ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل:
"د لویې جرګې یوه وړه لاسته راوړنه به دا وي که درې زره تنه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راټول او سره به وویني او دا هم د دولت او ملت جوړونې لپاره مهم دي."
د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه.
دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني لهخوا رابلل شوې ده.
په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی.
د دغو ګډون کوونکو ۳۰ سلنه ښځې دي.
جمهور رئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانېستې په مراسمو کې وویل:
"موږ په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د سولې لپاره ټول بینالمللي شرایط چمتو کړي دي، ټولې بهانې او خنډونه مو لهمنځه یوړل، د افغانستان د جنګ په اړه مو د اسلامي نړۍ نظر بدل کړی دی."
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ۱۲ ولسمشریزو نوماندانو په ګډون ځینو سیاسي څېرو دغه جرګه تحریم کړه.
طالبانو هم دغه جرګه غیر مشروع بللې ده.
د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه.
ولسمشر غني دې جرګې ته له خپلې وینا وروسته پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ددې جرګې د رئیس په توګه وټاکه.
د سولې مشورتي لویه جرګه نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا پرانېستل شوه او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف یې د دې جرګې رئس وټاکه.
ښاغلي غني، د لویې جرګې د پرانېستو په مراسمو کې پر افغان سیاستوالو ټینګار وکړ چې خپلې وړې ګټې دې د لویو ملي ګټو لپاره یوې خواته کړي.
نوموړي هغو سیاستوالو ته په خطاب کې چې دا لویه جرګه یې تحریم کړې وویل، د جګړې پیټی د بې وزلو افغانانو پر شا دی، نهدی سیاسي څېرو.
ولسمشر غني د ده د سیاسي مخالفانو انتقادونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې مشورتي لویه جرګه یې د انتخاباتي کمپاین هڅه نه ده.
بلخوا د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی وايي، د سولې پهدې مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسان د غړیو په توګه برخه لري.
ښاغلي داوودزي چې د مشورتي لویې جرګې په پرانېسته کې یې وینا کوله وویل، د دې جرګې یو غړی د جرګي د غړیتوب لپاره تر انتخاب وروسته وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا د دې مشورتي جرګې د ۳۲۰۰ غړیو تر څنګ د پرانېستې په مراسمو کې یې ۳۰۰ مېلمنو چې پهکې دولتي چارواکي او د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماټان شامل دي، برخه اخېستې.
که څه هم طالبانو لویه جرګه تحریم کړې ده، خو ښاغلي داوودزي په خپله وینا کې له دې ډلې مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډله مشورتې لویې جرګې ته د خلکو د راتلو مخ کې خنډ شوې نهده.
د سولې په تړاو د ولسمشر غني لهخوا په دې وربلل شوې جرګه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په شمول تر درې زرو زیات کسان برخه لري چې په سلو کې دیرش برخه یې ښځې دي.
ټاکل شوې چې د دې مشورتي جرګې غړي به په راتلونکو څلورو ورځو کې په لسګونو کاري کمېټو د طالبانو سره د سولې په تړاو کار وکړي.
یو شمېر سیاسي څېرو لکه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د څوکۍ ۱۲ کاندیدانو دا جرګه تحریم کړې ده.