په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د يوه پرېکړهليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
په پرېکړهليک کې له وسلهوالو طالبانو غوښتنه شوې چې جګړه پاى ته ورسوي او روغه جوړه وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، حکومت د روژې په مناسبت په لسګونو طالبان له زندانونو ازادوي:
"زه نن جرګې او د روژې مبارکې مياشتې ته په درناوي، د ښه نيت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دوستانه حرکت په توګه غواړم ١٧٥ طالبان چې له کلونو راهيسې بنديان دي، له زندانونو خوشې کړم."
د سولې مشورتي لويې جرګې شا و خوا ٣٢٠٠ برخوالو له دوشنبې راهيسې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د څرنګوالي په اړه بحثونه وکړل.
که څه هم په جرګه کې د وسلهوالو طالبانو استازو برخه نه درلوده، ځينو سياستوالو، دغه راز د جمهوري رياست د ټاکنو ځينو کانديدانو دغه جرګه تحريم کړې وه.
د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې خپل ۲۳ مادهییز پریکړهلیک افغان حکومت ته وسپاره.
پهدغه پریکړهلیک کې له افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو غوښتل شوي وو چې د روژې مبارکې په مناسبت دې بیړنۍ او دایمي اوربند وکړي.
افغان ولسمشر د جرګې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې پریکړهلیک به عملي کوي او د ښه نیت لپاره یې ۱۷۵ طالبان چې له ډېره وخت راهیسې زندانیانو د ازادېدو اعلان وکړ.
نوموړي دا هم وویل چې اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو.
ښاغلي غني همدارنګه وویل:
"مشورتي لویه جرګه له ما غواړي چې د دغه اتفاق او اتحاد څخه راوتلې طرحه عملي کړم. تر دې لویه اجماع چې نن د لویې جرګې په تالار کې لیدل کېږي، بل ځای کې نشته. ما ستاسو خبرې واورېدې. مشورتي لویې جرګې ماته صلاحیت او مشوره راکړې ده چې مذاکره کوونکی پلاوی وټاکم. زه به د مذاکرې ټیم ټاکم، نه د مذاکرې لښکر. د سولې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې دننه مذاکراتو ته چمتو شي. موږ حاضر یو په هېواد کې دننه مذاکراتو ته زمینه مساعده کړو."
ښاغلي پر سیمهییزو هېوادونو په ټوله کې پر پاکستان غږ وکړ چې د سولې سواغت به تاسې ته دا وي چې ستاسې اقتصادي وړتیا به ورسره پورته کړي.
ښاغلي غني په طالبانو غږ وکړ که تاسې په هره پلمه جنګ کوئ، نتیجه یې بدبختي ده. انتخاب بیا هم له تاسو سره دی چې د ملت په خوشالۍ کې ځان شریکوئ او که نه. طالبانو! تاسې کله له خلکو پوښتنه کړې ده چې دوی څه غواړي؟
د سولې د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک مهم ټکي:
حکومت باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه هڅه وکړي.
طالبان دې له جنګه لاس واخلي او ابادۍ کې دې ونډه واخلي
له اسلام څخه دې یو واحد لیدلوری رامنځته شي
طالبان دې د خلکو په غوښتنه یو دایمي اوربند عملي کړي.
د افغانستان اسلامي نظام باید وساتل شي اساسي قانون یو ارزښتمن څیز دی چې باید وساتل شي خو ځنډول یې ممکن دي.
د افغانستان د خلکو اساسي حقوق په اساسي قانونو کې ذکر شوي چې د سولې په جریان کې وساتل شي.
افغان ځواکونه د هېواد ویاړ دی.
په پام کې ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه له څلورو ورځو بحثونو وروسته له طالبانو سره د خبرو په اړه خپلې سپارښتنې نن د افغانستان حکومت ته وړاندې کړي.
د دې جرګې له ۳۲۰۰ زیاتو ګډونوالو چې په ۵۱ کاري کمېټو کې ویشل شوي وو، پهدې اړه بحثونه وکړل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې وړاندیزونه، حدود او سرې کرښې کومې دي؟
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۱۲ کاندیدانو په ګډون یو شمېر سیاستوالو دا لویه جرګه تحریم کړه.
طالبانو هم دا جرګه نمایشي بللې او رد کړې یې ده.
دا جرګه نن- جمعه پای ته رسېږي. تمه ده چې د دې لویې جرګې د ګډونوالو مشورې نن د جرګې په پای کې په یو پریکړهلیک کې ولسمشر اشرف غني ته وړاندې شي.