د مشورتي لوېې جرګې اکثرو کمېټو د جرګې د درېیمې ورځې تر پایه خپل بحثونه پای ته ورسول.
خبریالانو د چهارشنبې په ورځ د جرګې په درېیمه ورځ، د ماسپښین درې نیمې بجې د جرګې سیمې ته د ننوتلو اجازه وموندله.
پخوا تردې د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو کمېسیون ویلي و چې د جرګې هره کمېټه د ۷۰ او ۸۰ ترمنځ غړي لري، خو دلته چې مو څو کمېټې وکتلې، پهدغو کمېټو کې ان ۲۵ غړي هم نهوو.
د دغې جرګې یو ګډونوال حبیب الله وايي، د خبریالانو له راتګه دمخه د کمېټې غړیو خپل کارونه پای ته رسولي او ډېری له دې ځایه تللی دي.
نوموړي وویل:
"نږدې ۵۰ - ۶۰ غړي وو، له غرمې مخکې ډوډۍ خوړلو لپاره لاړل، او په پام کې وه چې دوه بجې بيرته راشي او دا چې یو لړکارونه مو بشپړ شوي، دوستان مو بهر ووتل."
د ټاکل شوي مهالویش له مخې په پام کې وه د جرګې په دريیمه ورځ د کميټو کارونه پاې ته ورسېږي، خو د جرګې د اداري پلاوي په ټاکلو کې د ځنډ له له امله، ډېری کمېټو خپل کارونه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسول.
په پام کې ده چې دغه کاري کمېټې د خپلو بحثونو نتیجې سبا اداري پلاوي ته وسپاري.
د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئيس محمد عمر داوودزي ویلي چې امکان لري دا جرګه تر جمعې ورځې پورې دوام وکړي.
دغه جرګه طالبانو سره د مذاکراتو او سولې په خاطرد دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون پرانېستل شوه.
پهدغه جرګه کې د ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د کډوالو له ۳۲۰۰استازو څخه جوړه شوه.
د طالبانو د مالي منابعو بندېدل، د سولې د مذاکراتو دمخه اوربند، سولې ته د طالبانو راماتول او وروستیو ۱۸کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب د جرګې په کمېټو کې د بحثونو عمده ټکي وو.
د لویې جرګې د اتمې کمېټې یوه غړې فوزیه سلیمي ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ په کمېټه کې د ښځو په هغه لاسته راوړنو تاکید شوی چې په دوو لسیزو کې د تعلیم په برخه کې، د بیان د ازادۍ په برخه کې او د ډموکراسۍ په برخه کې یې تر لاسه کړي وو. پر اوربند مو هم تاکید وکړ چې په پیل کې باید اوربند وشي او وروسته دې د سولې خبرې پیل شي."
دا چې مېرمنو پهدغه جرګه کې ۳۰سلنه ونډه درلوده، ۱۳مه کمېټه یې هم پر غاړه وه او همدارنګه په نور ۲۸ کمېټو کې ښځې د منشي په توګه ټاکل شوې وې.
د شپږمې کمېټې رئیسې سمن نوري ازادي راډیو ته وویل، پهدې کمېټه کې مېرمنې فعاله ونډه لري.
نوموړې وویل:
"ما خپله چې د کمېټو له غړو سره کار کړی ډېره راضي وم، خپله او د ملګرو په اړه په مېړانه او ډاډ سره وایم چې موږ له دې پروسې چې ښه پرمخ ځي راضي یو."
د ملي یووالي حکومت د یوه هوکړهلیک پر اساس جوړ شوی او لویه جرګه ولسمشر غني چې د ځواک یو شریک دی جوړه کړې او بلخوا عبدالله عبدالله چې د ځواک بله برخه ده دا جرګه یې تحریم کړې ده.
پوښتنه دلته مطرح کېږي چې:
- د لویې جرګې پایلې به د ملي یووالي حکومت دې دوو شریکانو ته د منلو وړ وي؟
د دې جرګې د کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی وايي، هیله من دی چې ښاغلی عبدالله عبدالله دې ته په پام چې د جرګې پایله د خلکو له نظریاتو اخیستل شوې، ومني.
رآپور: خان محمد سیند
خبریالان د مشورتي لوېې جرګې د خبري پوښښ په اړه له دوی سره د امنیتي ځواکونو پر ناوړه چلند انتقاد کوي.
دوی وايي، د امنیتي ځواکونو پر ناوړه چلند سربېره، اجازه نه ورکول کیږي چې لویې جرګې ته بشپړلاسرسی ولري.
خبریالان د مشورتي لویې جرګې سیمې ته د ننوتو په نیت له پنځو ساعتونو انتظار او له څو تالاشیو له تیریدو وروسته د امنیتي ځواکونو له لظفي چلند سره مخ کېږي.
یوامنیتي کارکوونکی د بي بي سي راډیو د خبریال ټیلیفون پهدې تور اخلي چې د صحنې فلم یې اخېستی او په لوړ اواز وايي:"هېڅچاته اجازه مه ورکوئ که جلسه تحریموئ او که هرڅه کوئ وېې کړئ. ټیلیفون دې بند کړه که نه نو قیدوم یې."
بالاخره د ولسمشرۍ ماڼۍ او د سولې د عالي شورا د څو مسؤلینو په مینځګړیتوب دغه جنجال پای ته رسېږي.
دوه خبریالان احمد جواد او خالد نېکزاد چې د یادې جرګې په اړه د راپورجوړولو په هدف راغلي وو، د دغه سانسور او محدودیت په اړه د سترګو لیدلي حال داسې بیانوي:
"۱- که څه هم موږ ته يې د لوېې جرګې د پوښښ لپاره کارډ راکړی و، خو کله یې چې دننه وړو، یو کوچني ایسار ځای ته یې وړلو او نه یې پريښودو چې د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره خلاص لاس ولرو.
۲- خبریالان د جرګې د پوښښ په اړه له سانسور او محدودیتونو سره مخ دي، د لوېې جرګې د جوړولو ځینې مسؤلین هڅه کوي چې د جرګې ګډون کوونکو ته ډېر لږ لاسرسی ولرو."
له خبریالانو سره د امنیتي ځواکونو چلند ددې لامل کیږي چې دوی د لوېې جرګې د جوړېدو ځای ته یو ساعت وروسته ورسېږي.
خبریالان چې کله د کمېټو ځای ته رسېږي د کمېټو ډېرو غړیو کارونه خلاص کړي او ځای يې پرایښی وي.
تراوسه څرګنده نهده چې امنیتي ځواکونو چې له خبریالانو سره یې لفظي چلند کړی، کوم ارګان پورې اړه لري؟
که څه هم ځیني خبریالان ادعا کوي چې دغه ځواکونه د ولسمشر د ساتونکې قطعې برخه ده، خو د ولسمشرد ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیوته وویل، د ولسمشر ساتونکي د لوېې جرګې په امنیتي چارو کې لاس نهلري.
د کورنیو چارو وزارت پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې ازادي راډیوته ویلي چې دغه امنیتي ځواکونه، د ملي امنیت د رجال برجسته لسم ریاست پورې اړه لري.
په ورته وخت کې د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس عمر داوودزي له خبریالانو سره د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلنده بخښنه غواړي.
ښاغلي داوودزي د چهارشنبې په ورځ د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې پر وړاندې وویل:
"که ناوړه چلند درسره شوی وي، بخښنه غواړم، باید اصلاح شي. نن سبا او بل سبا باید همکاران هڅه وکړي چې دا وضعیت تکرار نهشي، موږ د بیان پر ازادۍ او له مطبوعاتو سره پر اړیکو عقیده لرو."
دا پهداسې حال کې ده چې د دغې جرګې له جوړېدو د جرګې تر درېیمې ورځې پورې، خبریالانو ته یوازې درې ځلي هغه هم تر ځانګړو شرایطو لاندې اجازه ورکړل شوې چې د جرګې ځای ته ورشي.
خبریالان وايي، امنیتي او د جرګې د دائرولو د کمېسیون مسؤلین پهدغو درې ځلو کې مانع شوي، د جرګې جریان دې په بشپړه توګه تر پوښښ لاندې راشي.
راپور:خان محمد سیند
د اتو میاشتو امېدوارې مېرمنې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې پهدې هېله ګډون کړی چې راتلونکی ماشومیې په سوله او امن کې رالوی شي.
مېرمن مینا احمدزۍ له ګڼو ستونزو سره د کندهار ولایت له پنجوايي ولسوالۍ څخه په لویه جرګې کې ګډون کړی.
نوموړې وايي، جګړې یې د کورنۍ ټول غړي اخیستي او یتیمان ورپاتې دي:
"ما خپله کورنۍ له لاسه ورکړه، جګړې موږ ته یتیمان پرېښودل، دغه جګړه کې مې درې وروڼه ووژل شول، همدارنګه اوښيګان مې هم له لاسه ورکړل."
د یوې امېدوارې مېرمنې لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې پهداسې یو وضعیت کې له کوره بهر ولاړه شي، خو مینا وايي، غواړي راتلونکی ماشومیې په سوله او امن کې ژوند وکړي:
"که سوله نهوي راتلونکی ماشوم مې هم په امن کې نهشي اوسېدلی، غواړم چې نور طالبان جنګ بس کړي او د افغان میندو او خویندو ژړا او کوکو ته وګوري."
د سولې په مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ سلنهیې ښځې جوړوي.
د دغې جرګې د جوړونکي کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د جرګې د ۵۲ کاري کمېټو د ۱۳ هغو مشرانې ښځې دي.
ارشیف، د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مشر او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 25 Feb 2019
ولسمشر محمد اشرف غني بیا د جرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، تمه لري چې ښځې په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.
مینا چې د ۳۳مې کمېټې غړې ده وايي، د ښځو نظریاتو ته د دوی په کمېټه کې ځانګړې پاملرنه کېږي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټې مشره فرزانه کوچۍ په بېلابېلو کمېټو کې د ښځو غړیتوب او د یادو کمېټو مشرتابه ته د دوی راتلل ډېر مهم ګني.
مېرمن کوچۍ زیاتوي:
"پهدغو کمېټو او اداري پلاوي کې د ښځو حضور اړین وو، ځکه دا نورو ښځو ته لار پرانیزي څو خپل نظریات شریک کړي."
ارشیف، د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټو مشره فرزانه کوچۍ د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې , 30 Aug 2018
پهدغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.
وسلهوالو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون پهکې ونهکړي.
۲۶ کلنه مینا چې د ژوند لومړی ملګری یې په یوه بمي برید کې وژل شوی وايي، د کلي ښځو ورته دا مسؤلیت سپارلی چې د نورو په استازیتوب د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.
مېرمن احمدزۍ زیاتوي:
"د کلي خلکو او په ځانګړې توګه میندو راته دا مسؤلیت سپارلی، څو په جرګه کې د هغوی نظریات شریک کړم چې زموږ اولادونه تعلیم وکړي."
د جګړو او ناامنیو له امله د افغانستان په ولایتونو کې شااوخوا ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي، خو مینا هم لکه د خپل کلي د میندو په شان دا هیله لري چې راتلونکی ماشومیې لوستی وي او تعلیم وکړي.
هغه هیله چې په سوله او امن کې ورته ښه شرایط برابرېدای شي.
راپور: ناجیه ساپۍ
د کابل د پوليتخنیک پوهنتون بیا هم د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې کوربه ځکه دی چې د لویې جرګې خیمه یې په انګړ کې ده.
د دې جرګې د لسګونو کاري کمېټو کار یې په تدریسي خونو کې روان دی.
له دې مخکې په تیرو څلورو لسیزو کې هم ډېری لویې جرګې او لوی کنفرانسونه په همدې پوهنتون کې جوړ شوي دي،لکه د نورو لوړو تحصیلي موسسو په څېر د کابل د پوليتخنیک پوهنتون محصلین هم رخصت شوي دي.
دا چې د سولې مشورتي لویې جرګې پر تدریسي بهیر څه ډول اغېزکړی؟
پر دې او له دغې جرګې سره تړلو نورو مسایلو نوریاس نوري د کابل د پوليتخنیک پوهنتون له رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ سره مرکه کړې ده.
ښاغلی کاکړ په پیل کې پهدې اړه چې ایا دغې جرګې تدریسي بهیر اغېزمن کړی، وایي: