سولې ته د رسېدو لپاره د مؤقت حکومت جوړېدل، په ظاهر کې د مشورتي لوېې جرګې د کمېټو د بحث ټکي وو.
د سولې د مشورتي لوېې جرګې ځیني غړي وايي، که د مؤقت حکومت په جوړېدو کې طالبان سولې ته حاضریږي، ولې پهکې ځنډ رامنځته شي.
د دغې جرګې غړی او مشرانو جرګه سناتور جمعه الدین ګیانوال د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، سوله قرباني غواړي:
"د مؤقت حکومت پر جوړېدو او ایا مؤقت حکومت به د هېواد او سولې په ګټه وي، بحثونه وشول، که رښتیني سوله ټینګېږي، مؤقت حکومت دې هم جوړ شي."
د جرګې ځیني نور غړي هم تأییدوي چې د مؤقت حکومت پر جوړېدو یو لړ بحثونه پیل شول خو وايي، دغه بحث په کمېټو کې دننه هم له مخالفتونو سره مخ شو.
د جرګې د دوو ګډونوالو عظمالدین مرزايي او روزي منشي ازادي راډیو ته وویل:
"د خلکو د استازو ترمنځ په بحثونو کې د مؤقت حکومت په اړه بحثونه وشول خو ټولو په یو غږ وویل چې موږ د مؤقت حکومت غوښتونکي نه یو ځکه چې د افغانستان لپاره په شا تګ دی او له امله يې د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې زیانمنېږي.
-د مؤقت حکومت رامنځته کېدل د لويې مشورتي جرګې د غړو لهخوا د رأیو په اکثریت رد شو او قبول يې نهکړ."
د پاکستان صدراعظم عمران خان نږدې ۴۰ ورځې وړاندې په یوه ناسته کې ویلي و چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت رامنځته کېدل پهدې هېواد کې د اوږدې جګړې حل لاره ده.
د عمران خان دې څرګندونو په وړاندې افغان حکومت سخت غبرګون وښود او ان له اسلاماباده يې د مشورې لپاره افغان سفیر عاطف مشعل کابل ته را وغوښت او په کابل کې يې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
افغان چارواکو همدا شان ټینګار کړی دی چې سوله د افغانانو یوه جدي اړتیا ده، خو پهدې پروسه کې به د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.
راپور: خان محمد سیند
د مشورتي لوېې جرګې کمېټو د خپلو غړیو د نظریاتو راپور، د جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړ.
په پام کې ده چې اداري پلاوی د جرګې نتیجه د دغو راپورونو په اساس سبا اعلان کړي.
د سولې د مشورتي لوېې جرګې غړیو چې په ۵۱ کمېټو کې په دوو ورځو کې کوم بحثونه کړي د جرګې اداري پلاوي ته به يې وړاندې کړي.
- د حکومت او طالبانو ترمنځ تر روژې پورې اوربند.
- د حکومتي مشرانو او سیاسیونو یووالی.
- د طالبانو پر وړاندې د یو صف جوړول.
- په افغانستان کې دننه طالبانو ته د سیاسي دفتر ورکول.
- او د سولې پر پروسې د ملګرو ملتونو د سازمان نظارت د یادې جرګې د کمېټو وړاندیزونه وو.
د یوې کمیټې غړي فیضالله جلال د کمېټې د راپور ورکولو پر مهال وویل:
"دغې ملي جرګې ته وړاندیز کوم چي د سولې مشري دې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان پورې اړه ولري. د افغانستان د څلورو لسیزو جنګ د دې شاهد دی چې هيڅ هيواد په افغانستان کې په یوازې ځان، سوله نهشي راوستلی، د افغانستان سوله د ملي ځواکونو، د سیمې او نړۍ د هېوادونو رښتینې او مؤثرې همکارۍ پورې اړه لري."
همدا شان د ځینو کمېټو په وړاندیزونه کې راغلي:
- طالبان مجبور دي چې اساسي قانون ته درناوی وکړي.
- د ښځو حقونه او د ډموکراسۍ او د بیان ازادي دې د تل لپاره خوندي شي.
- له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی باید یو واحد نظر ولري چې دغه مذاکرات په ښه توګه پر مخ بوځي.
- ګاونډي هېوادونه باید سولې ته د طالبانو په هڅولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
- امریکا، د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان په سوله کې ښکېل هېوادونه باید د دغو خبرو څارنه وکړي.
- پر طالبانو او د دوی پر تمویلوونکو ډلو او هېوادونو باید ملي او نړیوال فشارونه راوړل شي.
- کوم طالبان چې له سولې سره یوځای کېږي باید کارموندنې ته یې پام وشي.
- د خالد او الفتح عملیات دې ودرول شي او جنګ دې بند شي.
- غیر مسؤلې وسلهوالې ډلې باید منحل شي.
- د افغان امنیتي ځواکونو د انحلال څرګندونې مردودې دي او له بیا مطرح کېدو یې باید ډډه وشي.
- انتخابات باید په ټاکلي وخت ترسره شي او هېڅ بله موضوع دې یې ځای نهنیسي.
- د اسلامي جمهوریت نوم دې د تل لپاره وساتل شي.
د سولې د مشورتي لوېې جرګې غړي وايي، حکومت باید له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د دوی نظریات په پام کې ونیسي.
د جرګې ځیني غړي پهدې باور دي چې افغانان هېڅکله هم په شا نه ځي.
سمن نوري د شپږمې کمېټې رئیسه وايي، نامعلومې راتلونکې اندیښمنه کړې ده:
"تېر حالت ته له تګه هېڅ ویره نهلرم، زموږ ډار له دې دی چې په راتلونکي کې کوم نامعلوم او مجهول حالت ته لاړ نهشو او د پردې تر شاه د پټو سیاستونو قرباني شو او د هماغه سیاستونو قرباني شو چې زموږ اولادونه د ډاکټر کېدو، انجنیر کېدو او معلم کېدو په خوب کې پاتې شي او یو وار بیا سره کفنونه په سر کړو، باور وکړئ دا ځکه نوره د وینې د توئيدنې توانايي نهلري."
د سولې دغه لویه مشورتي جرګه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پیل شوه.
که څه هم د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسیونو دا جرګه تحریم کړې او دا يې انتخاباتي کمپاین بللی، خو ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ویلي و چې که دې جرګې د انتخاباتي کمپاین بڼه درلودای نو نوم به يې لویه جرګه نه وای.
ښاغلي غني ویلي، هیله لري چې پهدې جرګه کې به له طالبانو سره د سولې د حدودو او چوکاټ په اړه حکومت ته مشورې ورکړل شي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف د پنجشنبې په ورځ د جرګې د کاري کمېټو د راپور ورکولو پرمهال وویل چې د دې جرګې پایلې به په یو هر اړخېزه اعلامیه کې اعلان شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا ټول ګزارشونه یو کېږي او د کمېسیون له مشرانو سره شریک کېږي، کومه اعلامیه چې له دې جرګې په وروستۍ ورځ خپریږي ترهغې چې ټول مجلس پرې یووالي ته ونه رسېږي نو د اعلامیې په نوم به نه خپریږي."
ښاغلي سیاف وویل چې هېڅ ډله او شخص نهشي کولای د جرګې په غړو خپلې غوښتنې ومني او یا هم په اعلامیه کې ځای ورکړي.
ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ به د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا او د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېږي.
په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وایي، تر هغو چې د دې جرګې ټول غړي پرې سلا شوي نهوي د دې جرګې وروستۍ اعلامیه به خپره نهکړي.
ښاغلي سیاف دغه څرګندونې نن د دې جرګې د پیل په څلورمه ورځ د کاري کمېټو غړیو ته وکړې:
"موږ د ځان څخه کومه حنجره نهلرو، نن دا زموږ حنجره هم تاسو ته تسلیم ده. دا زموږ حنجره به ستاستو لپاره یو لوډ سپیکر وي. له ځانه موږ هېڅ شی د دې جرګې نه بیرون نه باسو."
هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې دا جرګه د هېڅچا په پلوي کمپاین نهکوي، بلکې یوازې د سولې هدف تعقیبوي.
دا جرګه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو دولس نوماندانو تحریم کړې ده.
طالبانو هم دا جرګه توطئه بللې ده.
په کابل کې مشورتي لویه جرګه چې ټاکل شوې وه، نن پای ته ورسېږي، ښایي سبا هم ادامه پيدا کړي.
پهدې جرګه کې چې تر ۳۲۰۰ ډېرو استازیو برخه اخېستې ده، د جرګې ۵۱ کسیزو کمېټو پرون د چهارشنبې په ورځ د سولې په اړه خپل بحثونه پای ته ورسول.
خو د دې جرګې د جوړیدو د کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي پرون د چهارشنبې په ورځ اټکل کړی و که دا کمېټې خپل راپورونه د چهارشنبې تر اخره عمومي غونډې ته وړاندې نه کړي، جرګه به وځنډیږي:
"که چيرته نن ټوله ورځ کميټې خپل کارونه مخته یوسي او د پنجشنبې په ورځ راپورونه ورکړي، نو پهدې صورت کې کیدای شي چې یوه ورځ یا نیمه ورځ لویه جرګه تمدید شي."
کاري کمېټې به نن خپلې مشورې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
دا جرګه اجرائیه رئیس عبدالله عبداله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو ۱۲ نوماندانو تحریم کړې ده.
طالبانو ته هم پهدې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی دا جرګه توطئه بللې ده.