د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۳

د سولې د پروسې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو باور


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د سولې د روانې پروسې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې زلمي خلیل‌زاد په کابل کې د یو شمېر افغان چارواکو سره کتلي او د سولې د روان بهیر په اړه‌يې معلومات ورسره شریک کړي دي.

په مطلب کې وړاندې د ښاغلي خلیل‌زاد له قوله لیکل شوي چې په کابل کې يې له یو شمېر افغان چارواکو سره وکتل او د بین‌الافغاني خبرو د پرمختګ او ژر تر ژره پیل په تړاو يې بحثونه ورسره وکړل.

په مطلب کې همدا شان راغلي دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا دغه ځانګړي استازي له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او د خپل سفر د اهدافو او د سولې د روانو هڅو په اړه‌يې معلومات ورسره شریک کړي دي.

د مطلب د لیکوال د معلوماتو له مخې چې ښاغلی خلیل‌زاد به له افغان چارواکو او سیاسیونو سره له لیدنو کتنو وروسته، په قطر کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو لپاره تیاری نیسي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د قطر راتلونکو ناستو ته په اشارې سره لیکلي دي چې ټاکل شوې په روانه میاشت کې قطر د افغان سولې په تړاو د څو بېلابېلو غونډو کوربه وي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ له ناستې وروسته چې د روانې اپرېل میاشتې په ۱۰مه پای ته رسېږي، بین‌الافغاني خبرې اترې پیلېږي.

په سرمقاله کې راغلي دي چې که څه هم دغه بین‌الافغاني غونډه د مسکو د ناستې دوام بلل شوی، خو توپیر یې دا دی چې دا وار په‌کې افغان حکومت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې عنوان لیکلې چې پر اختلافاتو په سړه سینه بحث کېږي.

په سرمقاله کې راغلي چې د متحده هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدل معمول خبره ده او دواړه خواوې افغانستان او امریکا باید هڅه وکړي چې په يوې معقولې تګلارې سره ورته د حل لار پیدا کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په واشنګټن کې د زلمي خلیل‌زاد په اړه د حمدالله محب څرګندونې غیر معقولې وې چې د افغانستان د کشالې پر سیاسي هواري هم اغېز لري.

په سرمقاله کې کابل ته د زلمي خلیل‌زاد د سفر پر اجنډا هم خبرې شوي او په‌کې ویل شوي چې ښاغلی خلیل‌زاد هڅه کوي چې افغان لوري ته قناعت ورکړي، څو د قطر راتلونکې ناستې ته خپل يو پلاوی واستوي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، بل‌خوا ولسمشر محمد اشرف غني بیا غواړي چې په مشورتي لویه جرګه کې مشروعیت ترلاسه کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې بیا په کابل ښار کې د جنايي جرمونو زیاتېدو ته اشاره شوې ده.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، کابل په ښار کې د وژنو، تښتونو او وسله‌والو غلاوو پېښو د کابليانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، دا مهال په کابل ښار کې غله په رڼا ورځ د خلکو کورونو ته ورځي او په زور يې پیسې اخلي، خو حکومت له ژمنو سره سره د دغو ډلو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG