د لویې مشورتي جرګې د جوړوونکي کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی:
"له نورو هېوادونو هم مشهوره افغان استازي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون لري."
د لویې مشورتي جرګې د جوړوونکي کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی:
"د افغانستان له ټولو ولسوالیو حداقل یو استازی د سولې په لویه مشورتي جرګه کې ګډون لري."
د لویې مشورتي جرګې د جوړوونکي کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی وايي، په مشورتي لویه جرګه کې ۳۲۰۰ تنو د غړو په شکل ګډون کړی دی.
ښاغلي داوودزي د دې جرګې په پرانیست غونډه کې وویل، د دې جرګې یو تن غړی له ټاکل کېدو وروسته ووژل شو.
د ښاغلي داوودزي په وینا، د جرګې د ۳۲۰۰ ګډون کوونکو تر څنګ، په پرانیست غونډه کې د دولت د غړو او د بهرنیو ډیپلوماتانو په شمول ۳۰۰ مېلمنو ګډون کړی دی.
که څه هم طالبانو لویه مشورتي جرګه تحریم کړې، خو ښاغلي داوودزي له دغې ډلې مننه وکړه چې دغې جرګې تهیې د خلکو د راتلو مخه ونهنیوله.
هغه له طالبانو وغوښتل ترڅو په دغې جرګه کې د خلکو غوښتنې ومني.
نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سولې لویه مشورتي جرګه پیلېږي.
د افغانستان له ټولو ولایتونو نږدې درې زره مشران، دیني عالمان او مخور خلک په دې جرګه کې د ګډون لپاره ټاکل شوي.
د دې جرګې د تنظیموونکي کمېسیون د دارالانشاء مرستیالې ناهید سرابي پرون د یکشنبې په ورځ د جرګې لپاره له چمتووالي ډاډ ورکړ.
هغې د جرګې د اجنډا په اړه وویل:
"سولې ته د رسېدو تعریف او څرنګوالی او د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو چوکاټ هغه دوه اجنډاوې دي چې د سولې په لویه مشورتي جرګه کې پرې بحث کېږي. د لویې جرګې ټول ګډونوال په کاري ګروپونو وېشل کېږي او بیا په همدې دوو موضوعګانو بحث وکړي."
د سولې لویه مشورتي جرګه په کابل کې د څلورو ورځو لپاره دوام کوي چې امنیتي چارواکي ورته د کلک امنیت له نیولو ډاډ ورکوي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۲ کاندیدانو او ځینو سیاستوالو ویلي چې پهدې جرګه کې برخه نهاخلي.
وسلهوالو طالبانو هم چې پخوا دا جرګه تحریم کړې وه پرونیې یو ځل بیا په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې خلک دې په جرګه کې برخه وانهخلي او د دوی په خبره دا جرګه د سولې د واقعي هڅو مخه ډب کوي.