افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د ۲۳ مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.
د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې په خپل پریکړهلیک کې افغان حکومت او د طالبانو تحریک ته په ۲۳ مادهییز پریکړهلیک کې بېلابېلې سپارښتنې درلودې.
د اساسي قانون ساتنه او له سولې وروسته یې تعدیل په یاد قانون کې د ذکر شوي مېکانېزم له مخې:
د سولې لپاره ګډ کوښښونه.
د روانې هڅې همغږي کول.
د امنیتي ځاکونو ساتنه او پیاوړتیا.
له سولې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو ملاتړ.
د افغانانو د اساسي حقونو او د بیان ازادي خوندیتوب.
د زندانیانو تبادله.
په افغانستان کې دننه د طالبانو دفتر پرانېستل.
په سوله کې له مخکنیو شرطونو تېرېدل.
په بینالافغاني خبرو ټینګار.
د سولې عالي شورا په جوړښت له سره غور .
په همغږي او غور سره د نړیوالو ځواکونو وتل یې مهم او اساسي ټکي جوړوي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
د دغې جرګې د پریکړهلیک په څلورمه ماده کې له طالبانو او افغان حکومت غوښتل شوي چې د روژې مبارکې میاشت مناسبت بېړنی او دایمي اوربند وکړي.
رفیعالله حیدري د پریکړهلیک یوه برخه داسې ولوسته:
"د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک باید د افغانانو غوڅ اکثریت غږ ته لیبک ووايي، د روان کال د روژې مبارکې له را رسېدو سره سم، د دغې مبارکې میاشتې حرمت ته به درناوی، د جګړې د پای ته رسولو د دواړو لوو د باورو فضا د رامنځته کولو او د یو بل په وړاندې منفي تبلیغاتو ته د پای ته رسولو لپاره په ټول هېواد کې دایمي او بیړنی اعلان او پلي شي."
دغې جرګې چې ۳۲۰۰ تنه غړي یې درلودل له تېرو پنځو ورځو راهیسې په کابل کې سره پهدې موخه جرګه شوي وو چې حکومت ته د سولې په برخه کې سلا او مشورې ورکړي.
که څه هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشرحامد کرزي، د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو او ځینې افغان سیاستولوالو دغه جرګه تحریم کړې وه او هغه یې فرمایشي او کمپایني بللې وه.
خو د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف وویل چې د جرګې ګډونوال په خپلو پریکړو کې ازاد و.
ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف, December 18, 2015
ښاغلي سیاف له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د جرګې مشورو ته په احترام دې په خپل سر کار ونهکړي.
ده وویل:
"په مشورې کې هېڅچا هم خپل نظر نهدی تحمیل کړی. مطلق ازاده فضا کې ټولو نظریات ارایه شول، په خپلو کې مناقشه شوې او مسایل مو سره را ټول کړي."
ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې د پای په وینا کې د جرګې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې پریکړې به یې عملي کوي او د ښه نیت لپاره یې ۱۷۵ طالبان زندانیانو د ازادېدو اعلان وکړ.
نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل:
"راځئ پهدغه مبارکه میاشت کې د ملت له کوره غم لېرې کړو، پهدغه وړاندیز بشپړ باور لرم او حاضر یم چې ستاسو په وړاندیز عملي کار وکړم، زه نن جرګې ته په درناوي او همدا شان روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي، د ښه نیت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د دوستانه حرکت په توګه، غواړم ۱۷۵تنه هغه طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي، له زندانه ازاد کړم."
نوموړي زیاته کړه چې دوه اړخېز اوربند او طالبانو ته په افغانستان کې دفتر ورکولو ته چمتو دی.
د تېرې روژې میاشتې په وړوکي اختر کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه اړخېز اوربند ټینګ شوی و.
که څه هم وسلهوالو طالبانو تراوسه د جرګې د پریکړو په اړه نظر نهدی څرګند کړی، خو له دې وړاندې یې دغه جرګه غندلې وه.
راپور: رحمتالله افغان