د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشورتي لوېې جرګې د لومړۍ ورځې په ناسته کې د ملي ټلوېزیون د خپرونو په بګراونډ کې د طالبانو د استازیو د تصویرونو ښودل، غیر قانوني ګڼي.
د مشورتي لوېې جرګې په لومړۍ ورځ د ملي ټلوېزیون د خپرونو په بګراونډ یا تر شا تصویرونو کې د ځینو تصویرونو او ټویټرپاڼو خپرېدو، دغې رسنۍ ته سرخوږی پیدا کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال سیداقا فاضل سنچارکي ازادي راډیو ته وویل، د ملي ټلوېزیون د دغو خپرونو پر وړاندې چې ستونزېیې پېښې کړي، غلې نه پاتې کېږي او پهدې اړه یې یادې رسنۍ ته خبر ورکړی دی.
دی وايي:
"دغه شان اقدامات کولی شي، د طالبانو ډلې ته لوړ مقام ورکړي، دغه ستونزه وارده ده، طبعاً وزارت به د اړتیا وړ تذکرات ورکړي. دوه بنرونه مو ور استولي او کومې ستونزې چې پهکې وې، ورته مو په ګوته کړي. هغه کسان چې جنایت کوي او سیاسي نظام نه مني، باید تربیون ورنهکړل شي."
د سولې د مشورتي لوېې جرګې په لومړۍ ورځ، ملي ټلوېزیون د خپرونو تر شاه ځینې تصویرونه خپاره کړل.
د دغو تر شا تصویرونو په لومړي کتار کې ولسمشر غني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، شېر محمد عباس ستانکزی، په قطر کې د طالبانو د دفتر استازی عبدالسلام حنفي او دوه مخ پوښلې ښځې، د ولسمشر تر شاه ښودل شوي دي.
دغه بګراوند په ټولنیزو شبکو کې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.
ملي ټلوېزیون له دغو غبرګونونو وروسته د څو عصري ښځو دوه تصویرونه هم د پخوانیو تصویرونو ترڅنګ په بګراوند کې ځای کړل، خو نور بدلون یې پهکې را نهوست.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ملي ټلوېزیون اوسمهال د یوې خپلواکې رسنۍ په شان فعالیت کوي او دغه وزارت پرې هېڅ څار نهلري.
په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجرائیه رئیس صدیقالله توحیدي وايي، که د ملي ټلوېزیون په خپرونو کې د بګراونډ تصویرونه د دولت یا مخالفینو لهخوا، ښځو ته زیان رسوونکي وګڼل شي، بیا هم ښه پیغام نهلري.
توحیدي وايي، دا کار ښايي د دغه ټلوېزیون د نویو مسؤلانو د بې خبرۍ له مخې شوی وي چې د دغې دولتي رسنۍ له پالیسیو سره بشپړه بلدتیا نهلري.
دی زیاتوي:
"د ولسمشر غني ترڅنګ د طالبانو لوړ ښودل، د دوه حکومتونو، دوه ادارو او دوه نظامونو ښکارندويي کوي. چا چې دغه طرحه ترسره کړې باید پوهېدلی وي چې حکومت یو دی او یو قانون لري. اوس چې کومې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي، د دې معنی نهلري چې حکومتونه دې دوه وي. هېڅ هېواد تر اوسه دغه ډله په رسمیت نهده پیژندلې."
په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره په مذاکراتو کې له افغان مېرمنو سره د دوی د لاسته راوړنو د خوندیتوب او په سیاسي چارو کې د دوی د مشارکت په هکله د یو لړ انديښنو را پیدا کېدل دي.
افغان حکومت تل ویلي چې پهدغو مذاکراتو کې د افغان مېرمنو ګډون او د دوی سیاسي رول لومړیتوب لري.
خو یو شمېر ارواپوهان وايي، د سولې د مشورتي لوېې جرګې په ناسته کې د دا شان تصویرونو خپرېدل، له رواني پلوه په ټولنه کې فعالو مېرمنو ته ښه پایله نهلري.
شرف الدین عظیمي یې پهدې اړه وویل:
"په خواشینۍ سره دغه بنر ښيې چې ښځه او ماشوم به بیا هم قرباني شي او خوندي نهدي. ښځې چې تاسې پهدغه تصویر کې ولیدې، په خواشینۍ سره چې داسې ځینې څېزونه به ووینئ چې د ښځو او ماشومان په ګټه به نهوي. کله چې تاسې په ناپوهۍ سره دا شان کار کوئ، طبعاً د ښځو په روحیه اغېز کوي او د روښانفکرو د قشر اندیښنې به ورسره یوځای وي."
د ولسمشر تر شاه د ملي ټلوېزیون لهخوا د طالبانو او مخ پوښلو ښځو تصویرونو یوازې د ټولنیزو شبکو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غبرګون نهدی پارولی.
د ښځو د حقونو فعاله شکریه جلالزی وايي، دا کار کیدای شي په ټولنه کې فعالو مېرمنو ته یو خبرداری وي او دا چې د دا شان تصویرونو خپرول څه پایلې لري، باید ملي ټلوېزیون یې ځواب ووايي.
ازادي راډیو وغوښتل پهدې اړه د ملي ټلوېزیون د مسؤلینو نظر ولري، خو هغوی خبرو ته حاضر نهشول.
راپور: خان محمد سیند
د سولې د مشورتي لویې جرګې ډېری تحریموونکي ګوندونه، انتخاباتي ټیمونه او سیاسي څېرې وايي، له غوښتنو سره سره بیا هم پهدغه جرګه کې ګډون نهکوي.
ددې جرګې ډېری تحریم کوونکي د دغې جرګې د رئیس عبدالرب رسول سیاف غوښتنې ته په غبرګون کې زیاتوي چې د تحریم په اړه د دوی پریکړه لا پرځای دی.
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سلاکار حکمت صافي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی دغه پرېکړه په شعوري ډول کړې ده.
نوموړی وايي:
"د جرګې د تحریم پرځای چې کومه پریکړه شوې پرځای ده، تحریم په شعوري توګه شوی، موږ د داسې غونډو اوس او بیا هم خلاف یو، د جرګو دود ته احترام لرو، د جګړو ختمول غواړو، جرګې باید شخصي نهشي."
د سولې مشورتي لویه جرګه چې تېره ورځ پيل شوه، له ټول افغانستانه ۳۲۰۰ کسانو پهکې ګډون کړی او ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
- د حکومت اجرائیه رئیس.
- پخوانی ولسمشر.
- د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار.
- جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید حنیف اتمر
- او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ۱۲ اتنخاباتي ټیمونو جرګه تحریم کړې ده.
د دغې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف د جرګې په لومړۍ ورځ له تحریم کوونکو وغوښتل چې بېرته په جرګه کې ګډون وکړي:
"هغه دوستان چې نشته هغوی هم راځي، ډاکټر صاحب عبدالله د سولې مینهوال دی، واړه واړه نزاکتونه چې د کار په برخه کې لرو هغه حلېږي، تاسې ډاډه اوسئ، له دې ځایه پرې غږ کوم چې د جرګې په وروستۍ ورځ دلته تشریف راوړي."
خو د حنیف اتمر په مشري د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه وايي چې دغه جرګه کمپایني بڼه لري، نو ځکه ورکې برخه نه اخلي.
نوموړی وايي:
"موږ پهدې مرحله کې په جرګه کې ګډون نهکوو، ځکه د جرګې اهداف کمپایني دي او همداشان د بینالافغاني مذاکراتو د جوړېدا خنډ ګرځي."
بلخوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې دغه جرګه د فرمایشي ده، د ستونزو د حل پرځای ستونزې رامنځته کوي.
د دغه ګوند د مطبوعاتي ټیم غړی فضل غني حقمل وايي، هېڅکله به هم حزباسلامي پهدغه جرګه کې ګډون ونهکړي.
دی وايي:
"دا جرګه یوه فرمایشي جرګه ده، نه یوازې ستونزې نهشي حلولای بلکې ستونزې نورې هم ډېروي، حزب اسلامي به په جرګه کې ګډون ونهکړي."
د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
خو د لویې جرګې د جوړېدونکي کمېسیون د دارلانشاء مرستیال ضیاالحق امرخېل دغه څرګندونې ردوي او وايي چې دغه جرګه د سولې د مشورې لپاره راغوښتل شوې او یوازې به حکومت ته د سولې په اړه مشورې ورکوي.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د جرګې په پرانېست غونډه کې وویل چې د تحریم کوونکو په اړه څه نه وايي، قضاوت خلکو ته پریږدي او دا یې هم وویل چې دا جرګه کمپایني بڼه نهلري او که دا نیت یې درلود نو، نوم یې پرې لویه جرګه نه کېښود.
راپور: رحمتالله افغان
نن د سې شنبې په ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي غړي ټاکل کېږي.
د افغانستان د سولې مشورتي جرګه د غونډې په لومړۍ ورځ ونه توانېده چې خپل اداري پلاوی وټاکي.
د دې جرګې د یو شمېر ګډونوالو په وينا، هغه مهال د پلاوي د غړو د ټاکل کېدو پر سر اختلافات رامنځته شول چې ټاکل شوې وه د دې پلاوي ټول اته غړي له دې پرته خپل کار پیل کړي چې د ټاکل کېدو په اړه یې د رأیو صندوق کېښودل شي.
فاطمه عزیز د سولې د مشورتي لويې جرګې له ګډونوالو یوه ده. دې پرون ماښام له ازادي راډيو سره د جرګې د اداري پلاوي د ټاکل کېدو د ځنډ په اړه داسې وويل:
"تر ويناوو وروسته ټاکل شوې وه چې د جرګې اداري پلاوی د بېلګې په توګه مرستيالان او منشيان انتخاب شي او وروسته د کمېټو کار پیلېده، خو کله چې د اداري پلاوي د بشپړېدو پر لور لاړل، په انتسابي توګه یې يو ټيم معرفي کړ چې باید هغوی د جرګې مرستيالان او منشيان شوي وای، دا خبره د جرګې د یو شمېر غړو له خوا له مخالفت سره مخامخ شوه او هغوی وغوښتل چې د اداري پلاوي کسان باید انتخاب شي."
د سولې د لویې جرګې جوړوونکی کمېسیون وايي، د وخت ضايع کېدو د مخنیوي په خاطر پرېکړه وشوه چې د جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکنې لپاره رأیې ورنه کړل شي.
د دې کمېسیون وياند سید علي کاظمي پرون د دوشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وويل:
"له دې خاطره چې لږ وخت ونيول شي او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه څلور مرستيالان او څلور منشيان په نظر کې نیول شوي وو، په لاس پورته کولو سره له ښه مرغه وټاکل شول، خو په پای کې د کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو استازو اعتراض وکړ."
ښاغلي کاظمي زياته کړه چې نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکلو لپاره د رأيې ورکولو صندوق ايښودل کېږي.
ده وويل چې نن به د اداري پلاوي له ټاکل کېدو وروسته کاري کمېټې جوړې شي.
نوموړي زیاته:
د سولې د لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون ویاند سید علي کاظمي
"بېلابېلې پنځوس يا دوه پنځوس کسیزې کمېټې به جوړې شي چې د خلکو درنو استازو ته به په همدې چوکاټ کې ځای ورکړل شي، دوی به هم خپلې ټاکنې ولري او په انتخابي توګه به رئیس، مرستيال او منشي ولري او هغه بحثونه چې له طالبانو سره د مذاکراتو، د مذاکراتو د چوکاټ او د مذاکراتو د حدودو په اړه کېږي، راټول کړای شي او د جرګې په وروستۍ ورځ به د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړي."
د سولې د لويې جرګې په رامنځته کېدو اصلي هدف له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره د چوکاټ جوړولو دي.
دا جرګه پرون دوشنبه په کابل کې د کلکو امنیتي تدابیرو پر مهال جوړه شوه او تر پنجشنبې به دوام وکړي.
د دې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي چې څه باندې درې زرو کسانو په دې جرګه کې ګډون وکړ.
د دې کمېسیون په وينا، شااوخو دېرش فیصده ګډونوال یې ښځې دي.
د سولې د مشورتي لويې جرګې رئیس عبدرب رسول سیاف پرون دوشنبه هيله څرګنده کړه چې هغه کسانو چې په دې جرګه کې يې له ګډونه ډډه کړې ده، په وروستۍ ورځ ګډون وکړي.
۱۲ انتخاباتي ټیمونو د يکشنبې په ورځ په ګډه اعلاميه کې په دې جرګه کې ګډون رد کړ.
دوی د سولې مشورتي جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني او د انتخاباتو د اتلسو کانديدانو د کمپاین برخه وبلله، خو ولسمشر غني د دې جرګې په پرانیسته کې دا ادعاوې رد کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لویې جرګې د پرانیستو په مراسمو کې پر افغان سیاستوالو ټینګار وکړ چې خپلې وړې ګټې دې د لویو ملي ګټو لپاره یوې خواته کړي.
نوموړي هغو سیاستوالو ته په خطاب کې چې دا لویه جرګه یې تحریم کړې، وویل چې د جګړې پېټی د بېوزلو افغانانو پر شا دی، نه د سیاسي څېرو.
ولسمشر غني د ده د سیاسي مخالفانو انتقادونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې مشورتي لویه جرګه یې د انتخاباتي کمپاین هڅه نه ده.
بل خوا د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسيون رئیس محمد عمر داودزی وايي، د سولې په دې مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسان د غړو په توګه برخه لري.
ښاغلي داودزي چې د مشورتي لویې جرګې په پرانیسته کې یې وینا کوله، وویل چې د دې جرګې یو غړی د جرګي د غړیتوب لپاره تر انتخاب وروسته وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د دې مشورتې جرګې د ۳۲۰۰ غړو تر څنګ د پرانیستې په مراسمو کې یې ۳۰۰ مېلمنو چې په کې دولتي چارواکي او د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتان شامل دي، برخه اخیستې.
که څه هم طالبانو لویه جرګه تحریم کړې، خو ښاغلي داودزي په خپله وینا کې له دې ډلې مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډله مشورتي لویې جرګې ته د خلکو د راتګ په مخ کې خنډ شوې نه ده.
د سولې په تړاو د ولسمشر غني له خوا په دې وربلل شوې جرګه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په شمول، تر درې زرو زیات کسان برخه لري چې په سلو کې دېرش سلنه برخه یې ښځې دي.
ټاکل شوې چې د دې مشورتي جرګې غړي به په راتلونکو څلورو ورځو کې په لسګونو کاري کمېټو له طالبانو سره د سولې په تړاو کار وکړي.
یو شمېر سیاسي څېرو لکه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د څوکۍ ۱۲ کاندیدانو دا جرګه تحریم کړې ده.