د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي هم د سولې د مشورتي لویې جرګې یو ګډونوال دی.
خو دی وايي، نه د جرګې په موافقینو کې دی او نه هم په مخالفینو کې.
د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان ورسره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
- ډېلي مېل
بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې او د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر روان سفر تمرکز کړی او لیکي:
په یوه کمساري اقدام کې افغانستان د دوشنبې په ورځ لویه جرګه رابولي.
د افغانستان له بېلابېلو برخو له دوو زرو زیات استازي به پهدې لویه جرګه کې چې څو ورځې دوام کوي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او له طالبانو سره د سولې یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د امریکا پر روانو هڅو بحث او خبرې وکړي.
ډېلي مېل ورځپاڼې پهدې برخه کې بیا کابل ته د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر او په ارګ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتنې ته پام اړولی او لیکي:
په کابل کې د شنبې د ورځې په کتنه کې دواړو مشرانو د سولې پر بینالافغاني خبرو ټینګار وکړ.
ډېلي مېل لیکي، د دغې کتنې په اړه د ارګ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو تأکید وکړ چې له طالبانو سره د دې خبرو مشري باید د افغانستان حکومت په غاړه وي.
خو د ډېلي مېل په لیکنه، د بینالافغاني خبرو په اړه هیلې هله مړاوې شوې چې په روانه اپرېل میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ پلان شوې غونډه په وروستیو شېبو کې لغوه شوه.
د ښاغلي خلیلزاد لهخوا د افغانستان د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو د هڅو په ترڅ کې ډېلي مېل ورځپاڼه د مسکو درې اړخیزې غونډې ته اشاره کوي او لیکي:
د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې د خپلو رقیبانو، روسیې او چین ملاتړ ترلاسه کړ.
دواړو هېوادونو د سولې د یوې طرحې پر اساسي ټکو یعنې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او د طالبانو پر ژمنې چې بهرنیانو ته به د افغانستان له خاورې د کارولو لپاره اجازه نهورکوي، سلا شول.
د ډېلي مېل په لیکنه په مسکو کې د چین او روسیې له استازو سره تر کتنې وروسته ښاغلي خلیلزاد دغه توافق مهم پرمختګ وباله.
د دې غونډې د پای په اعلامیه کې هم د افغانانو په مشرۍ د سولې پر پروسې ټینګار شوی دی.