د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه.
دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني لهخوا رابلل شوې ده.
په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی.
د دغو ګډون کوونکو ۳۰ سلنه ښځې دي.
جمهور رئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانېستې په مراسمو کې وویل:
"موږ په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د سولې لپاره ټول بینالمللي شرایط چمتو کړي دي، ټولې بهانې او خنډونه مو لهمنځه یوړل، د افغانستان د جنګ په اړه مو د اسلامي نړۍ نظر بدل کړی دی."
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ۱۲ ولسمشریزو نوماندانو په ګډون ځینو سیاسي څېرو دغه جرګه تحریم کړه.
طالبانو هم دغه جرګه غیر مشروع بللې ده.
ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل:
"د لویې جرګې یوه وړه لاسته راوړنه به دا وي که درې زره تنه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راټول او سره به وویني او دا هم د دولت او ملت جوړونې لپاره مهم دي."
د سولې د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو څرنګوالی
د سولې مشورتي لویه جرګه څلور ورځې دوام کوي او درې برخې لري.
- د پرانیست برخه
دغه برخه د ولسمشر د وینا، د جرګې د مشر او د اداري پلاوي د ټاکل کېدو په شمول دي.
د ولسمشر غني له وینا وروسته، د جرګې مشر د ولسمشر لهخوا ټاکل کېږي.
د جرګې د مشر له ټاکل کېدو وروسته، اداري پلاوی ټاکل کېږي او وروسته کاري کمېټې کار پیلوي.
- کاري کمېټې
د سولې مشورتي لویه جرګه به ۵۱ کاري کمېټې ولري چې هره کمېټه به ۷۰-۸۰ غړي ولري.
د سولې مشورتي لویې جرګې غړي په لومړۍ او دوهمه ورځ په کاري کمېټو کې بحث کوي او د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون د مشر په وینا، په کاري کمېټو کې د بحث لړۍ د رسنیو لهخوا نهخپرېږي.
د لویې جرګې په درېیمه ورځ، کاري کمېټې خپل راپور اداري پلاوي ته وړاندې کوي چې دغه لړۍ به د رسنیو لهخوا تر پوښښ لاندې ونیول شي.
- د پای برخه
د پای برخه یا غونډه به په څلورمه ورځ یعنې د پنجشنبې په ورځ وشي او په هغې کې به د بحثونو نتیجه په یوه پرېکړهلیک یا اعلامیه کې خپره شي.
ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل:
"زه پوهېږم چې دا ملت له دین او وطن څخه په دفاع او په خپل هېواد کې د دایمي ثبات لپاره تر دې زیاتو قربانیو، صبر، تحمل او زغم ته اماده دی، خو زه د هېواد د لومړي مسؤل او خادم په توګه، له لومړۍ ورځې څخه د دغه بدبخته جنګ له قیمته خبر یم، پهدې خبر یم چې د جنګ دواړه غاړې کورنۍ څومره لوړه بیه پرې کوي، دا ما خپله دنده او مکلفیت ګڼلی دی چې دغو دردونو ته د پای ټکی کېږدم او د دغه عظیم ملت شهامت او مېړانې څخه د وطن د ابادۍ لپاره کار واخلم."