ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، نن زه د لویې جرګې په دې تالار کې یو نوی افغانستان وینم، ځوان رهبران، ښځې او د ټولنې معزز دیني علماء او سپین ږیري وینم.
دا زما لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د ټول افغانستان څخه د ولس درې زره استازي د یو با عزته چتر لاندې طالبانو سره د مذاکراتو د حدودو او چوکاټ ټاکلو په خاطر سره راټول شوي دي.
نن د ټول ملت سترګې د سولې دغې عظیمې مشورتي جرگې ته دي.
ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې په مراسمو کې د جرګې ګډون کوونکو ته وویل:
"زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډېرو محرومو او لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو څخه، د ټولو ښارونو، کلیو او ناحیو څخه، د افغاني ټولنې د هر نسل او هر قشر څخه، انتخابي استازي دلته د لویې جرګې په تالار کې د یو با عزته چتر لاندې راټول شوي دي."
ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل:
"زه پوهېږم چې دا ملت له دین او وطن څخه په دفاع او په خپل هېواد کې د دایمي ثبات لپاره تر دې زیاتو قربانیو، صبر، تحمل او زغم ته اماده دی، خو زه د هېواد د لومړي مسؤل او خادم په توګه، له لومړۍ ورځې څخه د دغه بدبخته جنګ له قیمته خبر یم، پهدې خبر یم چې د جنګ دواړه غاړې کورنۍ څومره لوړه بیه پرې کوي، دا ما خپله دنده او مکلفیت ګڼلی دی چې دغو دردونو ته د پای ټکی کېږدم او د دغه عظیم ملت شهامت او مېړانې څخه د وطن د ابادۍ لپاره کار واخلم."
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو څرنګوالی
د سولې مشورتي لویه جرګه څلور ورځې دوام کوي او درې برخې لري.
- د پرانیست برخه
دغه برخه د ولسمشر د وینا، د جرګې د مشر او د اداري پلاوي د ټاکل کېدو په شمول دي.
د ولسمشر غني له وینا وروسته، د جرګې مشر د ولسمشر لهخوا ټاکل کېږي.
د جرګې د مشر له ټاکل کېدو وروسته، اداري پلاوی ټاکل کېږي او وروسته کاري کمېټې کار پیلوي.
- کاري کمېټې
د سولې مشورتي لویه جرګه به ۵۱ کاري کمېټې ولري چې هره کمېټه به ۷۰-۸۰ غړي ولري.
د سولې مشورتي لویې جرګې غړي په لومړۍ او دوهمه ورځ په کاري کمېټو کې بحث کوي او د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون د مشر په وینا، په کاري کمېټو کې د بحث لړۍ د رسنیو لهخوا نهخپرېږي.
د لویې جرګې په درېیمه ورځ، کاري کمېټې خپل راپور اداري پلاوي ته وړاندې کوي چې دغه لړۍ به د رسنیو لهخوا تر پوښښ لاندې ونیول شي.
- د پای برخه
د پای برخه یا غونډه به په څلورمه ورځ یعنې د پنجشنبې په ورځ وشي او په هغې کې به د بحثونو نتیجه په یوه پرېکړهلیک یا اعلامیه کې خپره شي.