د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۶
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور

مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د یوه پرېکړه‌ليک په خپرولو سره پای ته ورسېده

افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د ۲۳ مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د ۲۳ مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې په خپل پریکړه‌لیک کې افغان حکومت او د طالبانو تحریک ته په ۲۳ ماده‌ییز پریکړه‌لیک کې بېلابېلې سپارښتنې درلودې.

د اساسي قانون ساتنه او له سولې وروسته یې تعدیل په یاد قانون کې د ذکر شوي مېکانېزم له مخې:

  • د سولې لپاره ګډ کوښښونه.
  • د روانې هڅې هم‌غږي کول.
  • د امنیتي ځاکونو ساتنه او پیاوړتیا.
  • له سولې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو ملاتړ.
  • د افغانانو د اساسي حقونو او د بیان ازادي خوندیتوب.
  • د زندانیانو تبادله.
  • په افغانستان کې دننه د طالبانو دفتر پرانېستل.
  • په سوله کې له مخکنیو شرطونو تېرېدل.
  • په بین‌الافغاني خبرو ټینګار.
  • د سولې عالي شورا په جوړښت له سره غور .
  • په هم‌غږي او غور سره د نړیوالو ځواکونو وتل یې مهم او اساسي ټکي جوړوي.
    د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
    د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
    د دغې جرګې د پریکړه‌لیک په څلورمه ماده کې له طالبانو او افغان حکومت غوښتل شوي چې د روژې مبارکې میاشت مناسبت بېړنی او دایمي اوربند وکړي.

رفیع‌الله حیدري د پریکړه‌لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک باید د افغانانو غوڅ اکثریت غږ ته لیبک ووايي، د روان کال د روژې مبارکې له را رسېدو سره سم، د دغې مبارکې میاشتې حرمت ته به درناوی، د جګړې د پای ته رسولو د دواړو لوو د باورو فضا د رامنځته کولو او د یو بل په وړاندې منفي تبلیغاتو ته د پای ته رسولو لپاره په ټول هېواد کې دایمي او بیړنی اعلان او پلي شي."

دغې جرګې چې ۳۲۰۰ تنه غړي یې درلودل له تېرو پنځو ورځو راهیسې په کابل کې سره په‌دې موخه جرګه شوي وو چې حکومت ته د سولې په برخه کې سلا او مشورې ورکړي.

که څه هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشرحامد کرزي، د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو او ځینې افغان سیاستولوالو دغه جرګه تحریم کړې وه او هغه یې فرمایشي او کمپایني بللې وه.

خو د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف وویل چې د جرګې ګډونوال په خپلو پریکړو کې ازاد و.

ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف, December 18, 2015
ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف, December 18, 2015

ښاغلي سیاف له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د جرګې مشورو ته په احترام دې په خپل سر کار ونه‌کړي.

ده وویل:

"په مشورې کې هېڅ‌چا هم خپل نظر نه‌دی تحمیل کړی. مطلق ازاده فضا کې ټولو نظریات ارایه شول، په خپلو کې مناقشه شوې او مسایل مو سره را ټول کړي."

ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې د پای په وینا کې د جرګې ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ چې پریکړې به یې عملي کوي او د ښه نیت لپاره یې ۱۷۵ طالبان زندانیانو د ازادېدو اعلان وکړ.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل:

"راځئ په‌دغه مبارکه میاشت کې د ملت له کوره غم لېرې کړو، په‌دغه وړاندیز بشپړ باور لرم او حاضر یم چې ستاسو په وړاندیز عملي کار وکړم، زه نن جرګې ته په درناوي او همدا شان روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي، د ښه نیت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د دوستانه حرکت په توګه، غواړم ۱۷۵تنه هغه طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي، له زندانه ازاد کړم."

نوموړي زیاته کړه چې دوه اړخېز اوربند او طالبانو ته په افغانستان کې دفتر ورکولو ته چمتو دی.

د تېرې روژې میاشتې په وړوکي اختر کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه اړخېز اوربند ټینګ شوی و.

که څه هم وسله‌والو طالبانو تراوسه د جرګې د پریکړو په اړه نظر نه‌دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې یې دغه جرګه غندلې وه.

راپور: رحمت‌الله افغان

۱۶:۲۶ ۱۰.۲.۱۳۹۸

د سولې د مشورتي لویې جرګې ډېری تحریموونکي ګوندونه، انتخاباتي ټیمونه او سیاسي څېرې وايي، له غوښتنو سره سره بیا هم په‌دغه جرګه کې ګډون نه‌کوي.

ددې جرګې ډېری تحریم کوونکي د دغې جرګې د رئیس عبدالرب رسول سیاف غوښتنې ته په غبرګون کې زیاتوي چې د تحریم په اړه د دوی پریکړه لا پرځای دی.

د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سلاکار حکمت صافي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی دغه پرېکړه په شعوري ډول کړې ده.

نوموړی وايي:

"د جرګې د تحریم پرځای چې کومه پریکړه شوې پرځای ده، تحریم په شعوري توګه شوی، موږ د داسې غونډو اوس او بیا هم خلاف یو، د جرګو دود ته احترام لرو، د جګړو ختمول غواړو، جرګې باید شخصي نه‌شي."

د سولې مشورتي لویه جرګه چې تېره ورځ پيل شوه، له ټول افغانستانه ۳۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی او ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

  • د حکومت اجرائیه رئیس.
  • پخوانی ولسمشر.
  • د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار.
  • جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید حنیف اتمر
  • او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ۱۲ اتنخاباتي ټیمونو جرګه تحریم کړې ده.
عبدالرب رسول سیاف: تحریم کوونکو دې بېرته په جرګه کې ګډون وکړي
عبدالرب رسول سیاف: تحریم کوونکو دې بېرته په جرګه کې ګډون وکړي

د دغې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف د جرګې په لومړۍ ورځ له تحریم کوونکو وغوښتل چې بېرته په جرګه کې ګډون وکړي:

"هغه دوستان چې نشته هغوی هم راځي، ډاکټر صاحب عبدالله د سولې مینه‌وال دی، واړه واړه نزاکتونه چې د کار په برخه کې لرو هغه حلېږي، تاسې ډاډه اوسئ، له دې ځایه پرې غږ کوم چې د جرګې په وروستۍ ورځ دلته تشریف راوړي."

خو د حنیف اتمر په مشري د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه وايي چې دغه جرګه کمپایني بڼه لري، نو ځکه ورکې برخه نه اخلي.

نوموړی وايي:

"موږ په‌دې مرحله کې په جرګه کې ګډون نه‌کوو، ځکه د جرګې اهداف کمپایني دي او همداشان د بین‌الافغاني مذاکراتو د جوړېدا خنډ ګرځي."

ارشیف، د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه
ارشیف، د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه

بل‌خوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې دغه جرګه د فرمایشي ده، د ستونزو د حل پرځای ستونزې رامنځته کوي.

د دغه ګوند د مطبوعاتي ټیم غړی فضل غني حقمل وايي، هېڅکله به هم حزب‌اسلامي په‌دغه جرګه کې ګډون ونه‌کړي.

دی وايي:

"دا جرګه یوه فرمایشي جرګه ده، نه یوازې ستونزې نه‌شي حلولای بلکې ستونزې نورې هم ډېروي، حزب اسلامي به په جرګه کې ګډون ونه‌کړي."

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د لویې جرګې د جوړېدونکي کمېسیون د دارلانشاء مرستیال ضیاالحق امرخېل دغه څرګندونې ردوي او وايي چې دغه جرګه د سولې د مشورې لپاره راغوښتل شوې او یوازې به حکومت ته د سولې په اړه مشورې ورکوي.

غني: لویه جرګه له طالبانو سره د مذاکرې چوکاټ او حدوډ ټاکي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د جرګې په پرانېست غونډه کې وویل چې د تحریم کوونکو په اړه څه نه وايي، قضاوت خلکو ته پریږدي او دا یې هم وویل چې دا جرګه کمپایني بڼه نه‌لري او که دا نیت یې درلود نو، نوم یې پرې لویه جرګه نه کېښود.

راپور: رحمت‌الله افغان

۱۷:۱۸ ۱۰.۲.۱۳۹۸

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشورتي لوېې جرګې د لومړۍ ورځې په ناسته کې د ملي ټلوېزیون د خپرونو په بګراونډ کې د طالبانو د استازیو د تصویرونو ښودل، غیر قانوني ګڼي.

د مشورتي لوېې جرګې په لومړۍ ورځ د ملي ټلوېزیون د خپرونو په بګراونډ یا تر شا تصویرونو کې د ځینو تصویرونو او ټویټرپاڼو خپرېدو، دغې رسنۍ ته سرخوږی پیدا کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال سیداقا فاضل سنچارکي ازادي راډیو ته وویل، د ملي ټلوېزیون د دغو خپرونو پر وړاندې چې ستونزې‌یې پېښې کړي، غلې نه پاتې کېږي او په‌دې اړه یې یادې رسنۍ ته خبر ورکړی دی.

دی وايي:

"دغه شان اقدامات کولی شي، د طالبانو ډلې ته لوړ مقام ورکړي، دغه ستونزه وارده ده، طبعاً وزارت به د اړتیا وړ تذکرات ورکړي. دوه بنرونه مو ور استولي او کومې ستونزې چې په‌کې وې، ورته مو په ګوته کړي. هغه کسان چې جنایت کوي او سیاسي نظام نه مني، باید تربیون ورنه‌کړل شي."

د سولې د مشورتي لوېې جرګې په لومړۍ ورځ، ملي ټلوېزیون د خپرونو تر شاه ځینې تصویرونه خپاره کړل.

د دغو تر شا تصویرونو په لومړي کتار کې ولسمشر غني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، شېر محمد عباس ستانکزی، په قطر کې د طالبانو د دفتر استازی عبدالسلام حنفي او دوه مخ پوښلې ښځې، د ولسمشر تر شاه ښودل شوي دي.

دغه بګراوند په ټولنیزو شبکو کې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.

ملي ټلوېزیون له دغو غبرګونونو وروسته د څو عصري ښځو دوه تصویرونه هم د پخوانیو تصویرونو ترڅنګ په بګراوند کې ځای کړل، خو نور بدلون یې په‌کې را نه‌وست.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ملي ټلوېزیون اوس‌مهال د یوې خپلواکې رسنۍ په شان فعالیت کوي او دغه وزارت پرې هېڅ څار نه‌لري.

په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجرائیه رئیس صدیق‌الله توحیدي وايي، که د ملي ټلوېزیون په خپرونو کې د بګراونډ تصویرونه د دولت یا مخالفینو له‌خوا، ښځو ته زیان رسوونکي وګڼل شي، بیا هم ښه پیغام نه‌لري.

آرشیف، خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجرائیه رئیس صدیق‌الله توحیدي
آرشیف، خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجرائیه رئیس صدیق‌الله توحیدي

توحیدي وايي، دا کار ښايي د دغه ټلوېزیون د نویو مسؤلانو د بې خبرۍ له مخې شوی وي چې د دغې دولتي رسنۍ له پالیسیو سره بشپړه بلدتیا نه‌لري.

دی زیاتوي:

"د ولسمشر غني ترڅنګ د طالبانو لوړ ښودل، د دوه حکومتونو، دوه ادارو او دوه نظامونو ښکارندويي کوي. چا چې دغه طرحه ترسره کړې باید پوهېدلی وي چې حکومت یو دی او یو قانون لري. اوس چې کومې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي، د دې معنی نه‌لري چې حکومتونه دې دوه وي. هېڅ هېواد تر اوسه دغه ډله په رسمیت نه‌ده پیژندلې."

په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره په مذاکراتو کې له افغان مېرمنو سره د دوی د لاسته راوړنو د خوندیتوب او په سیاسي چارو کې د دوی د مشارکت په هکله د یو لړ انديښنو را پیدا کېدل دي.

افغان حکومت تل ویلي چې په‌دغو مذاکراتو کې د افغان مېرمنو ګډون او د دوی سیاسي رول لومړیتوب لري.

خو یو شمېر ارواپوهان وايي، د سولې د مشورتي لوېې جرګې په ناسته کې د دا شان تصویرونو خپرېدل، له رواني پلوه په ټولنه کې فعالو مېرمنو ته ښه پایله نه‌لري.

شرف الدین عظیمي یې په‌دې اړه وویل:

"په خواشینۍ سره دغه بنر ښيې چې ښځه او ماشوم به بیا هم قرباني شي او خوندي نه‌دي. ښځې چې تاسې په‌دغه تصویر کې ولیدې، په خواشینۍ سره چې داسې ځینې څېزونه به ووینئ چې د ښځو او ماشومان په ګټه به نه‌وي. کله چې تاسې په ناپوهۍ سره دا شان کار کوئ، طبعاً د ښځو په روحیه اغېز کوي او د روښانفکرو د قشر اندیښنې به ورسره یوځای وي."

د ولسمشر تر شاه د ملي ټلوېزیون له‌خوا د طالبانو او مخ پوښلو ښځو تصویرونو یوازې د ټولنیزو شبکو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غبرګون نه‌دی پارولی.

د ښځو د حقونو فعاله شکریه جلالزی وايي، دا کار کیدای شي په ټولنه کې فعالو مېرمنو ته یو خبرداری وي او دا چې د دا شان تصویرونو خپرول څه پایلې لري، باید ملي ټلوېزیون یې ځواب ووايي.

ازادي راډیو وغوښتل په‌دې اړه د ملي ټلوېزیون د مسؤلینو نظر ولري، خو هغوی خبرو ته حاضر نه‌شول.

راپور: خان محمد سیند

۱۹:۳۹ ۱۰.۲.۱۳۹۸

د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې تر پرانېستلو یوه ورځ وروسته نن د سې شنبې په ورځ د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره شول.

د جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وویل چې د ټاکنو په نتیجه کې به پنځه مرستیالان او پنځه منشیان وټاکل شي.

همدارنګه د یادې جرګې د ۵۱ کمېټو مشران او منشیان هم وټاکل شول.

د سولې مشورتي لویې جرګې هره کمېټه ۸۱ تنه غړي لري.

د جرګې یو شمېر غړي بیا له دې اندېښمن دي چې ممکن دغه جرګه څو نورو ورځو ته هم وغځېږي.

د جرګې یوې غړې لینا شېرزاد وویل:

"که وضعیت همداسې روان وي او هرڅوک په خپل زړه کار وکړي، د دې ډېر احتمال شته چې دغه جرګه وغځېږي."

خو د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاوالحق امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د لویې جرګې کارونه د مهالویش پر اساس روان دي او په ټاکلي وخت به بشپړ شي.

ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاوالحق امرخېل , June 23, 2014
ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاوالحق امرخېل , June 23, 2014

نوموړي زیاته کړه:

"تراوسه خو موږ له مهالویش نه وروسته نه‌یو پاتې، خو که اړتیا وه بیا د جرګې مشر او ادارې پلاوی تصمیم ونیسي."

ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې د جرګې د کمېټو د مشرانو تر ټاکلو وروسته یادو کمېټو عملاً کار پیل کړی دی.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه تېره ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پرانېستل شوه.

په‌دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی چې ۳۰۰ تنه یې مېلمانه او پاتې یې غړي دي.

په‌دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي؟

وسله‌والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي وو چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.

بل‌خوا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو ځنیو نوماندانو دا جرګه نمایشي او د ولسمشر غني ټاکنیز کمپاین بللې.

راپور: ناجیه ساپۍ

۰۷:۳۱ ۱۱.۲.۱۳۹۸

له دوه ورځو بحثونو او کار وروسته بالاخره د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د مشرتابه پلاوی بشپړ شو.

د لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مرستیال ضیاالحق امرخیل د سې شنبې په ناوخته وویل، محمد افضل حدید، محمد عارف نورزی، کمال صافی، حبیبه سرابي او منیره اخندزاده د دې جرګې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د ښاغلي امرخېل په وینا، رفیع الله حیدري، موسی رحیمي، عرفان الله عرفان، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د مشورتي لویې جرګې د منشیانو په توګه انتخاب شوي.

په‌داسې حال کې چې د څلورو ورځو لپاره د دې پلان شوې مشورتي لویې جرګې نیمايي وخت د اداري پلاوي په بشپړېدو او لومړنیو کارونو ولګول شو، دا اندېښنه شته چې ښايي، پر اصلي موضوع د بحثونو لپاره وخت کم او جرګه اوږده شي.

خو د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون چارواکي وايي، تراوسه یې چارې له مهالویش سره سمې روانې دي او دوی هیله لري چې د پنجشنبې د ورځې تر پای پورې به د جرګې بحثونه بشپړ او راټول شي.

ټاکل شوې چې نن د دې جرګې غړي په یو پنځوس کمېټو کې بحثونو ته دوام ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG