شان جرګې جوړول د سولې له هڅو سره په ټکر کې دي.

خو د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داوودزي د چهارشنبې د ورځې په خبري غونډه کې وویل چې د سولې د پروسې لپاره معقوله لار لویه مشورتي جرګه ده.

دی وايي، د جرګې ۵۲ کمېټې اوس مهال په‌دې بحثونه کوي چې له دې وروسته د سولې پروسه په څه شکل پر مخ ولاړه شي او له طالبانو سره په مذاکراتو کې دولت او ملاتړي یې څه محودیتونه او صلاحیتونه لري.

د ښاغلي داوودزي په خبره د جرګې هدف د سولې لپاره دولت ته حدود او کړن‌لاره ټاکل دي.

ولسمشر غني هم مشورتي لویې جرګې ته په لومړۍ ورځ په خپله پرانېستونکي وینا کې وویل چې له دې کاره یې هدف کمپاین نه‌دی او که یې موخه دا وای نو نوم یې پرې لویه جرګه نه کېښوده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

۱۴:۱۵ ۱۱.۲.۱۳۹۸

د اتو میاشتو امیدوارې مېرمنې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په‌دې هېله ګډون کړی چې راتلونکی ماشوم یې په سوله او امن کې را لوی شي.

مېرمن مینا احمدزۍ له ګڼو ستونزو سره د کندهار ولایت له پنجوايي ولسوالۍ څخه په لویه جرګې کې ګډون کړی.

نوموړې وايي، جګړه‌یې د کورنۍ ټول غړي اخېستي او یتیمان ورپاتي دي:"ما خپله کورنۍ له لاسه ورکړه، جګړې موږ ته یتیمان پرېښودل، دغه جګړه کې مې درې وروڼه ووژل شول، همدارنګه اوښي‌ګان مې هم له لاسه ورکړل."

د یوې امیدوارې مېرمنې لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په‌داسې یو وضعیت کې له کوره بهر ولاړه شي، خو مینا وايي، غواړي راتلونکی ماشوم یې په سوله او امن کې ژوند وکړي:"که سوله نه‌وي راتلونکی ماشوم مې هم په امن کې نه‌شي اوسېدلی، غواړم چې نور طالبان جنګ بس کړي او د افغان میندو او خویندو ژړا او کوکو ته وګوري."

د سولې په مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ سلنه یې ښځې جوړوي.

د دغې جرګې د جوړونکي کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د جرګې د ۵۲ کاري کمېټو د ۱۳ هغو مشرانې ښځې دي.

ارشیف، د افغانستان د سولې د مشورتې لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مشر او د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داوودزی په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 25 Feb 2019
ارشیف، د افغانستان د سولې د مشورتې لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مشر او د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داوودزی په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 25 Feb 2019

ولسمشر محمد اشرف غني بیا د جرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل، تمه لري چې ښځې په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.

مینا چې د ۳۳ کمېټې غړې ده، وايي، د ښځو نظریاتو ته د دوی په کمېټه کې ځانګړې پاملرنه کېږي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲ کمېټې مشرې فرزانه کوچۍ په بېلابېلو کمېټو کې د ښځو غړیتوب او د یادو کمېټو مشرتابه ته د دوی راتلل ډېر مهم ګني:

"په‌‌دغو کمېټو او اداري پلاوي کې د ښځو حضور اړین وو، ځکه دا نورو ښځو ته لار پرانېزي څو خپل نظریات شریک کړي."

ارشیف، د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲ کمېټو مشره فرزانه کوچۍ د ازادي رآډیو په یوه اوونیز بحث کې , 30 Aug 2018
ارشیف، د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲ کمېټو مشره فرزانه کوچۍ د ازادي رآډیو په یوه اوونیز بحث کې , 30 Aug 2018

په‌دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پردې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

وسله‌والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.

۲۶ کلنه مینا چې د ژوند لومړی ملګری یې په یوه بمي برید کې وژل شوی وايي، د کلي ښځو ورته دا مسؤلیت سپارلی چې د نورو په استازیتوب د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي:

"د کلي خلکو او په ځانګړي توګه میندوراته دا مسؤلیت سپارلی، څو په جرګه کې د هغوی نظریات شریک کړم چې زموږ اولادونه تعلیم وکړي."

د جګړو او ناامنیو له امله د افغانستان په ولایتونو کې شاوخوا ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي، خو مینا هم لکه د خپل کلي د میندو په شان دا هیله لري چې راتلونکی ماشوم یې لوستی وي او تعلیم وکړي.

هغه هیله چې په سوله او امن کې ورته ښه شرایط برابرېدای شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

۱۴:۲۴ ۱۱.۲.۱۳۹۸

د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون بیا هم د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې کوربه ځکه دی چې د لویې جرګې خیمه یې په انګړ کې ده.

د دې جرګې د لسګونو کاري کمېټو کار یې په تدریسي خونو کې روان دی.

له دې مخکې په تیرو څلورو لسیزو کې هم ډېری لویې جرګې او لوی کنفرانسونه په همدې پوهنتون کې جوړ شوي دي،لکه د نورو لوړو تحصیلي موسسو په څېر د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون محصلین هم رخصت شوي دي.

دا چې د سولې مشورتي لویې جرګې پر تدریسي بهیر څه ډول اغېزکړی؟

پر دې او له دغې جرګې سره تړلو نورو مسایلو نوریاس نوري د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون له رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ سره مرکه کړې ده.

ښاغلی کاکړ په پیل کې په‌دې اړه چې ایا دغې جرګې تدریسي بهیر اغېزمن کړی، وایي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00
مستقیم لېنک

۱۶:۵۰ ۱۱.۲.۱۳۹۸

د اتو میاشتو امېدوارې مېرمنې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په‌دې هېله ګډون کړی چې راتلونکی ماشوم‌یې په سوله او امن کې رالوی شي.

مېرمن مینا احمدزۍ له ګڼو ستونزو سره د کندهار ولایت له پنجوايي ولسوالۍ څخه په لویه جرګې کې ګډون کړی.

نوموړې وايي، جګړې یې د کورنۍ ټول غړي اخیستي او یتیمان ورپاتې دي:

"ما خپله کورنۍ له لاسه ورکړه، جګړې موږ ته یتیمان پرېښودل، دغه جګړه کې مې درې وروڼه ووژل شول، همدارنګه اوښي‌ګان مې هم له لاسه ورکړل."

د یوې امېدوارې مېرمنې لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په‌داسې یو وضعیت کې له کوره بهر ولاړه شي، خو مینا وايي، غواړي راتلونکی ماشوم‌یې په سوله او امن کې ژوند وکړي:

"که سوله نه‌وي راتلونکی ماشوم مې هم په امن کې نه‌شي اوسېدلی، غواړم چې نور طالبان جنګ بس کړي او د افغان میندو او خویندو ژړا او کوکو ته وګوري."

د سولې په مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ سلنه‌یې ښځې جوړوي.

د دغې جرګې د جوړونکي کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د جرګې د ۵۲ کاري کمېټو د ۱۳ هغو مشرانې ښځې دي.

ارشیف، د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مشر او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 25 Feb 2019

ولسمشر محمد اشرف غني بیا د جرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، تمه لري چې ښځې په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.

مینا چې د ۳۳مې کمېټې غړې ده وايي، د ښځو نظریاتو ته د دوی په کمېټه کې ځانګړې پاملرنه کېږي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټې مشره فرزانه کوچۍ په بېلابېلو کمېټو کې د ښځو غړیتوب او د یادو کمېټو مشرتابه ته د دوی راتلل ډېر مهم ګني.

مېرمن کوچۍ زیاتوي:

"په‌‌دغو کمېټو او اداري پلاوي کې د ښځو حضور اړین وو، ځکه دا نورو ښځو ته لار پرانیزي څو خپل نظریات شریک کړي."

ارشیف، د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټو مشره فرزانه کوچۍ د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې , 30 Aug 2018

په‌دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

وسله‌والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.

۲۶ کلنه مینا چې د ژوند لومړی ملګری یې په یوه بمي برید کې وژل شوی وايي، د کلي ښځو ورته دا مسؤلیت سپارلی چې د نورو په استازیتوب د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.

مېرمن احمدزۍ زیاتوي:

"د کلي خلکو او په ځانګړې توګه میندو راته دا مسؤلیت سپارلی، څو په جرګه کې د هغوی نظریات شریک کړم چې زموږ اولادونه تعلیم وکړي."

د جګړو او ناامنیو له امله د افغانستان په ولایتونو کې شااوخوا ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي، خو مینا هم لکه د خپل کلي د میندو په شان دا هیله لري چې راتلونکی ماشوم‌یې لوستی وي او تعلیم وکړي.

هغه هیله چې په سوله او امن کې ورته ښه شرایط برابرېدای شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG