کابل چاپ نننیو زیاترو ورځپاڼو بیا هم د سولې د هڅو او د سیګار د وروستي راپور په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
دنیا:
دنیا خپلواکه ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړې ادارې سیګار په یو نوي راپور کې ویلي، د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو له مالي مرستې پرته ښايي افغان حکومت دوام ونه کړي.
همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې ټینګار کړی چې د سولې د پروسې له بریالي کېدو وروسته باید افغانستان بیا هم د نړیوالې ټولنې د مرستو په محور کې پاتې شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا هېواد باید د څو نورو کلونو لپاره د نړیوالو مرستې ترلاسه کړي، ترڅو د روانې جګړې خرابۍ ترمیم او هېواد په خپلو پښو ودرېږي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې د سیګار په حواله لیکلي، له طالبانو سره د سولې توافق د افغانستان بحران نه شي حل کولای.
یادې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې ایا په افغانستان کې به جګړه ختمه شي؟
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې په افغانستان کې ستونزه څلوېښت کلنه ده، نه شي کېدای چې دا لویه ستونزه په څو ورځو کې حل شي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې د سولې په اړه باید په دلسوزۍ او صادقانه توګه حرکت وشي.
هشت صبح:
د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د عمران خان وروستیو څرګندونو ته په کتو که افغان سیاستوال یوې اجماع ته ونه رسېږي، نو بهرني لوبغاړي به یوې پېچلې نسخې ته دوام ورکړي.
د لیکوال په خبره، اوس یې وخت دی، هر څومره چې ژر کېږي، باید ټول سیاستوال له طالبانو سره د سولې په اړه یوې اجماع ته ورسېږي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپانې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د تلپاتې سولې د تحقق لپاره پر پاکستان د لا نور فشار اړتیا ده.
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې پاکستان په ساړه موسم کې امریکا، افغانستان او نړیوال تېر ایستل.
د لیکوال په باور، پاکستان د سولې په پروسه کې سوداګري وکړه، له امریکا سره د طالبانو د کېنولو په بدل کې یې شپږ میلیارده ډالره ترلاسه کړل او دغه راز یې د ترهګرۍ له امله له فشاره ځان وژغوره.
ویسا:
ویسا خپلواکه ورځپاڼه د عبدالسلام ضعیف له قوله لیکلي، د سولې پر وړاندې د هر ډول خنډ رامنځته کول به د ولس له غبرګون سره مخ شي.
وړاندې په مطلب کې ویل شوي چې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ دوهمه ناسته د اپرېل په ۱۳مه کېږي، تمه ده چې په دې بین الافغاني ناسته کې د حکومت استازي هم برخه واخلي.
همدې ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي، امریکا غواړي چې په درېیو کلونو کې له افغانستانه ووځي، خو طالبان ورسره موافق نه دي.
ویسا په خپلې سرمقالې کې لیکلي، لومړی باید د بین الافغاني تفاهم له مخې یو حکومت جوړ شي او بیا وروسته د مرستو او اقتصادي مسایلو پورې تړلې ستونزې او مسایل حل شي.