د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۰
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور

مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د یوه پرېکړه‌ليک په خپرولو سره پای ته ورسېده

افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د ۲۳ مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د ۲۳ مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې په خپل پریکړه‌لیک کې افغان حکومت او د طالبانو تحریک ته په ۲۳ ماده‌ییز پریکړه‌لیک کې بېلابېلې سپارښتنې درلودې.

د اساسي قانون ساتنه او له سولې وروسته یې تعدیل په یاد قانون کې د ذکر شوي مېکانېزم له مخې:

  • د سولې لپاره ګډ کوښښونه.
  • د روانې هڅې هم‌غږي کول.
  • د امنیتي ځاکونو ساتنه او پیاوړتیا.
  • له سولې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو ملاتړ.
  • د افغانانو د اساسي حقونو او د بیان ازادي خوندیتوب.
  • د زندانیانو تبادله.
  • په افغانستان کې دننه د طالبانو دفتر پرانېستل.
  • په سوله کې له مخکنیو شرطونو تېرېدل.
  • په بین‌الافغاني خبرو ټینګار.
  • د سولې عالي شورا په جوړښت له سره غور .
  • په هم‌غږي او غور سره د نړیوالو ځواکونو وتل یې مهم او اساسي ټکي جوړوي.
    د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
    د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور
    د دغې جرګې د پریکړه‌لیک په څلورمه ماده کې له طالبانو او افغان حکومت غوښتل شوي چې د روژې مبارکې میاشت مناسبت بېړنی او دایمي اوربند وکړي.

رفیع‌الله حیدري د پریکړه‌لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک باید د افغانانو غوڅ اکثریت غږ ته لیبک ووايي، د روان کال د روژې مبارکې له را رسېدو سره سم، د دغې مبارکې میاشتې حرمت ته به درناوی، د جګړې د پای ته رسولو د دواړو لوو د باورو فضا د رامنځته کولو او د یو بل په وړاندې منفي تبلیغاتو ته د پای ته رسولو لپاره په ټول هېواد کې دایمي او بیړنی اعلان او پلي شي."

دغې جرګې چې ۳۲۰۰ تنه غړي یې درلودل له تېرو پنځو ورځو راهیسې په کابل کې سره په‌دې موخه جرګه شوي وو چې حکومت ته د سولې په برخه کې سلا او مشورې ورکړي.

که څه هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشرحامد کرزي، د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو او ځینې افغان سیاستولوالو دغه جرګه تحریم کړې وه او هغه یې فرمایشي او کمپایني بللې وه.

خو د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف وویل چې د جرګې ګډونوال په خپلو پریکړو کې ازاد و.

ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف, December 18, 2015
ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف, December 18, 2015

ښاغلي سیاف له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د جرګې مشورو ته په احترام دې په خپل سر کار ونه‌کړي.

ده وویل:

"په مشورې کې هېڅ‌چا هم خپل نظر نه‌دی تحمیل کړی. مطلق ازاده فضا کې ټولو نظریات ارایه شول، په خپلو کې مناقشه شوې او مسایل مو سره را ټول کړي."

ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې د پای په وینا کې د جرګې ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ چې پریکړې به یې عملي کوي او د ښه نیت لپاره یې ۱۷۵ طالبان زندانیانو د ازادېدو اعلان وکړ.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل:

"راځئ په‌دغه مبارکه میاشت کې د ملت له کوره غم لېرې کړو، په‌دغه وړاندیز بشپړ باور لرم او حاضر یم چې ستاسو په وړاندیز عملي کار وکړم، زه نن جرګې ته په درناوي او همدا شان روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي، د ښه نیت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د دوستانه حرکت په توګه، غواړم ۱۷۵تنه هغه طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي، له زندانه ازاد کړم."

نوموړي زیاته کړه چې دوه اړخېز اوربند او طالبانو ته په افغانستان کې دفتر ورکولو ته چمتو دی.

د تېرې روژې میاشتې په وړوکي اختر کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه اړخېز اوربند ټینګ شوی و.

که څه هم وسله‌والو طالبانو تراوسه د جرګې د پریکړو په اړه نظر نه‌دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې یې دغه جرګه غندلې وه.

راپور: رحمت‌الله افغان

۱۷:۲۶ ۹.۲.۱۳۹۸

له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو د ټاکلو په هدف د سولې مشورتي لویه جرګه نن په کابل کې پرانیستل شوه.

ولسمشر غني او د جرګې ګډ‌ونوال تر یوې خېمې لاندې راټول شوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په لارو چارو خبرې وکړي.

ښاغلي غني د سولې مشورتي لویه جرګه د خپلو سیاسي مخالفانو او په حکومت کې دننه د سوله غوښتونکو له مخالفتونو سره هم مهاله جوړه کړې ده.

افغان ولسمشر د سولې د مشورتي جرګې د پرانیستې مراسمو ته وویل چې د سولې د مشورتي لویې جرګې هدف د سولې لپاره د چوکاټ او حدودو ټاکل دي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې د مراسمو یو انځور

ښاغلي غني دغه شان وویل چې د افغانستان د سولې د مشورتي جرګې غړي یوازې د شپږو میاشتو لپاره د افغانستان مسیر نه، بلکې دی هیله مند دی چې دغه جرګه د راتلونکې یوې پېړۍ لپاره دا مسیر وټاکي.

ده وویل:

"ولې مشورتي لویه جرګه؟ ځکه چې له طالبانو سره د سولې چوکاټ او حدود وټاکو، تاسې د ملت منتخب استازي دا حدود ټاکئ، نه عالي رتبه دولتي مامورین، له دې امله چې سوله تعریف شي او او ورته د رسېدلو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شي، د افغانستان جمهوریت به د خلکو د نظریاتو په رڼا کې د سولې تګلاره جوړه او بشپړه کړي او هڅه به وکړي چې ټولې دولتي سرچینې او امکانات یې د عملي کولو لپاره وکاروي."

د سولې په مشورتي جرګه کې د افغانستان له ټولو ولایتونو او دغه شان په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په ګډون ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې چې دا جرګه څلور ورځې یعنې تر راروانې پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي.

د جرګې ګډون کوونکي به په ۵۱ کمېټو کې تر بحثونو او ګروپي کارونو وروسته له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو په اړه خپلې مشورې او نظریات له حکومت او د جرګې په وروستۍ ورځ به پایلې په یوه پرېکړه لیک کې له خلکو سره شریکې شي.

په دغه جرګه کې د ښځو شمېر دېرش سلنه دی او ولسمشر غني وايي، تمه لري چې دوی په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.

د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډونوالو ښځو یو انځور

ښاغلي غني به خپلو نننیو خبرو کې پاکستان هم مخاطب کړ او ویې ویل چې افغانستان له بې سارو او انعطاف وړ طرحو په ښودلو سره په وار وار ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته مراجعه کړې.

د ښاغلي غني په وینا، کابل په څو ځلي اسلام اباد ته دا ویلي چې له جګړو او تاوترخوالي هېڅ لوری ګټه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانان ستاسې ښه دوستان کېدلای شي، خو هېڅ کله به هم چاسره نا برابرې اړیکې ونه پالي، هر څه ته حاضر یوو، خو د خپل اقتدار او خپلواکۍ قربانۍ ته نه، که غواړئ مونږ سره ملګرتیا ولرئ او په وړاندې مو کوم ګواښ نه وي، مونږ په خدمت کې یوو، خو که غواړئ چې د نرم جنګ او تاوتریخوالي له لارې مونږ بې خاصیته کړئ، دا کار امکان نه لري."

د سولې مشورتي لویه جرګه په داسې حال جوړېږي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د راروانو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره دولسو کاندیدانو دا جرګه غیر قانوني بللې او تحریم کړې یې ده.

یو شمېر دغو سیاسي څېرو ویلي چې د مشورتي لویې جرګې یو هدف د ولسمشر له خوا انتخاباتي کمپاین دی.

خو ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو نننیو څرګندونو کې د دوی دا خبرې هم بې ځوابه پرې نښودې او ویې ویل:

"زه په هغوی چې نه دي راغلي خبرې نه کوم، تاسې قضاوت وکړئ، د جګړې بار بېوزله خلک په اوږو وړي، نه سیاسي نخبګان، زه دلته کمپاین ته نه یم راغلی، که کمپاین مې غوښت، نوم مې ورته لویه جرګه نه کېښود."

د سولې مشورتي لویه جرګه یوازې د ښاغلي غني په خبرو نه خلاصه کېږي.

نوموړي جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف د دغې جرګې د رئیس په توګه وټاکه.

ښاغلی سیاف د مشورتي لویې جرګې پایلو ته هیله مند دی او وايي، سوله راتلونکې ده.

جهادي رهبر او د سولې د مشورتي جرګې مشر عبدرب رسول سیاف

ده وویل:

"مونږ د پخلاینې پر لور ځو، سوله به حتمي راولو، که څوک غواړي که نه، سوله به راولو، په دې کې احتیاط هم کوو چې خدای مه کړه په ناپوهۍ یا د تېروتنې له امله زمونږ قدم د ملک د وېشلو لامل ونه ګرځي او زمونږ ملي یووالی او ملي حاکمیت اغېزمن نه کړي."

د جرګې ګډون کوونکي په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې د چوکات او حدودو د ټاکلو لپاره سره راټول شوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او نړۍ په کچه هڅې تېزې شوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو هم پیل شي.

افغان ولسمشر د سولې مشورتي جرګې ته په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو جګړه مشروعیت نه لري او باید ختمه شي.

مخکې تر دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، تمه لري چې سږنی کال د سولې کال وي.

راپور: اجمل تورمان

۱۵:۳۸ ۹.۲.۱۳۹۸

په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې ته د ورغلو لارو بندښت د لوېدیځ زون اوسېدونکي له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل په لوېدېځ کې د میرویس میدان (کوټه سنګي) سيمې یو اوسېدونکی چې غواړي خپل ناروغ ماشوم روغتون انتقال کړي، وايي چې له دوه ساعته انتظار وروسته لاهم امنیتي ځواکونو ورته د تلو اجازه نه ده ورکړې.

ده وویل:

"زوی مې ناروغ دی، امنیتي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې خپل ماشوم زوی مې روغتون ته انتقال کړم، که څه هم د جرګې سیمه مشخصه ده، نو ولې یې دا لار تړلې؟"

دا یوازې هاشم نه دی چې له دې ستونزې شکایت کوي، بلکې یو شمېر نور د پاخه عمر کسان چې د شکر له ناروغۍ رنځ وړي او د تلو توان نه لري، هم ورته شکایت لري.

د دوی له ډلې یو تن وویل:

“ناروغ یم، همدا اوس مې وینه معاینه کړه، شکر ناروغي لرم، د پلي تګ توان نه لرم، پښې مې درد کوي او څوک راته اجازه نه راکوي چې په موټر کې لاړ شم."

دا شکایتونه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ یو ناروغ ماشوم د شدیدو امنیتي تدابیرو له امله په وخت روغتون ته ونه رسېد او مړ شو.

د دغه ماشوم پلار ازادي راډيو ته وویل، کله چې غوښتل یې خپل ماشوم زوی روغتون ته انتقال کړي، امنیتي ځواکونو کابل امبولانس ته اجازه ور نه کړه او ماشوم یې ساه ورکړه.

آرشیف/ افغان پولیس په کابل ښار کې د ګزمې په حال کې/ Source: AFP

د کابل په لوېدیځه برخه کې د جرګې سېمې ته نږدې خلک څو ځایه پلټل کېږي او امنیتي ځواکونه یې په جدي ډول څاري.

په داسې حال کې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ رسماً پرانیستل شوه، خو دغې جرګې ته ان د جمعې له ورځې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د جرګې تر پایه یعنې څلور ورځې به دوام وکړي.

دغو ناروغ لروونکو له کابل امبولانسه استفاده نه ده کړې، بلکې غواړي چې د شخصي وسایطو په وسیله ناروغان انتقال کړي.

په داسې حال کې چې د کابل امبولانس مسؤلین وايي، د دوی کار کوونکي او امبولانسونه ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي او د کابل اوسېدونکي کولای شي چې د اړتیا پرمهال ورسره اړیکه ونیسي.

د کابل امبولانس رئیس ډاکتر محمد عالم عاصم ازادي ارډيو ته وویل:

"له دې پرته چې د لویې جرګې سیمه تر پوښښ لاندې لرو، په نورو سیمو کې هم مونږ امبولانسونه توظیف کړي او تېره شپه ۵۳ ناروغان د کابل امبولانس له لارې روغتونونو ته انتقال شوي دي."

دا لومړی ځل نه دی چې کابل ښاریان د شدیدو امنیتي تدابیرو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، بلکې تر دې وړاندې په کراتو کراتو ورته شکایتونه مطرح شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

۱۲:۲۸ ۹.۲.۱۳۹۸

د سولې مشورتي لویه جرګه نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پرانېستل شوه او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف یې د دې جرګې رئس وټاکه.

ښاغلي غني، د لویې جرګې د پرانېستو په مراسمو کې پر افغان سیاستوالو ټینګار وکړ چې خپلې وړې ګټې دې د لویو ملي ګټو لپاره یوې خواته کړي.

نوموړي هغو سیاستوالو ته په خطاب کې چې دا لویه جرګه یې تحریم کړې وویل، د جګړې پیټی د بې وزلو افغانانو پر شا دی، نه‌دی سیاسي څېرو.

ولسمشر غني د ده د سیاسي مخالفانو انتقادونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې مشورتي لویه جرګه یې د انتخاباتي کمپاین هڅه نه ده.

بل‌خوا د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی وايي، د سولې په‌دې مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسان د غړیو په توګه برخه لري.

ښاغلي داوودزي چې د مشورتي لویې جرګې په پرانېسته کې یې وینا کوله وویل، د دې جرګې یو غړی د جرګي د غړیتوب لپاره تر انتخاب وروسته وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا د دې مشورتي جرګې د ۳۲۰۰ غړیو تر څنګ د پرانېستې په مراسمو کې یې ۳۰۰ مېلمنو چې په‌کې دولتي چارواکي او د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماټان شامل دي، برخه اخېستې.

که څه هم طالبانو لویه جرګه تحریم کړې ده، خو ښاغلي داوودزي په خپله وینا کې له دې ډلې مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډله مشورتې لویې جرګې ته د خلکو د راتلو مخ کې خنډ شوې نه‌ده.

د سولې په تړاو د ولسمشر غني له‌خوا په دې وربلل شوې جرګه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په شمول تر درې زرو زیات کسان برخه لري چې په سلو کې دیرش برخه یې ښځې دي.

ټاکل شوې چې د دې مشورتي جرګې غړي به په راتلونکو څلورو ورځو کې په لسګونو کاري کمېټو د طالبانو سره د سولې په تړاو کار وکړي.

یو شمېر سیاسي څېرو لکه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د څوکۍ ۱۲ کاندیدانو دا جرګه تحریم کړې ده.

۱۱:۴۳ ۹.۲.۱۳۹۸

د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه.

ولسمشر غني دې جرګې ته له خپلې وینا وروسته پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ددې جرګې د رئیس په توګه وټاکه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG