په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې ته د ورغلو لارو بندښت د لوېدیځ زون اوسېدونکي له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل په لوېدېځ کې د میرویس میدان (کوټه سنګي) سيمې یو اوسېدونکی چې غواړي خپل ناروغ ماشوم روغتون انتقال کړي، وايي چې له دوه ساعته انتظار وروسته لاهم امنیتي ځواکونو ورته د تلو اجازه نه ده ورکړې.
ده وویل:
"زوی مې ناروغ دی، امنیتي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې خپل ماشوم زوی مې روغتون ته انتقال کړم، که څه هم د جرګې سیمه مشخصه ده، نو ولې یې دا لار تړلې؟"
دا یوازې هاشم نه دی چې له دې ستونزې شکایت کوي، بلکې یو شمېر نور د پاخه عمر کسان چې د شکر له ناروغۍ رنځ وړي او د تلو توان نه لري، هم ورته شکایت لري.
د دوی له ډلې یو تن وویل:
“ناروغ یم، همدا اوس مې وینه معاینه کړه، شکر ناروغي لرم، د پلي تګ توان نه لرم، پښې مې درد کوي او څوک راته اجازه نه راکوي چې په موټر کې لاړ شم."
دا شکایتونه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ یو ناروغ ماشوم د شدیدو امنیتي تدابیرو له امله په وخت روغتون ته ونه رسېد او مړ شو.
د دغه ماشوم پلار ازادي راډيو ته وویل، کله چې غوښتل یې خپل ماشوم زوی روغتون ته انتقال کړي، امنیتي ځواکونو کابل امبولانس ته اجازه ور نه کړه او ماشوم یې ساه ورکړه.
آرشیف/ افغان پولیس په کابل ښار کې د ګزمې په حال کې/ Source: AFP
د کابل په لوېدیځه برخه کې د جرګې سېمې ته نږدې خلک څو ځایه پلټل کېږي او امنیتي ځواکونه یې په جدي ډول څاري.
په داسې حال کې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ رسماً پرانیستل شوه، خو دغې جرګې ته ان د جمعې له ورځې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د جرګې تر پایه یعنې څلور ورځې به دوام وکړي.
دغو ناروغ لروونکو له کابل امبولانسه استفاده نه ده کړې، بلکې غواړي چې د شخصي وسایطو په وسیله ناروغان انتقال کړي.
په داسې حال کې چې د کابل امبولانس مسؤلین وايي، د دوی کار کوونکي او امبولانسونه ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي او د کابل اوسېدونکي کولای شي چې د اړتیا پرمهال ورسره اړیکه ونیسي.
د کابل امبولانس رئیس ډاکتر محمد عالم عاصم ازادي ارډيو ته وویل:
"له دې پرته چې د لویې جرګې سیمه تر پوښښ لاندې لرو، په نورو سیمو کې هم مونږ امبولانسونه توظیف کړي او تېره شپه ۵۳ ناروغان د کابل امبولانس له لارې روغتونونو ته انتقال شوي دي."
دا لومړی ځل نه دی چې کابل ښاریان د شدیدو امنیتي تدابیرو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، بلکې تر دې وړاندې په کراتو کراتو ورته شکایتونه مطرح شوي دي.
راپور: ناجیه ساپۍ
له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو د ټاکلو په هدف د سولې مشورتي لویه جرګه نن په کابل کې پرانیستل شوه.
ولسمشر غني او د جرګې ګډونوال تر یوې خېمې لاندې راټول شوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په لارو چارو خبرې وکړي.
ښاغلي غني د سولې مشورتي لویه جرګه د خپلو سیاسي مخالفانو او په حکومت کې دننه د سوله غوښتونکو له مخالفتونو سره هم مهاله جوړه کړې ده.
افغان ولسمشر د سولې د مشورتي جرګې د پرانیستې مراسمو ته وویل چې د سولې د مشورتي لویې جرګې هدف د سولې لپاره د چوکاټ او حدودو ټاکل دي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې د مراسمو یو انځور
ښاغلي غني دغه شان وویل چې د افغانستان د سولې د مشورتي جرګې غړي یوازې د شپږو میاشتو لپاره د افغانستان مسیر نه، بلکې دی هیله مند دی چې دغه جرګه د راتلونکې یوې پېړۍ لپاره دا مسیر وټاکي.
ده وویل:
"ولې مشورتي لویه جرګه؟ ځکه چې له طالبانو سره د سولې چوکاټ او حدود وټاکو، تاسې د ملت منتخب استازي دا حدود ټاکئ، نه عالي رتبه دولتي مامورین، له دې امله چې سوله تعریف شي او او ورته د رسېدلو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شي، د افغانستان جمهوریت به د خلکو د نظریاتو په رڼا کې د سولې تګلاره جوړه او بشپړه کړي او هڅه به وکړي چې ټولې دولتي سرچینې او امکانات یې د عملي کولو لپاره وکاروي."
د سولې په مشورتي جرګه کې د افغانستان له ټولو ولایتونو او دغه شان په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په ګډون ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی دی.
ټاکل شوې چې دا جرګه څلور ورځې یعنې تر راروانې پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي.
د جرګې ګډون کوونکي به په ۵۱ کمېټو کې تر بحثونو او ګروپي کارونو وروسته له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو په اړه خپلې مشورې او نظریات له حکومت او د جرګې په وروستۍ ورځ به پایلې په یوه پرېکړه لیک کې له خلکو سره شریکې شي.
په دغه جرګه کې د ښځو شمېر دېرش سلنه دی او ولسمشر غني وايي، تمه لري چې دوی په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.
د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډونوالو ښځو یو انځور
ښاغلي غني به خپلو نننیو خبرو کې پاکستان هم مخاطب کړ او ویې ویل چې افغانستان له بې سارو او انعطاف وړ طرحو په ښودلو سره په وار وار ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته مراجعه کړې.
د ښاغلي غني په وینا، کابل په څو ځلي اسلام اباد ته دا ویلي چې له جګړو او تاوترخوالي هېڅ لوری ګټه نه کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"افغانان ستاسې ښه دوستان کېدلای شي، خو هېڅ کله به هم چاسره نا برابرې اړیکې ونه پالي، هر څه ته حاضر یوو، خو د خپل اقتدار او خپلواکۍ قربانۍ ته نه، که غواړئ مونږ سره ملګرتیا ولرئ او په وړاندې مو کوم ګواښ نه وي، مونږ په خدمت کې یوو، خو که غواړئ چې د نرم جنګ او تاوتریخوالي له لارې مونږ بې خاصیته کړئ، دا کار امکان نه لري."
د سولې مشورتي لویه جرګه په داسې حال جوړېږي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د راروانو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره دولسو کاندیدانو دا جرګه غیر قانوني بللې او تحریم کړې یې ده.
یو شمېر دغو سیاسي څېرو ویلي چې د مشورتي لویې جرګې یو هدف د ولسمشر له خوا انتخاباتي کمپاین دی.
خو ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو نننیو څرګندونو کې د دوی دا خبرې هم بې ځوابه پرې نښودې او ویې ویل:
"زه په هغوی چې نه دي راغلي خبرې نه کوم، تاسې قضاوت وکړئ، د جګړې بار بېوزله خلک په اوږو وړي، نه سیاسي نخبګان، زه دلته کمپاین ته نه یم راغلی، که کمپاین مې غوښت، نوم مې ورته لویه جرګه نه کېښود."
د سولې مشورتي لویه جرګه یوازې د ښاغلي غني په خبرو نه خلاصه کېږي.
نوموړي جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف د دغې جرګې د رئیس په توګه وټاکه.
ښاغلی سیاف د مشورتي لویې جرګې پایلو ته هیله مند دی او وايي، سوله راتلونکې ده.
جهادي رهبر او د سولې د مشورتي جرګې مشر عبدرب رسول سیاف
ده وویل:
"مونږ د پخلاینې پر لور ځو، سوله به حتمي راولو، که څوک غواړي که نه، سوله به راولو، په دې کې احتیاط هم کوو چې خدای مه کړه په ناپوهۍ یا د تېروتنې له امله زمونږ قدم د ملک د وېشلو لامل ونه ګرځي او زمونږ ملي یووالی او ملي حاکمیت اغېزمن نه کړي."
د جرګې ګډون کوونکي په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې د چوکات او حدودو د ټاکلو لپاره سره راټول شوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او نړۍ په کچه هڅې تېزې شوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو هم پیل شي.
افغان ولسمشر د سولې مشورتي جرګې ته په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو جګړه مشروعیت نه لري او باید ختمه شي.
مخکې تر دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، تمه لري چې سږنی کال د سولې کال وي.
راپور: اجمل تورمان
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لویې جرګې د پرانیستو په مراسمو کې پر افغان سیاستوالو ټینګار وکړ چې خپلې وړې ګټې دې د لویو ملي ګټو لپاره یوې خواته کړي.
نوموړي هغو سیاستوالو ته په خطاب کې چې دا لویه جرګه یې تحریم کړې، وویل چې د جګړې پېټی د بېوزلو افغانانو پر شا دی، نه د سیاسي څېرو.
ولسمشر غني د ده د سیاسي مخالفانو انتقادونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې مشورتي لویه جرګه یې د انتخاباتي کمپاین هڅه نه ده.
بل خوا د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسيون رئیس محمد عمر داودزی وايي، د سولې په دې مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسان د غړو په توګه برخه لري.
ښاغلي داودزي چې د مشورتي لویې جرګې په پرانیسته کې یې وینا کوله، وویل چې د دې جرګې یو غړی د جرګي د غړیتوب لپاره تر انتخاب وروسته وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د دې مشورتې جرګې د ۳۲۰۰ غړو تر څنګ د پرانیستې په مراسمو کې یې ۳۰۰ مېلمنو چې په کې دولتي چارواکي او د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتان شامل دي، برخه اخیستې.
که څه هم طالبانو لویه جرګه تحریم کړې، خو ښاغلي داودزي په خپله وینا کې له دې ډلې مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډله مشورتي لویې جرګې ته د خلکو د راتګ په مخ کې خنډ شوې نه ده.
د سولې په تړاو د ولسمشر غني له خوا په دې وربلل شوې جرګه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په شمول، تر درې زرو زیات کسان برخه لري چې په سلو کې دېرش سلنه برخه یې ښځې دي.
ټاکل شوې چې د دې مشورتي جرګې غړي به په راتلونکو څلورو ورځو کې په لسګونو کاري کمېټو له طالبانو سره د سولې په تړاو کار وکړي.
یو شمېر سیاسي څېرو لکه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د څوکۍ ۱۲ کاندیدانو دا جرګه تحریم کړې ده.
نن د سې شنبې په ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي غړي ټاکل کېږي.
د افغانستان د سولې مشورتي جرګه د غونډې په لومړۍ ورځ ونه توانېده چې خپل اداري پلاوی وټاکي.
د دې جرګې د یو شمېر ګډونوالو په وينا، هغه مهال د پلاوي د غړو د ټاکل کېدو پر سر اختلافات رامنځته شول چې ټاکل شوې وه د دې پلاوي ټول اته غړي له دې پرته خپل کار پیل کړي چې د ټاکل کېدو په اړه یې د رأیو صندوق کېښودل شي.
فاطمه عزیز د سولې د مشورتي لويې جرګې له ګډونوالو یوه ده. دې پرون ماښام له ازادي راډيو سره د جرګې د اداري پلاوي د ټاکل کېدو د ځنډ په اړه داسې وويل:
"تر ويناوو وروسته ټاکل شوې وه چې د جرګې اداري پلاوی د بېلګې په توګه مرستيالان او منشيان انتخاب شي او وروسته د کمېټو کار پیلېده، خو کله چې د اداري پلاوي د بشپړېدو پر لور لاړل، په انتسابي توګه یې يو ټيم معرفي کړ چې باید هغوی د جرګې مرستيالان او منشيان شوي وای، دا خبره د جرګې د یو شمېر غړو له خوا له مخالفت سره مخامخ شوه او هغوی وغوښتل چې د اداري پلاوي کسان باید انتخاب شي."
د سولې د لویې جرګې جوړوونکی کمېسیون وايي، د وخت ضايع کېدو د مخنیوي په خاطر پرېکړه وشوه چې د جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکنې لپاره رأیې ورنه کړل شي.
د دې کمېسیون وياند سید علي کاظمي پرون د دوشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وويل:
"له دې خاطره چې لږ وخت ونيول شي او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه څلور مرستيالان او څلور منشيان په نظر کې نیول شوي وو، په لاس پورته کولو سره له ښه مرغه وټاکل شول، خو په پای کې د کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو استازو اعتراض وکړ."
ښاغلي کاظمي زياته کړه چې نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکلو لپاره د رأيې ورکولو صندوق ايښودل کېږي.
ده وويل چې نن به د اداري پلاوي له ټاکل کېدو وروسته کاري کمېټې جوړې شي.
نوموړي زیاته:
د سولې د لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون ویاند سید علي کاظمي
"بېلابېلې پنځوس يا دوه پنځوس کسیزې کمېټې به جوړې شي چې د خلکو درنو استازو ته به په همدې چوکاټ کې ځای ورکړل شي، دوی به هم خپلې ټاکنې ولري او په انتخابي توګه به رئیس، مرستيال او منشي ولري او هغه بحثونه چې له طالبانو سره د مذاکراتو، د مذاکراتو د چوکاټ او د مذاکراتو د حدودو په اړه کېږي، راټول کړای شي او د جرګې په وروستۍ ورځ به د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړي."
د سولې د لويې جرګې په رامنځته کېدو اصلي هدف له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره د چوکاټ جوړولو دي.
دا جرګه پرون دوشنبه په کابل کې د کلکو امنیتي تدابیرو پر مهال جوړه شوه او تر پنجشنبې به دوام وکړي.
د دې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي چې څه باندې درې زرو کسانو په دې جرګه کې ګډون وکړ.
د دې کمېسیون په وينا، شااوخو دېرش فیصده ګډونوال یې ښځې دي.
د سولې د مشورتي لويې جرګې رئیس عبدرب رسول سیاف پرون دوشنبه هيله څرګنده کړه چې هغه کسانو چې په دې جرګه کې يې له ګډونه ډډه کړې ده، په وروستۍ ورځ ګډون وکړي.
۱۲ انتخاباتي ټیمونو د يکشنبې په ورځ په ګډه اعلاميه کې په دې جرګه کې ګډون رد کړ.
دوی د سولې مشورتي جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني او د انتخاباتو د اتلسو کانديدانو د کمپاین برخه وبلله، خو ولسمشر غني د دې جرګې په پرانیسته کې دا ادعاوې رد کړې.